ليكوال: مطیع الله همدرد –
کابل ادبي بنډار خپله ۷۱ مه غونډه د روان لمریز کال د غویي د میاشتې په ۳ مه نېټه، د جمعې په ورځ قرغې ته نيږدې د غازي محمد جان خان منځني ښوونځي په انګړ کې وکړه. غونډه ښاغلي نعمت الله صابر د اللهي کلام په څو سپېڅلو آیتونو سره پيل کړه.
ښاغلي ګل آغا احمدي د تېرې غونډې لنډ راپور وړاندې کړ چې په کې ممتاز زده کوونکي په ډالیو نازول شوي وو.
احمدي همدا راز وویل چې د کابل ادبي بنډار غونډې یې له دې کبله ځنډولې وې چې د ژمي یخ موسم و او ځينو ملګرو نه شوای کولای په غونډو کې ګډون وکړي.
ورپسې ښاغلی مجیب الرحمن محمودي دريځ ته پورته شو. محمودي د غونډې د لا پراختیا او ښه والي په موخه ځينې وړانديزونه وکړل او ویې ویل:
“کابل ادبي بنډار خورا لوی خدمتونه کړي دي چې باید وستایل شي خو په غونډو کې باید ځنډ او دمې زیاتې نه شي او د غونډو پر له پسې والی باید په نظر کې ونیول شي.” ده همدا راز وویل چې غونډه باید تر یوه کس پورې محدوده نه شي. هغه زیاته کړه چې کابل ادبي بنډار په خواله رسنیو (فېسبوک) کې هم یوه پاڼه لري چې باید د یو شمېر تکړه چلوونکو له خوا پر مخ یوړل شي او په کې د ادبي پنځونو تر څنګ ځینې نور ګټور مالومات هم خپاره شي. محمودي وړاندې تر دې وویل چې کابل ادبي بنډار باید په پوهنيزه او علمي برخه کې لکه د کتابونو په چاپولو او ګڼو نورو علمي چارو کې هم مهم رول ولوبوي.
د غونډې په لړ کې حبیب وقار ته هم د خبرو نوبت ورکړل شوهغه وویل: “د ویاړ ځای دی چې کابل ادبي بنډار یو اویایمه غونډه جوړوي،که چېرې يو کس په هره غونډه کې دوه دوه کلمې هم زده کړې وي، نو يو سل او دوه څلوېښت کلمې کېږي”
وقار د غونډې ځینو تشو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د کابل ادبي بنډار د ۷۱ مې غونډې له پاره کم شمېر کسان راغلي دي او لامل یې د غونډو ځنډول دي، که چېرې غونډې په خپل وخت ترسره شي دا ستونزه نه رامنځ ته کېږي. هغه زياته کړه چې بايد هوډ وکړو چې له دې ناستو کسانو که هر يو کس راشي بايد غونډه روانه وساتي
هغه زیاته کړه چې هر کس ته بايد دا حقور کړل شي څو د غونډې چارې پر مخ يوسي. ده د ښاغلي محمودي هڅې هم وستایلې او زیاته یې کړه چې تر دې مهاله یې په وردګو ولايت کې شپږ کتابتونونه پرانیستي چې وروستی هغه یې په کمپنۍ کې د امام ابوحنیفه کتابتون دی.
د غونډې د ویاند ښاغلي وحید الله اوریاخېل په بلنه ښاغلی ځلاند وردګ دريځ ته وبلل شو. ښاغلي ځلاند هم د ښاغلي وقار او محمودي خبرې تاييد کړې او وړانديز یې وکړ چې د غونډې په ورځ که څو کسان په خپلو فېسبوک پاڼو کې د غونډې خبرتیاوې خپرې کړي نو ډېری مينه وال به خبر او د بنډار برخه وال شي.
ښاغلي نصرت الله زیارمل هم ورته وړانديزونه لرل او ویې ویل: “که د غونډې له حاله په ليکلې بڼه هم د غازي محمد جان خان په شمول ځينې نور لنډ ښوونځي خبر شي ښه به وي”. هغه زیاته کړه چې په ډېرو ښوونځيو کې ډېری شاګردان د داسې غونډو ليواله دي خو له داسې غونډو خبر نه دي.
ورپسې ښاغلی احمدي یو ځل بیا دریځ ته پورته شو او له ټولو یې مننه وکړه چې د کابل ادبي بنډار د پرمختګ په موخه یې خپل وړانديزونه وړاندې کړل او خپله یې هم زیاته کړه چې له دې وروسته به د بنډار د لا پراختیا له پاره په میاشت کې یو ځل خپل منځي غونډه هم کوي.
په غونډه کې مطيع الله همدرد هم وويل چې بايد په اجندا کې کره کتنې يا د پرېزنتېشن له پاره دوه کسه وړاندې کوونکي په پام کې ونيول شي که چېرې يو ناسوب وي نو بل کس به خپله ليکنه، شعر يا پرېزېنتېشن وړاندې کړي.
ورپسې ښاغلي حبیب مظلومیار په یوه ښکلي ترنم سره مشاعره پیل کړه؛ چې ورپسې د تنکي، ماشومانو په ګډون ګڼو شاعرانو او د ادب مینه والو خپل شعرونه او غزلې وړاندې کړې.
وپتېیل شوه چې راتلونکې غونډه کې به د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي د هڅو په موخه چې په دې وروستیو کې یې د کمپنۍ د امام ابوحنيفه په شمول په وردګو کې شپږ کتابتونونه پرانیستي دي یوه نمانځغونډه جوړوي او تر څنګ به یې ښاغلی ځلاند وردګ هم خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي. له همدې سره غونډه د یوې لنډې دعايیې په ویلو سره پای ته ورسېده.