تاند- پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد د فشار په نتیجه کې له قطر څخه د طالبانو د دفتر یو پلاوی کراچۍ ښار ته رسېدلی څو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
طالبانو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او د خپل پخواني مشر په نوم یې پسرلني عملیات اعلان کړي دي.
خو پر پاکستان د افغانستان د حکومت له دیپلوماتیکو فشارونو وروسته پاکستان وايي چې د ملا اختر محمد منصور پر ډلې یې فشار راوړی او دا ډله یې حاضره کړې ده چې په یوه میاشت کې دننه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا جان محمد او شهاب الدین دلاور شامل دي او ممکن په پېښور او کوټه کې د طالبانو یو شمېر نور مشران هم ورسره ملګري شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پوري په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د دغه وزارت ځینو سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د طالبانو پلاوی د افغانستان له حکومت سره د خبرو لپاره پاکستان ته ورغلی دی.
سرچینو وویل چې د طالبانو استازي به د هغو خبرو په پنځم پړاو کې ګډون وکړي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیز ګروپ نومول کېږي.
خو پاکستان ته د دغه پلاوي له تګ سره سره، چې ګومان کېږي د افغانستان له لوري پر پاکستان د انتقادونو د کمولو لپاره شوی، د طالبانو او پاکستان په وړاندې د افغانستان ولسمشر د دوشنبې د ورځې توند دریځ څرګند کړ.
د ولسمشر محمد اشرف غني پر څرګندونو طالبانو هم توند غبرګون وښود او ویې ویل، تر هغو چې بهرنیان په افغانستان کې موجود وي، خبرې به ونه کړي.
له دې داسي ښکاري چې طالب پلاوی بې وخته یا بد وخت پاکستان ته رسېدلی دی.