ارشیف

تاند- پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له سفر سره په یو وخت دغه هیواد ته د امریکا د خاص استازي تګ راز راز ګومانونه رامنځته کړي دي.

له قطر څخه پاکستان ته د طالبانو پلاوی وروسته له دې لاړ چې افغانستان د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان پر نیت بدګومانه شو او اعلان یې وکړ چې نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي.

له دې سره په یو وخت د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو یوې کمېټې د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف څخه وغوښتل، په هغه صورت کې چې په افغانستان کې د پخلاینې پروسه ناکامېږي، د طالبانو خلاف د اقدام کولو پلان جوړ کړي.

طالبانو ویلي چې پلاوی یې پاکستان ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره پر سرحدي مسایلو، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ملابرادر پر خلاصون او نورو خپلمنځي اړیکو خبرې وکړي.

طالبانو دغه راز دا رد کړې چې درې کسیز پلاوی یې د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له رسېدو سره په یو وخت د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جنتن کارپینتر هم دغه هیواد ته لاړ او دې مسلې په پاکستان کې یو لړ اوازې خپرې کړې او وویل شول چې کېدای شي د دواړو سفر له یو بل سره بې ارتباطه نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *