تاند – د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ولسې جرګې او مشرانو جرګې غړیو ته نن ټاکل شوې ده چې وینا وکړي.

داسې ښکارې چې ولسمشر به د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې په اړه، د طالبانو د ملا اختر محمد منصور له ډلې سره د سولې پر ځنډیدلو  خبرو او له طالبانو سره د جګړې پر ستراتیژۍ وغږیږي.

اشرف غني یوه اونۍ وروسته تر دې ملي شورا ته وینا کوي چې په کابل کې خونړي برید ۶۴ تنه ووژل او ۳۴۰ نور یې ټپیان کړل. تردې برید وروسته د حکومت ویندویانو ویلي وو چې تر هغو به  جګړې ته دوام ورکړو چې طالبان مو نه وي ځپلي. طالبانو د دې خونړۍ حملې مسوولیت منلی دی چې اکثر پکې ملکیان وژل شوي دي.

تمه ده چې ولسمشر به دا خبره روښانه کړي چې له طالبانو سره به څرنګه چلند کوي. که څه هم د پاکستان د صدراعظم جګپوړي سلاکار ویلي دي چې په یوې میاشتې کې به طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړو خو داسې ښکارې چې دا ځل به د افغان حکومت بیان د طالبانو په وړاندې د پخوا په څیر نرم نه وي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د جګړې پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې ده، که څه هم دا ستراتیژي به په وارسا کې د ناټو غونډې ته روان کال وړاندې کوي خو ممکن ملي شورا ته هم افغان ولسمشر په دې اړه په ننۍ غونډه کې توضیحات ورکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په تیرو نژدې دوو کلونو کې تل دا هڅه کړې ده چې له پاکستان سره ښه اړیکي ولري، خو د کابل له وروستي برید وروسته داسې ښکارې چې په ننۍ بیانه کې به په دې اړه هم د افغانستان بهرنی سیاست روښانه کړي.

 د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په کابل کې د تیرې  سې شنبې برید د حقاني شبکې او لشکر طیبه ډلې لورې په پاکستان کې پلان شوی و.

یو شمیر اقتصادي پروژې هم شته، لکه د کاسا زر، د ټاپي او د افغانستان دننه د اوبه خور وړې پروژې، ښایي اشرف غني په ننۍ وینا کې دې او یو شمیر دې ته ورته اقتصادي پروژو ته اشاره وکړي. خو تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ د دې وینا په اړه څه نه دې خپاره کړي. یو شمیر چارواکو د نوم نه یادیدو په شرط تاند ته ویلي دي چې دا وینا مهمه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *