تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ د ملي شورا دواړو جرګو ته په وینا کې د طالبانو او پاکستان په وړاندې زغرد او توند دریځ څرګند کړ.

ده له جګړې لاس نه اخیستونکي طالبان د پردیو تالي څټي وبلل، ویې ویل:«په افغانستان کې له بهرنیو اجیرانو سره د سولې د خبرو هیڅ لاره نشته.»

ولسمشر زیاته کړه، د داعش، القاعده، حقاني او ځینو طالبانو په شان ډلې د افغانستان دښمنان دي خو له هغو نورو سره به سوله وشي چې په افغانستان کې سوله غواړي.

ولسمشر غني چې د ملي شورا له غړیو سره د سلامشورې لپاره د ولسي جرګې په تالار کې وینا کوله، وویل:«زموږ خلک توقع لري چې موږ د پاکستان له خاورې څخه د افغانانو پر ضد د تروریستي فعالیتونو د دوام او د دغه هیواد په خاوره کې د تروریستانو د روزلو، او په وسلو سمبالولو د دوام په اړه، چې د ملګروملتو د منشور او پرېکړه لیکونو خلاف کار دی، نړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو ته شکایت وکړو.»

ده زیاته کړه، که پاکستان د سولې د څلور اړخیزې موافقې مطابق پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، افغانستان به د نړیوالو اورګانونو له لارې په افغانستان کې د تروریزم د خونړیو پېښو د عاملانو د تعقیب لپاره نړیوالو اورګانونو ته مراجعه وکړي.

په څلور اړخیزه موافقه کې پاکستان منلې چې طالبان به خبرو ته حاضروي او که خبرو ته حاضر نه شول د هغوی خلاف به په خپله خاوره کې اقدام کوي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز په شمول یو شمېر چارواکو ویلي وو چې که طالبانو روغه ونه کړه لږترلږه اقدام به یې دا وي چې د طالبانو مشران او د هغو د کورنیو غړي د پاکستان له خاورې وباسي.

ولسمشر غني، چې د پاکستان له ژمنو نهیلی شوی دی، وویل:« له پاکستان څخه تمه نه لرو چې طالبان دې د خبرو میز ته راولي، بلکې باید د څلور اړخیزو غونډو د پریکړو پر اساس د طالبانو خلاف پوځي عملیات وکړي.»

 ده په زغرده وویل، که پاکستان د وسله والو طالبانو پر ضد جدي اقدام ونه کړي افغانستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

محمد اشرف غني د طالبانو جنګ غوښتونکې ډلې جاهلې، ناپوه د پردیو د لاس الې او د افغانستان دښمنان وبلل خو په عین حال کې یې له طالبانو سره د سولې باب پرانستی وباله.

ده دا هم وویل چې نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان سولې ته حاضر کړي بلکې دا ورڅخه غواړی چې په خپله خاوره کې یې وځپي.

3 thoughts on “ولسمشر غني: پاکستان دې په خپله خاوره کې د طالبانو خلاف اقدام وکړي، کني نړیوالو اورګانونو ته شکایت کوو”
  1. افففففففففففف زما بې وسه، بې کسه او لاس تړلی ولسه… نور ولې باید په دې خبرو وخت ضایع شي!!! څه فکر کوئ چې ستا د وطن او خاورې قسم خوړلي دښمنان به له تا سره ستا په سوله، سوکالۍ او پرمختګ کې مرسته وکړي؟ هیڅکله هم نه. له تیر څخه له تاریخ څخه ولې ګټه نه اخلو، ولې بار بار تیر ایستل کیږو، موږ بیا چا ته د سوال و زاریو لمن غوړولې؟ ویل کیږي کله چې په یونان کې ښار په ښار حکومتونه وو، یو د بل په چارو کې د لاس وهنې مخنیوی په سوال او زاریو نه و رامنځ ته شوي، بلکی مقابل لوري ځان یوه داسې ځای ته رسولی و، چې د لاس وهنې ځواب یې په خپل عمل او زور سره ورکاوه. ته هم د دغه چارې ترسره کولو لپاره ډیر امکانات لري، په شکایت کولو او پوچو ژمنو هیڅ نه کیږي. نړیواله ټولنه تر ستا پر دې ښه پوهیږي چې ستا په وطن کې څه روان دي او تر شا یې څوک دي. یوازینی کار چې مرسته کولی شي، د رښتینې خدمت ترسره کول، د ځان رسول او د ژمنو کسانو ګمارل دي.

  2. ولسمشره وياړ يې، الله دې توفيق درکړي، انشاالله چې پاکستان به خپل د ټګۍ په رنګ کې کوټ خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *