تاند- د افغانستان حکومت په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکو د بمبارۍ په اړه د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د راپور هرکلی وکړ.

په کندوز کې تېر کال د اکتوبر په درېمه د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د روغتون د کارکوونکو، ډاکترانو او ناروغانو په شمول لږترلږه ۴۲ تنه ووژل شول.

ارګ نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت د دې پېښې په تړاو د تحقیقاتو او اقداماتو د څرنګوالي په برخه کې ډاډ لري.

د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د حملې د تحقیقاتو نتیجه خپره کړه خو ویې ویل چې په کندوز کې دا برید جنګي جنایت نه و، بلکې انساني تېروتنه وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان جنرال جوزف ویتل پنټاګون ته وویل چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو ۱۶ عسکر د دې پېښې په ارتباط تنبیه شوي دي.

“په څېړنو کې داسې نتیجه اخیستل شوې چې هغه کسان چې په پېښه کې یې لاس درلود، نه وو خبر چې روغتون یې ویشتی دی، د هغوی هدف د بې پولې ډاکترانو د روغتون په ۴۰۰ مترۍ کې د وسله والو طالبانو یو مرکز و.”

د افغانستان حکومت د امریکا د دې ډاډ ملاتړ کړی چې بیا به دا ډول تېروتنه نه کېږي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره به تدابیر غوره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *