خبر پاڼه
۷ ثور ۱۳۹۵:
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د غوایي میاشتې په ۷ مه د خپل کار په دفتر کې د اروپایي ټولنې د آسیا او اقیانوس د بهرنیو خدمتونو له اداري رئیس ښاغلي ګونر ویګند سره وکتل. د اروپایي ټولنې دغه چارواکي په داسې حال کې چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي مایک میلبن هم حضور درلود، د افغانستان د مالیې له وزیر سره د ځان بسیاینې پر لورې د افغانستان د چمتو شویو اسنادو، د عوایدو په راټولیدو، د افغان دولت پر اصلاحي پروګرامونو، د افغانستان د پرمختیا پر نوې ستراتیژۍ، د فساد مخنیوي، سیمه ئیزې همکارۍ او د وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته د چمتووالي په اړه خبرې وکړي.
د مالیې وزیر د اروپایي ټولنې د استازي څخه مننه وکړه چې د بروکسل کنفرانس کوربه توب کوي او ډاډ یې ورکړ چې افغان دولت دواړو کنفرانسونو ته بشپړ چمتووالي لري، ځکه چې دغه کنفرانسونه د افغانستان له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي.
ده همدا راز د کرنې، ترانسپورټ، زیربنایي پروژو او نورو مهمو ساحو کې د لومړیتوبونو پر اساس د راتلونکو کلونو له پاره د افغان دولت په لرلید باندې هم رڼا واچوله.
د اروپایي ټولنې استازي د بروکسل کنفرانس د اجندا او ددې کنفرانس په ترڅ کې د نورو لیدنو په اړه معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه چې یاد کنفرانس د افغانستان له پاره ښې پایلې ولري.