پوتین او کریموف

تاند- د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف وايي، داسي ښکاري چې په افغانستان کې هیڅوخت جګړه پای ته نه رسېږي.

اسلام کریموف د سې شنبې په ورځ /اپریل۲۶/ په مسکو کې له خپل روسي ساري ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې وویل:«د افغانستان جګړه پای نه لري او د تونل په پای کې د کومې رڼا څرک نه لګېږي.»

ده وویل، څه چې په نړۍ کې پېښېږي له منځنۍ اسیا سره مستقیم ارتباط لري او افغانستان د منځنۍ اسیا له درو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره پوله لري خو لا هم په جګړو او مخالفتونو کې سوځي.

د ازبکستان ولسمشر زیاته کړه، امنیت د منځنۍ اسیا لپاره لومړنۍ مسله ده، د افغانستان د شخړې لپاره د ځانګړو هیوادونو له لوري هلې خلې کېږي خو روسیه پکې شامله نه ده او دا اساساً یوه سهوه ده.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف مسکو ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

مسکو ته د کریموف له سفر سره په یووخت روسیې ازبکستان ته ۸۶۵ ملیون ډالره پور وباخښه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *