د هر ماشوم زوکړه ددې څرګندونه کوي چې خداى( ج )لا هم له انسان ناهيلى شوى نه دى. “تاگور”

      د ټاګور پورتنى مشهور نظر، موږ ته تر يو ځايه د ماشوم په اړه د ټاګور نظر او دريځ په ښه ډول څرګندوي او په دې مو پوهوي چې نوموړي ماشوم ته څومره درناوى درلود او شتون يې ورته څومره مهم و.

   خپله د نوموړي يوه زوى راتيندرناټ ټاګورهم د خپل پلار ددې طبيعت په اړه يو ځاى ويلي دي:  پلار مې نهايت ښه خوى او اخلاق درلودل، خو يو ډېر پېچلى موجود و، دده تر ټولو ښکلې او نېکه شېبه هغه وه چې له ماشومانو سره به يې لوبې پيل کړې، کله کله به موږ هم داسې احساسوله چې ګني هغه خپله ماشوم شوى دى.

    ټاګور له يوه فيلسوف، شاعر او پياوړي انځور ګر  ور هاخوا، د ماشوم د ادب يو غوره ليکوال، پيداګوګ(ماشوم روزنکى)، ښوونکى، د ماشومانو ارواپوه  او د ماشومانو په طبيعت او ذوق خبر  انسان دى.

نوموړي نه يواځې چې ماشومانو ته ګڼ شعرونه ليکلي، بلکې د خپلو عمومي شعرونو او اثارو په ترڅ کې يې هم د اصلي او ضمني پيغامونو له لارې د ماشومانو پر ازادۍ، پالنې او ازاده  روزنه  ډېر  زيات  ټينګار کړى دى.

ټاګور وايي چې که غواړى يوه ارامه، سوکاله او ازاده ټولنه ولرى، نو ددې لپاره اړينه ده چې پر ماشومانو لګېدلي قيدونه او  محدوديتونه لري شي، هغوى له خپل اصلي طبيعت سره وتړل شي او هغه غوټې خلاصې  شي چې د هغوى د خلاقيت او نوښت مخنيوى يې کړى دى.

نوموړى وايي:

   هغه ماشوم چې ډېرې ښايسته جامې اغوستې دي او د جواهرو قېمتي امېل يې په غاړه دى، ډېر ښکلى ښکاري، مګر د نورو ماشومانو غوندې معصومانه لوبې نه شي کولى او هغه خوشحالي ده هېره کړې ده.

دى چې قدم اخلي ښايسته جامې يې په پښو کې نښلي، له ده سره دغه ډار ملګرى دى چې کالي يې په خاورو نه شي، ځکه چې له نورو نه لېرې لېرې ګرځي او يوازې معلومېږي. دده حرکت ازاد نه دى او له خاورو نه ډېره ډډه کوي.

د ماشومانو مورې! د ماشوم دغه راز پاک ساتل چې دغومره قيد او تکليف ورسره وي، ماشوم ته زيان رسوي او له ډېر څه يې محرومي.همدغه شى دى نه پرېږدي چې د ژوند په صحنه او د انسانانو په ډله کې شامل شي .”لوړخيالونه ژور فکرونه/ د استاد الفت ژباړه”

يا:

اې زما بچيه! هغه وخت چې زه تاته د لوبو رنګين شيان راوړم، نو راته معلومه شي چې پر اوبو، اورېځو باندې دا رنګيني څه ده؟ او پر ګلونو باندې دا رنګ افشاني څنګه ده؟ هو! هغه وخت چې زه تاته د لوبو رنګين شيان راوړم. ( ګيتانجلي/ د استاد بېنوا ژباړه، ٣٢ مخ)

 دا په حقيقت کې له طبيعت سره د ماشوم پر ژوره اړيکه ټينګار دى. ده د هند پر ښوونيز نظام هم له دې امله نيوکې کړې چې د ماشوم د استعداد غوړېدو او خلاقيت لپاره څه نه لري،په دوديزه  يا سنتي بڼه مخته ځي، ځکه خو يې د بېوزله ماشومانو د روزنې لپاره د ځانګړي ښوونځي د جوړولو ارمان درلود او تر سره يې کړ.

دلته به د هغه د يوه  منثور شعر(دخوب غل) ژباړه هم وړاندې کړم چې نوموړي د ماشوم لپاره ليکلى او يوه ستړې مور د خپل ماشوم په الوتې خوب پسې ستومانه ده چې په حقيقت کې د ماشوم د ارام او ازاد طبيعت روزنې لپاره پيغام وړاندې کوي، دا شعر مې له دې ليکنې وړاندې ژباړلى و.

د خوب غل

    څوک دي چې د ماشومانو له سترګو خوب پټوي؟ بايد پوه شم. مور خپل منګۍ تر څنګ کړ، لاړه چې له ګاونډي کلي اوبه راوړوي. نيمه ورځ وه. ماشومان په لوبو راغلي وو او د اوبو مرغان په ډنډو اوبو کې غلي وو.

   شپون د هندي انځيرو تر ونه لاندې خوب وړى و،  ګوربتانو د وړاندې کلي په څنډه کې ځانونه غلي کړي وو. په همدې وخت کې د خوب غل راغى، د ماشوم له سترګو يې خوب غلا کړ او ولاړ. مور راستنه شوه، ويې ليدل چې ماشوم ټوله کوټه لټ په لټ کړې.

نارې يې کړې.

  چا زما د زوى خوب غلا کړ؟ بايد پوه شم، بايد هغه پيدا او بندي کړم،  دا غل  بايد په هغه تياره او ژور غار کې واچوم چې د سرېښناکو او ښويو ډبرو په سر وښوېږي او بېرته د راوتلو لار پيدا نه کړي.

    هغه به په خوبوړو سيورو کې  ولټوم ، هلته چې کوترې په خپلو ځالو کې د قوقو نارې وهي  او  له ستورو ډګو او ارامو شپو کې د پېريانو باريک غږونه غوږونو ته رسېږي.

  کله چې د شپې له خوا سمسور ځنګل په درنه چوپتيا کې ډوب شي او روښانه  شپه  پرې  هسې عبث خپله رڼا تباه کوي، نو له هر موجود سره چې مخ شم؛ دا به  ترې پوښتم:

  ايا دلته څوک شته، څوک به ماته ووايي چې د خوب غل چېرته ژوند کوي؟  چا زما د ماشوم له سترګو خوب غلا کړى؟ بايد پوه شم، که چېرته په لاس راغى، سم درس به ورکړم.

   په ځاله او  جونګړه به يې يرغل وکړم، ګډه وډه به يې کړم، څو ووينم چې دوى زما د ماشوم  ټول غلا شوي خوبونه چېرته انبار کړي دي. ټول به ترې لوټ کړم او کور ته به  يې راوړم.

    دواړه وزرونه به يې کلک وتړم او په سيند کې به يې لاهو کړم، پرېږده چې د کومې جبه زارې په منځ کې د اوبو د نيلوفرو(ګل) منځ کې له درګې(نى)  سره د ماهي نيولو لوبه وکړي.

ماښام چې کله بازار وتړل شي او کليوال ماشومان د خپلو مورګانو غېږو ته ستړي راستانه شي، نو همغه مهال به  شپني مرغان په غوږ کې ورنارې کړي چې اوس د چا خوب غلا کوې که نه؟

ټاګور په خپلو ګڼو اثارو کې له طبيعت سره خپل ژور تړاو څرګند کړى، له طبيعت سره يې مينه ښودلې او په دې نظر دى چې د انسان د لوړتيا او نړۍ پېژندنې لومړى ګام له طبيعت نه پيلېږي، ډېرى ټاګور پېژندونکي هغه ته پر طبيعت مين هنرمند وايي چې هغه ته يې تلپاتې شخصيت او نوم ورپه برخه کړى دى. دى  د طبيعت په اړه ځانګړي نظريات لري چې دلته پرې يو څه بحث کوو:

    له طبيعت سره د انسان اړيکه يوه ډېره لرغونې، پېچلې او تاريخي اړيکه ده، دا چې طبيعت څه دى او له انسان سره څه اړيکه لري؟ د پوښتنو يوه داسې ټولګه ده چې هم د لرغوني او هم اوسني بشر په ذهن کې ځاى لري.

   دې پوښتنې ته ځواب ورکول له هستي پوهنې سربېره انسان له فلسفې سره تړي او په فلسفه کې ورته د ځواب موندلو لټون شوى دى، ځينې پوهان ورته له ځينو عيني نښو نښانو ور نږدې شوې دي، د ځينو پوهانو نظر دادى چې دا اړيکه يوه قرار دادي اړيکه ده.

  انسان د خپلو ورځينو اړتياوو پوره کولو لپاره طبيعت ته اړتيا لري، طبيعت دى چې هغه ته خواړه، کالي، استوګنځى، هوا او نور …لومړني توکي برابروي چې دلته انسان له طبيعت سره د اړتيا له مخې تړل شوى دى.

رابيندرانات ټاګور بيا د طبيعت په فضا کې د انسان اړيکې ته د يوه طبيعي موجود په توګه ګوري، خو له دې ور هاخوا له ټولنيز چاپيريال او تمدن سره د هغه د عقلاني چلند په اړه هم خبرې لري او انسان داسې طبيعي او ټولنيز موجود بولي چې له طبيعت او تمدن سره يې تړاو دوه اړخيزه دى.

    ټاګور له طبيعت او تمدن( ټولنيز چاپېريال) سره د انسان د اړيکې په اړه څرګند تعريف لري او وايي: موږ به په طبيعي بڼه وحشي او په عقلاني بڼه متمدن شو، دا مانا چې د طبيعت په فضا کې طبيعي موجود او په ټولنيز محيط کې انسانان شو. سره ددې چې د ټاګور دا تعريف تر ډېره شاعرانه بڼه لري، خو دا په حقيقت کې له طبيعت او تمدن  سره د انسان د پخلاينې لټون دى.

     له طبيعت او تمدن سره دانسان  همغږي، له طبيعت سره د چلند په برخه کې د انسان وحشي او بې الايشه روح او وروسته يې د تمدن پر وړاندې  عقلاني چلند؛ په يوه ډول سره طبيعت او تمدن شتون ته بلنه ده، د ټاګور په افکارو کې د انسان د ټولنيز والي مفهوم  د يوه داسې انسان جوړولو لپاره هڅه ده چې له خپل طبيعت سره يې محکم خوى بوى اخيستى وي او له حدودو يې پښه وانه ړوي.

دلته له شک پرته چې يو له هغو زيانونو چې انسان په خپل محدوديت کې زندانې کوي، له طبيعت او تمدن سره محکمه اړيکه ده، ځکه خو ټاګور ددې محدوديت نه د مخنيوي او د انسان د لا زياتې تعالي لپاره انسان په دوو محيطونو(طبيعت او تمدن) کې په طبيعي وحشي او عقلاني توګه متمدن بولي.

بله هم د ازادۍ مقوله ده، د ازادۍ مقولې ته  د هغه په درې واړو ښوونيزو بنسټونو ( شانټي نيکټن، يسوابهاراتي او شري نيکټن) کې چې د ښوونځي، پوهنتون او ارام ځاى يا تفکرځي ماناوې لري، لومړيتوب ورکړل شوى، دده په اند چې ازادي  د بشپړې همغږۍ لپاره د حقيقت تر لاسه کول دي ، البته ازادي ته د ټاګور ليدلورى روزنيز ماهيت لري.

دى وايي چې انسان بايد د هغو لرغونو قيدونو او محدوديتونو ازاد شي چې لاس او پښې يې ورتړلې دي، خو دې ارزښت( ازادي) ته د رسيدو لپاره د انسانانو تر منځ د وحدت( يووالي) پر مسئله ټينګار کوي چې په وينا يې د بشريت عمومي اړتيا ده، خو حصول يې د بشريت د ډله ييز کار پايله ده.

    ټاګور وايي چې رېښتيني ازادي ته د رسېدو يواځينۍ لار د خلکو روزنه او پوهاوى دى. له ښوونې او روزنې پرته خلک هېڅکله هم دې نعمت ته نه شي رسېدلى، د خلکو روزنه په حقيقت کې د هغه څه نه د انسان  ازادي ده چې نا منلي او د خلاقيت پر وړاندې خنډ دي.

دى وايي که چېرته موږ وکولى شو چې يو يا دوه کلي د جهل او بېوزلۍ له بنده ازاد کړو، نو په ټيټ مقياس به په سراسر هند کې د يوه ارمان بنسټ کېښودل شي.

پورتنى بحث ته په پام سره ټاګور وايي چې د يوې مهذبې او پرمختللې ټولنې رامنځته کول د ماشوم له روزنې پيلېږي، خو د ماشوم روزنه هغه مهال موثره وي چې هغه له  هر ډول قيدونو او محدويتونو ازاد شي، ازاد فکر وکړي او د فکر د مرغه دالوت ساحه يې تنګه نه شي.

   دده د ازادۍ  فلسفه پر ښوونې روزنې او زده کړې ولاړه ده، تر څو چې ماشوم  خپله ازادي تر لاسه نه کړي، نو  خپلې ټولنې ته ازادي نه شي ور په برخه کولى، خو لکه څرنګه چې ټاګور په خپلو نورو مفکورو کې د فرديت پر ځاى جامعيت ته ارزښت ورکړى، په دې برخه کې هم ډله ييز کار موثر او بشپړ بولي.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *