اباسین

د یرغملو له لورې د ۱۴ کلن اباسین وژل په ټولنیزو رسنیو کې د ورځې توده مساله ګرځیدلې ده. اباسین په ډیرې بې رحمۍ وژل شوی او  د راپورونو له مخه د پیښې عاملان نیول شوي دي. اکثر هغه افغانان چې فیسبوک لري، د دې کسانو د سمدستي وژلو غوښتنه کوي. دوی استدلال کوي که داسې وشي نور خلک به دا زده کړي چې ورته اعمال ونه کړي. ځیني بیا دا اندیښنه لري چې د اباسین د قاتلانو شاته خامخا ځیني غښتلي کړۍ لاس لري، ممکن هغوی هڅه وکړي چې دا  مشکوک کسان بیرته خوشي کړي.

یو شمیر کسان دا خبره کوي چې دا کسان دې قصاص شي او که چیرته شرعي حکم تطبیق شي خلک به له جنایته لاس واخلي.

که ورته پیښه په یوې عادي ټولنه کې، مثلا په یوه اروپایي هیواد کې رامنځته شي د خلکو عکس العمل به بل ډول وي. ښه بیلګه یې د ناروې پیښه ده چې له ننه نژدې پنځه کاله مخکې پکې یوه تن په لسګونو کسان په څو ساعته کې ووژل. دا کس اندرس برینګ بریویک نومیږي چې  په ۲۰۱۱ کال کې یې   په اسلو کې په یوه موټر کې د دفترونو مخکې چاودنه وکړه چې اووه تنه پکې ووژل شول بیا یې د اوتویا په ټاپو کې د ناروې د کارګر ګوند ۶۹ تنه چې اکثر یې تنکي ځوانان وو، ووژل. د دې دواړو بریدونو په ترڅ کې ۷۷ تنه ووژل شول.

چې کله بریویک ونیول شو. نارویژیانو خبره قضا ته پریښوده او ځینو کورنیو خو له تلویزیونونو وغوښتل چې دا قضیه بیا بیا یاده نه کړي، ځکه چې د دوی په باور د کورنۍ پر ماشومانو ناوړه تاثیر کوي.

محکمې بریویک ۲۱ کاله زنداني کړ. یوه اونۍ مخکې محکمې په ناروې کې د بریویک د دې شکایت ملاتړ وکړ چې ویلي یې و، په زندان کې له ده سره له بشري حقونو سره سم چلند نه کیږي. محکمې مساله وڅيړله او حکم یې وکړ چې بریویک په حق دی چې وایي،  د کورنۍ غړي دی د نورو بندیانو په څیر ډیر نشي لیدلی. محکمې په تاوان کې د ناروې دولت نژدې ۳۶ زره ایرو جریمه هم کړ.

د محکمې دا پریکړه یو شمیر کسانو داسې وغندله چې ویې ویل، بریویک او نور زندانیان زموږ په نظر توپیر لري، ځکه چې د ده پیښه د ناروې په تاریخ کې د یوځایي قتل بیسارې بیلګه ده. خو د دې لپاره چې محکمې حکم کړی وو، اعتراضونه په رسنیو کې تر همدې حد پورې محدود پاتې شول.

موږ ولې د ناروې د خلکو په څیر فکر نه شو کولی؟

ناروې یوه سالمه ټولنه ده. جګړې پکې نشته نه پکې طالبان شته چې ځان مرګي وکړي او نه هم پکې اداري فساد شته چې د خلکو حق پکې وخوړل شي، خو د ناروې خلک د یوې سیکولر ټولنې په چوکاټ کې له کلونو کلونو وروسته دې مرحلې ته رسیدلي دي چې پر خپلې قضاییه قوې یې د قربانیانو کورنۍ هم تر ځانونو زیات باوري دي.

زموږ په جګړې ځپلې ټولنې کې که چیرته یو شمیر ځوانان احساساتي خبرې کوي او په عام محضر کې سمدستي د مشکوکو کسانو د اعدام غوښتنه کوي، یو شمیر تعلیم یافته مو هم ورته غوښتنې کوي او دې ته فکر نه کوي چې بیړنۍ محکمې ډير کله د پیښو تر شا پټ لاسونه پټ ساتي.

په دې کې هم شک نشته چې د ملي وحدت د حکومت مخالفان هم له هرې وسیلې پر حکومت د فشار راوړلو هڅه کوي، یو شمیر هغه کسان چې په ښکاره وایي، دا حکومت قانوني نه دی او پریکړې یې د منلو نه دي له ولسمشره غواړي چې د اباسین قاتلان علني اعدام کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *