تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش وايي، د افغان امنیتي ځواکونو پراختیا له جدي ستونزو سره مخامخ ده.

جان سوپکو د امریکا کانګریس او دفاع وزارت ته په خپل تازه راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د ستونزو د یادولو ترڅنګ ویلي چې باید امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم نه کړي.

ده ویلي چې د افغان ځواکونو د اغېزمنتوب د څېړلو لپاره د دغو ځواکونو د څارنې محدودیت تر ټولو لویه ستونزه ده.

ده همداراز ویلي چې امریکايي سلاکاران د افغان ملي اردو له کوچنیو جزوتامونو سره په لږه پیمانه او غیرمستقیم تماسونه لري چې له کبله یې د عملیاتو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا د افغانستان د دولتي ادارو پر راپورونو اتکا کېږي.

جان سوپکو د افغان امنیتي ځواکونو د کره او باوري شمېر په اړه د معلوماتو نشتوالی هم یو مشکل بللی او ویلي یې دي چې اوس نه امریکایان او نه هم افغان چارواکي په دې پوهېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو دقیق شمېر څومره دی.

د سیګار مشر یادونه کړې چې څرګنده نه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو څومره کسان په وظیفه کې دي او څومره نور نه دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کاغذ پر مخ د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د سرتېرو شمېر ۳ لکه ۵۲ زره دی خو عملاً د افغان امنیتي ځواکونو شمېر هیڅکله دې حد ته نه دی رسېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *