تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم ته د وېزې له ورکولو انکار کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وايي، جنرال دوستم روانه میاشت غوښتل چې له طالبانو سره د مبارزې پر لارو چارو له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته لاړ شي.

ورځپاڼې د یو شمېر امریکايي او افغان مقاماتو په قول ویلي ، څو ورځې مخکې تر دې چې جنرال دوستم، چې له ولسمشره وروسته د افغانستان دوهم ستر دولتي چارواکی دی، واشنګټن او نیویارک ته لاړ شي، د افغانستان حکومت ته پیغام ورسول شو چې امریکا نوموړي ته وېزه نه ورکوي.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت د دې لپاره چې دوستم ته سپکاوی وا نه وړي امریکا ته د ده سفر په پټه لغوه کړ.

ښاغلي دوستم د شنبې په ورځ له امریکا ږغ سره په یوه مرکه کې وویل چې د هیواد کړکېچن امنیتي حالات سبب شول چې د امریکا سفر لغوه کړي.

په پام کې وه چې جنرال دوستم د امریکا د سفر په ترڅ کې د مخدرو موادو په اړه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې غونډې ته وینا هم وکړي.

دوستم په مرکه کې وویل:«که حالات اجازه راکړي غواړم چې هلته سفر وکړم.»

ده دا هم وویل چې په امریکا کې ډېر ملګري لري.«زه په پینتاګون او کانګریس کې له خپلو ملګرو سره ښه بلد یم. غواړم د حالاتو په اړه له دوی سره وږغېږم. دوی باید دا مسله جدي وګڼي، کنې حالات به له کنټروله ووځي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان مرستیال ولسمشر ته د وېزې د نه ورکولو په باب څه ونه ویل، ویې ویل چې دا وزارت د افرادو د وېزې په اړه د دې لپاره تبصره نه کوي چې دا مسله محرمانه او شخصي وي.

5 thoughts on “امریکا د افغانستان مرستیال ولسمشر ته د وېزې له ورکولو انکار کړی”
  1. که امریکا زمونږ مرستیال ولسمشر ته ویزه نه ورکوي نو بل هیڅ یو افغان ته لازمه نه ه امریکا ته ولاړ شي

  2. دوستم ته سپكاوی نده. د امریکا پخوانی جمهور ریېس بوش لالا هم اورپا ته سفر نشې کوالای ځکه هغه د بشرې ناورین په قضیه کې چې په عراق او افغانستان کې پيښه شوې ده تورن ده. دا یوه عادي خبره نو دوستم لالا دې نه خفه کېږې

  3. یو ځل بیا هم امریکا زمونږ له ملت سره دښمنی په ډاګه کړه خو مونږ خپل دښمن نه پیژنو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *