تاند- د نړۍ اکثره ستر او پرمختللي هیوادونه اتومي برېښناکوټونه لري. اتومي برېښنا ارزانه او دوامداره ده. خو ځیني وخت بد ګوزار هم لري.
په وروستیو کلونو کې د څونامي له کبله د جاپان اتومي برېښناکوټونو ته اوښتی زیان سبب شو چې د جرمني په شان هیوادونه د اتومي انرژۍ په ځای د لمریزې انرژۍ په شان په متبادلې انرژۍ پسې لټې پیل کړي.
تر جاپان ډېر کلونه وړاندې یعني له نن څخه ۳۰ کاله وړاندې د اوکراین په چرنوبیل کې اتومي بټۍ وچاودېده او مضرې وړانګې یې خپرې شوې.
ایا په دې پوهېږئ چې له چرنوبیل څخه د راډیو اکتیف وړانګو مضر اثرات به څومره وخت نور دوام وکړي؟
ښايي باور مو ونه شي. په چرنوبیل سیمه کې به د دې وړانګو بدې اغېزې ۲۰ زره کاله او د دې سیمې په شاوخوا منطقو کې لږترلږه ۳ زره کاله دوام وکړي.
له بدو اغېزو منظور دا دی چې همدومره کلونه به انسانان پکې اوسېدای نه شي.

۳۰ کاله پخوا یعني په ۱۹۸۶ م کال د چرنوبیل د اتومي بټۍ څلورم نمبر رایکټر چاودنې ډېر کسان ووژل یا معیوبه کړل. په لکونو کسان یې مجبوره کړل چې له خپلو مېنو کډه شي، یوه پراخه سیمه او یو ښار، چې اصلاً د چرنوبیل د اتومي تاسیساتو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، له د انسانانو له اوسېدو ووت.
ویل کېږي چې اوس په متوسط ډول د چرنوبیل په سیمه کې په راډیو اکتیف د ککړتیا خطر د انسان لپاره د پېښې د وخت په پرتله څلور ځلې کم شوی خو لا هم دا سیمه خطرناکه ده.
د چرنوبیل د اتومي برېښنا کوټ د پروژې ريیس ایګور ګراموتکین د سپوټنیک خبری اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې چرنوبیل به کله د اوسېدو وړ شي؟ وویل:«تر۲۰ زره کلونو پوري هلته څوک اوسېدای نه شي او شاوخوا سیمې یې هم لږ ترلږه تر ۳ زره کلونو پوري د اوسېدو جوګه کېدای نه شي.»
د چرنوبیل پېښه د ۱۹۸۶ م کال د اپریل په شپږمه د شپې په یوه نیمه بجه وشوه خو د شوروي اتحاد زمانه وه او هر څه به پټېدل او حتي د پېښې په شاوخوا کې مېشت خلک هم ۳۶ ساعته وروسته خبر کړای شول.
د چرنوبیل چاودنه، چې ۲۰۰ ملیارد ډالره پرې ولګېدل، د تاریخ تر ټولو ګرانه تمامه شوې پېښه بلل شوې ده او لا هم د چاودلي رایکټر د ساتنې لپاره د اوکراین حکومت مجبوره دی چې زیاتې پیسې ولګوي.
اوس یو پولادي طاق ورته جوړوي چې یو نیم ملیارد ډالره لګښت غواړي. دا طاق به په راتلونکو۱۰۰ کلونو کې د راډیو اکتیف موادو د خپرېدو مخه ونیسي خو له دې سره سره د اتومي بټۍ په شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتر مربع ساحه کې، چې د اوکراین او بلاروس په پوله کې ځنګلونه او نیزارونه دي، انسان ژوند نه شي کولی.