ژباړن: نجیب الله علیزی

هندوستان نوی ډیلی

په مالیزیا کې یوې وزې داسي یو مرغومی زیږولي چی مخ یې انسان ته ورته ښکاري. د دې وزې مالک ابراهیم بصیر نومیږی وایې کله چې د وزې خونې ته ورغی وزه یې لنګه سوې وه خو د مرغومی په لیدو حیران سو ځکه چې مخ یې د انسان په رقم و.

دی وایي چې مرغومی د لږ وخت لپاره ژوندي و او داسي معلومیږي چي شاید مور یې تر پښو لاندی کړی وي او مړ شوی وي. ابراهیم بصیر ته مختلفو خلکو د دغه مړه مرغومي د جسد د ورکړې په بدل کې د پیسو وړاندیز وکړ خو هغه انکار ترې وکړ او ټینګار يې کاوه چي د مرغومي جسد حیواني کلینیک ته د پلټونو او علت څرګندولو لپاره وړي.

سرچینه: یاهو ویبپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *