نوربادشاه يوسفزی  –

کله چې سهار د لمر څيره د ايلم په غر ولګيده، کله چې مرغانو د بونير په ګلدرو کې چغار پيل کړ، کله چې شپونکيو غرونو ته، ماشومانو ښونځيو ته، مشرانو بازارونو ته مخه وکړه نو د بونير د يوې تورې، د غم او ماتم ډکې ورځې پيل وشو.

د يوې داسې ورځې پيل وشو چې د بونير هر مشر کشر يې په غم کې ډوب کړ، هر پښتون ضمير يې په خپل ذات کې ملامت کړ، هر ضمير يې وجړقوه، هر سړی د پيړو راهسې د بونير په زمکه اباد خپل هندو او سيک يار ته ملامته شو، هر پښتون فکر کولو نن به څه رقم د هندو او سيک يار د کور تر وره لاړ شم او د مور څخه يې د زوي په بابت مالومات وکړم، په بونير کې هر سړی دومره زهير ځکه دې چې د باباګانو او په دې پاکه خاوره نن وينه توېې شوې ده، هغه هم د هغه ا چې زمونږ نازولي دي، مونږ يې د ساتنې حق لرو، نن د اخلاقو او انسانپ فکر څښتن يو سيک سردار سورن سینګ شهېد شوی دی. د اخلاقو ستره نمونه سردار سورن سینګ چې د بونير څخه د اقليتو په يوه چوکۍ د خيبر پښتونخوا اسمبلی غړی وو د پښتنې خاورې رښتينې حلالي بچۍ وو، د سردار سورن سینګ په حقله ټولګيوال محمد شعيب خپلواک څه داسې ليکلي چې سردار سورن سینګ به کلي په کلي او کوڅه په کوڅه د ګر ځېدو د خلکو علاجونه کول، داسې چرته نه دي شوي چې د بونير خلکو د سيکانو سره جنګ يا شور کړې وي. سردار سورن سینګ زمونږ د سکول د پوهه او قابل هلکانو څخه وو، کله به چې هم زه کلي ته لاړم نو سردار صيب به سهار وختي پخير راغلې له راتلو، سورن سینګ زمونږ په کلي کې يوه شفاخانه درلوده او اولنۍ ډاکټر وو چې مريضانو ته به يې اصلي دوايانې ورکولې، سردار صيب زمونږ په سيمه کې يو مشهور شخصيت وو خو ولې په سياست کې د راتګ څخه په ټول پاکستان کې مشهور شو، د ده مرګ د بونير د پاره لويی تاوان دی. سردار سورن سینګ وخت له سره د سيمې د خلکو سره ښې اړيکې لرلې نو چې کله د پارليمان ممبر نو د ځان د پاره د ساتونکو لرلو د پاره يې بې غوري څخه کار اخيستلو او په خلکو هم د دغې اعتبار احساس ترې په داسې حال کې ژوند د لاسه واخيستو چې د کلي په کوڅه کې پرته د ساتونکو روان وو، او په ډزو و ويشتل شو، که څه هم د بونير پوليس د قاتلانو په نيولو کې کامياب شوي او د هغوي په اړه يې ميډيا ته پوره رپورټ وړاندې کړې خو ولې هيله نه شي لرل کیدی چې دا کيس به هم دغه شان تر اخره ګرم پاتې شي. اولس به پريږدو د نړۍ په نورو هيوادونو کې که د پارليمان په يو غړي د کرپشن تور هم راشي زر تر زره چوکۍ پريږدي او محکمې ته وړاندې شي خو پاکستان کې بيا د پارليمان غړي و وژل شي، څوک غږ نه کوي، يوه ورځ دوه په ميډيا او پارليمان کې پرې چغې سورې وشي او بيا خبره پاتې شي يعنې تير په تير او هير په هير حساب شي، سردار سورن سنګه بيا يو پښتون وو او پاکستان کې د پښتون وينه هيڅ ارزښت نلري هغه که د يو وزير يا يو عام مزدور ولې نه وي. سردار سورنګ د بونير نازولی وو، د خلکو اتل وو، بلها ډېر کارونه يې کړي وو، غم ښادي يې لرله، ټول بونير يې په مرګ غمژن دی، مرګ يې د بونير وير دې، د تحريک انصاف حکومت پکار ده د هغه مرګ د سياست ښکار نه کړي، د هغوي کورنۍ ته انصاف ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *