تاند عموماً هغه لیکنې نه خپروي چې د افرادو په ستاینه یا غندنه کې وي. خو د دې لیکنې لیکوال ښاغلی مېړنی ادعا لري چې د هلمند د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ريیس په فساد نیول شوی، بېرته خوشي شوی او اسناد یې هم شته. تاند د ښاغلي وطنوال د ځواب خپرېدو ته د تیاري ترڅنګ د هلمند له نوي والي ښاغلي حیات څخه، چې په میدان وردک کې یې خپله ښه حکومتولي ثابته کړې ده، هیله لري چې دا موضوع وڅېړي. خو بیا هم په دې تاکید کوي چې هر چارواکی ممکن په مختلفو عواملو دښمن هم ولري ځکه تاند د لیکوال څرګندونې نه تاییدوي او نه یې ردوي.

——————————————

په دي کي شک نسته چي په هلمند کي روان ناورین او روان جنګ د نشه يي توکو قاچاق او اداري فساد جوړ کړی دی. هلمند د هیواد په جنوبي حوزه کي تر ټولو نا امنه ولایت دی. ډیرو سروې ګانو ښوولې چي د اروزګان او زابل ترڅنګ هلمند یوازینی ولایت دی چي پکښي د نشه يي توکو کرهڼه او اداري فساد اوج ته رسیدلي دي. په دې ولایت کې دومره نارواووې سوي چې خلک په لوی لاس طالبان سوي او د دولت پر ضد درېدلي دي او ځانونه یې د طالبانو غېږې ته غورځولي دي. د دولت سره د خلکو د فاصلې یو عامل هم د ناروا او فاسدو چارواکو پر وظیفو پاته کیدل دي. موږ په هلمند کي داسي رئیسان لرو چي تر څوارلسو کالو ډير پر خپلو وظیفو پاته سوي دی. هر وخت چي نوی والی راسی نو د هلمند ولس دا فکر کوي چي نوی والي به په فساد اخته رئیسان له وظیفو څخه لیري کړي خو یوه والي هم دا کار نه دی کړی. هغه وخت چي اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت اعلان سو بیا هم د هلمند ولس دا توقع درلوده چي هلمند کي به زاړه په فساد اخته رئیسان او ناروا چارواکي بدل سي خو تر اوسه دا کار نه دی سوی.

2هره میاشت په هر ریاست او اداره کي په ملیونو افغانۍ نوش جان کیږي خو هیڅوک سر نه په ګرځوی چي دا پیسې څه کیږي او چیري ځی. د دی ادارو ښه مثالونه د هلمند د کلیو پراختیا ریاست، د شهیدانو او معلولینو ریاست، د ترانسپورت ریاست، د عدلیې ریاست، د فواید عامې ریاست، د بریښنا ریاست، د معارف ریاست، د مهاجرینو ریاست، ښاروالي او نور یادولای سو.

د دې ډلی څخه د هلمند د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست ډیر په فساد کی اخته دی. د دې ریاست مسئولین درې واره بندیان سوی خو بیا د پیسو په زور ایله سوي. د هلمند د شهیدانو او معلولینو رئیس محمد نادر وطنوال یوولس کاله کیږی چي د معلم انور خان او خپلو پیسو په زور پر دي چوکی پاته دی. یوولس کاله مخکي پر بایسکل ګرځیدی اوس یی هر زوی په موټر کي ګرځي څلور کورنه یې په لښکرګاه کي جوړ کړي تر ټول ښه ښایسته کور یی د لښکرګاه په چهل متره سیمه کی دی. وطنوال یو ښایسته کور په کارته لګان کی هم لري دا کور یې خپل زوم ته ورکړی چی ژوند پکښي وکړي. وطنوال دوه کورونه د کندهار په عینو مینه کی لری. یو کور د کابل په قلعه فتح الله کی لری هغه یې په کرایه ورکړی.

محمد نادر وطنوال په هلمند کي ټول کشفی، امنیتی او نور اورګانونه رانیولی دی. هیڅوک هم د ولس ږغ د هغه په خلاف نه اوري. هره میاشت د هلمند د شهیدانو او معلولینو ریاست ته ۲۲۵ ملیونه افغانی راځي خو له دې نیمایی هم مستحقو خلکو ته نه ورکول کیږی. شپږ میاشتی مخکی د چټک غبرګون قطعې د هلمند د امنیت ریاست سره په همږغی د شهیدانو او معلولینو رئیس او څلور نور کارکوونکي په یوه میاشت کي د څلور ملیونه افغانیو په اختلاس ونیول چی رئیس یی ډیر ژر د ۵۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په بدل کی ځان خلاص کړ خو څلور نور مامورین لا هم بندیان دي. د کورنیو چارو د وزارت اړوند د کشف د ۳۵۰ ریاست ساحوی مسئول عبدالظاهر هغه مهال یوی خبری ناستی ته وویل چی د یاد ریاست چارواکو ډير اختلاس کړی و او تر هغه نه سی خوشی کیدای چی حساب ور نه کړی. متاسفانه چی رئس خلاص سو خو نور کسان لا بندیان دی.

په هلمند ولایت کی تیر کال ۱۳۹۳ د زمری پر څلورمه، د محمد نادر وطنوال پر ضد یوه مزاهره وسوه په دی مزاهره کی تر سلو زیاتو معلولینو ګډون کړی و په دی معلولینو کی د شهیدانو وارثی ښځي هم وی. هغوی پر وطنوال د فساد ډیر تورونه واچول خو وطنوال په مطبوعاتو کی هم پیسی تیری کړی بی غیرته خبریالانو دا خبرونه پټ کړه پر ځای یی سم یواځي د مزاهری راپور نشر کړ.

په دی ریاست کی۷۰۰۰ کسانو ځانونه ثبت کړي چې له دې جملې څخه یوازې ۳۶۵۴ کسانو ته خپل حقوق ورکول کیږي نور ټول جعلی کارتونه جوړ سوي او پیسې یې رئیس او د نورو کشفي او امنیتي ادارو مسئولو کسانو ته هم ورکول کیږي.

د شهیدانو او معلولینو کورینو ته رهایشی نمبر هم راغلی چي په دی نومرو کی هم ښه فساد سو وطنوال د خپل زوی نوید احمد وطنوال پر لاس دیرش نمبر خپلو دوستانو ته ورکړی. هغه وخت چی محمدنادر وطنوال بندی سو ژر یی خپل زوی نوید احمد وطنوال ته یوه مدین ټولنه د انصاف په نامه جوړه کړه دا هغه مدنی ټولنه ده چی په حقیقت کی د انصاف په خلاف جوړه سوه. وطنوال نور هیڅ کار نه لری د خپل پلار او خپل هغه اداری فساد چی په مستوفیت کې یې کړی دی د پټولو لپاره کار کوي.

محمد نادر وطنوال په خپل دفتر کی د محمد یعقوب په نامه د فلج په ناروغی اخته ځوان هم وواهه هغه چی کله د پولیسو اولی حوزی ته عارض سو محمد نادر وطنوال اولی حوزی ته ۱۵۰۰۰ افغانی ورکړی او د محمد یعقوب عارضه یی د دفتر اشغال دانی ته وغورځول. محمد یعقوب بیا بله لار نه درلودله د محمد الیاس داعی په واسطه یی د ازادی راډیو په (د انصاف په لټه کی) خپرونه کی ګډون وکی او خپل ږغ یی پورته کی خو تر اوسه هم د محمد یعقوب اواز چا نه دی اوریدلی.

محمد نادر وطنوال ځان ته مجاهد هم وایی خو داسی کارونه کوی چی کافر یی هم ولاکه وکړی. هغه پر رشوت اختلاس او نورو نارواوو سربیره په اخلاقی فساد هم اخته دی. د اخلاقی فساد خبره یی هغه وخت معلومه سوه چی د یوی ځوانی کونډی ښځی سره یی په خپل دفتر کی دری واره ناروا کړی وه هغی چی عریضه وکړه وطنوال پیسی تیری کړی هغې چې مطبوعاتو ته خبر ورکی وطنوال خبریالانو ته د ږیری روی ونیوی چی د بدلمنی خبر یی خپور نه کړی. خبریالانو بیا وروسته یواځی دهغه د اختلاس خبر نشر کړ خو د اخلاقی فساد خبر یی نشر نه کړ.

د یادولو ده چی وزارت مقام هم دا خبره منلی وه چی شپږ سوه کسانو ته جعلی اسناد جوړ سوی وو او پیسي یی رئیس او یو شمیر مامورینو جیبونو ته تللی.

پر دی ټولو ناوړه کارونو او اداری او اخلاقی فساد سربیره چی محمد نادر وطنوال پر خپل چوکی پاته دی او زوی یی د انصاف په مدنی ټولنه کی د خپل ناروا پلار دفاع کوی. بل شی نه جوړیږی بیله معجزی. موږ د هلمند ولایت اولسونه د هلمند د نوی والی حیات الله حیات او د کار ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزیر څخه غوښتنه کوو چی نادر وطنوال د قانون منګلو ته وسپاری که پورته خبری درته غلطی معلومیز هیله کوو چی د یوه هیئت په واسطه یی و څيړی. تاسو ته به د نورو رئیسانو د فساد په اړه داسی دقیق او د اسنادو سره معلومات وروسته وړاندي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *