۱۳۸۱ – هـ . ش کال سهار وو، زه او پلار مې له کور څخه کرې یعنې کولالۍ ته روان وو (البته هغه وخت زموږ کور د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې وو) په ښکاپر دروازه کې څو ځایه هلکان سره را ټول ول، د پلار څخه مې پوښتنه وکړه؛
– آغاجانه! دا هلکان څه کوي، چې پر دې خلکو را ټول دي؟
– دا مکتب دی، دا هلکان مکتبیان (د مکتب شاګردان) دي، دلته هلکانو ته درس ورکول کيږي. ته غواړ چې مکتب ووایې؟
-جواب مې مثبت وو،نه پوهېږم چې هغه وخت به مې دا خبره شعوري کړې وې که غیرشعوري، خو اوس ځان ډېر خوشبخته احساسوم ځکه مکتب مې بشپړه کړ او له پوهنتون څخه هم تېر (۱۳۹۴هـ ش) کال فارغ شوم.
یانې پلار مې زما او نورو اولادونو لپاره د تعلیم هیڅ تصمیم نه درلود. د اولاد د تعلیم او تربیې دا ډول سرنوشت یوازې زموږ د کورنۍ نه و/ دی، بلکې اکثریت افغانانبالخصوص پښتانه د خپلو اولادو د روزنې، تعلیم و تربیې، خوراک و څښاک او د ژوند د نورو اړخونو له پاره هیڅ منظم پلان او پروګرام نه لري، البته استثناهات به موجود وي، په دې کې شک نشته چې ځیني روشنفکره کورنۍ د خپلو اولادو د ښه راتلوونکی لپاره، شپه و ورځ تپ و تلاښ کوي خو کاشکي هره مور او پلار د اولاد له زېږیدو مخکې، د هغه د تعلیم و تربیې، خوراک او څښاک او راتلوونکي په هکله د مسؤلیت احساس ولري ځکه د والدینو دا ډولمسؤلیت آداینه د افغانستان د ښه آیندې زیری به له ځان سره ولري.
پلار مې زه تر لاس ونیولم، راساً یې معلم ته ور وستم، ور ته و یې وویل:
– غواړمدغه زوی مې په مکتب کې داخل کړم.
معلم، راته وویل:
– هلکه! نوم دې څه دی؟
– عصمت الله.
– د پلار نوم دي؟
– محمدولي.
– سبقونه دې څونده ویلي دي؟
– یوازې مې اول صنف ویلي دی او هغه هم زموږ پر همسایه باندې.
(البته مخکې له دې چې مکتب ته داخل شم، فکر کوم د طالبانو د آمارت وروستی کال به وو، زموږ یوه همسایه د خپلکور څخه یو دوکان رایستل وو او د کوڅې کوشنیانو ته یې د پیسو په مقابل کې درس وایه، ما هم پر ده باندې د اول صنف کتابونه شروع کړي ول، د ملالې او زمرک په نامه کتابونه ول.
معلم وپوښتلم:
– دیني سبقونه دې ویلي دي؟
– یا!
وروسته ته یې قلم او سپینه ورقه را کړ، چې خپل او د پلار نوم پرې ولیکم. ما هم د امر سره سم خپل او د پلار نوم په ډېر خراب خط ولیکل.
بیا یې د لس پورې د حساب د لیکلو راته وویل، په دې آزموینه کې هم کامیابه شوم،ما ته یې د شاباس په ویلو سره یې، زما پلار رخصت او زه یې په دوهم صنف کښې کښېنولم.
په صنف کې هلکانپر شینه ټاټ ناست او تورې تختې ته یې کتل، چې معلم حساب پرې لیکی،معلم په اشاره پوه کړم چې کښېنه، د شاګردانو سترګې هم زما طرف ته راواوښتې خو ژر یې بېرته پر تورې تختې باندې ښخې کړې، تختې ته ولاړ معلم، سپین تباشیر په ګوتو کې و او زده کوونکو ته د کورنی کار سوالونه لیکل.
شاګردان ټول داسې پراته ول لکه په مسجد چې مقتدیان په ملا پسې سجده کړي وي، بې له ما نور ټول په لیکلو مصروف ول، معلم را ته متوجه شو، چې لیکل نه کوم، نژدې راته راغلی، زما د نه لیکلو په علت پوه شو، چې قلم او کتابچه نلرم، په صنف کې ناره کړه:
– څوک بالابود قلم او کتابچه لري؟
د معلم د ږغ پهاورېدو سره مې د څنګ ملګري قلم او کتابچه راته ونیول، ما هم د نورو شاګردانو په شان له یوه څخه تر پنځوسو (۱-۵۰) پورې د حساب و لیکلو تهګونډې کت کړې.
یو ګړی وروسته بل معلم صنف ته راغلی، زموږ د معلم سره یېروغبړ وکړ، کله چې یې د شاګردانو خوا ته وکتل، ما ته یې پام شو، نژدې راغلی، راته و یې ویل:
– هلکه! نوم دې، څه شی دی؟
– عصمت الله.
– ښه! د احمدجان ورور یې؟
– هو.
– زه ستا ماما عبدالقدوس یم.
همصنفان مې حیران شول، چې دا څنګه ماما او خوریی دی، چې یو و بل نه سره پېژني؟
هو! متاسفانه زموږ او زموږ د ځینو خپلوانو تر منځ د تګ راتګ رابطه نه وه، نه پوهېږم چې د معلم عبدالقدوس سره ولې زموږ د کورنۍ د راشې درشې اړیکه نه وه خو زه چې اوس فکر کوم، له ځینو دوستانو به مې پلار او وروڼو په نه خبره خوابدي ول، هیڅ شی به تر منځ نه وو پېښوی مګر یو و بل ته به یې د دښمن په سترګه سره کتل.
د پښتنو تر ټولو بد خوی دا دی چې اول خو یو درځن اولادونه زېږوي چې د هغوی د تعلیم او تربیې هیڅ غم نه وي ورسره او بل د یو و بل خبرو ته غوږ نه نیسي، د یو و بل په خبرو پسې ځې، که یو څوک ور ته ووایي چې فلاني ستا په باره کې داسې ویل، دی بېله دې چې دا مالومه کړې چې دا خبره رښتیا هغه کړې ده که دا سړی درواغ راته ووایي، بس ورسره خوابدی شي.
مکتب رخصت شو او زه د کولالۍ پر خوا روان شوم، تر ماښام پورې مې په کره کې کار وکړ، کله چې کور ته ولاړم، مور ته مې د مکتبد شاملېدو کیسه وکړه، ډېره خوشحاله شوه. بیا مې ور ته وویل، معلم عبدالقدوس وویل چې زه ستا ماما یم او ته مې پر څېره وپېژندې ځکه احمدجان ته شوی یې.
مور مې له خندا شینه شوه او را ته وویل، هو! معلم قدوس ستا ماما دی، هغه زما د اکا زوی دی.
عصمت بهیر
۱۳۹۵/۱/۲۸