په پيل کې عظيم شاعر د دروېش دراني دوه بيتونه :

يوه بلا چې ځي زما له کوره

وايي زه لاړمه اوس بله راځي

بل بيت :

لکه بلا يوه يوه د کال تر پايه راځي

دلته ستا درې سوه پنځه شپېته شپې خدايه راځي

دا اونۍ هم ترخه تېره شوه، دومره ترخه چې زه پکې دوه پېښو وژړولم، يود پکتيکا د ولايت مقام  د وياند نبي الله پيرخيل د پلار شهادت وو، چې په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم له امله روح له ابديت سره وصل شو،او بله يې د پکتيا ولايت د يوه تنکي ځوان (اباسين) تر تښتول کېدو وروسته د هغه بې روحه جسد د ده کورنۍ ته ور سپارل. ۱۴ کلن اباسين پنځه مياشتې وړاندې د کابل له شاشهيد سيمې وتښتول شو او تېره ورځ يې مړی د لوګر په خاک جبار ولسوالۍ کې وموندل شو.

دغه دواړه پيښې دومره دردونکې وي چې آن ټول ولس يې وژړاوه اواکثره وجدانونه يې په خپل انسانيت شکمن کړل، نبي الله پيرخېل يو موسک ځوان دی، کله مې هم نه ووليدلی چې په څېره کې يې د خپګان نښې شتون ولري، داسې ښکارېده چې پلار ناز ورکړی وو او آن اوس يې هم نازاوه. خو زموږ دوښمن چې هم بخيل دی او هم ظالم د پيرخېل پلار يې شهيد کړ او په نبي يې د خوشالي بخل وشو، پيرخېل بې پلاره شو. ما چې د نبي حال هره ګړی تصور کړی او يامې ده ته ورپېښه واقعه د خيال په مرسته په ځان ليدلې ژړلي مې دي.

د پيرخيل درد لار ټکور نه وو چې رسنيو د يوه تاند ګل د رژېدو خبر خپور کړ، ګل اباسين د هر چا فسبوک ته ورغی او هېڅ ويښ کس يې بېغمه پرنښود، ده په هره فسبوک پاڼه خپلې اوښکې تويي کړې او له هر چايي وغوښتل چې معصوم کاته او معصومه څېره يې وژباړي. داسې مې انګيرله لکه فسبوک چې يوه لويه هديره وي چې هره ورځ بايد يوکس پکې له ژوند سره مخه ښه وکړي او ځان تر خاورو لاندې کړي او موږ بيا لکه ځينې ملان له درده او ځينې د نورو له شرمه ريښتنی او کاذب وير وکړو، تازه وير ژر هېر کړو او د نوي لپاره تابيا ونيسو.

 هو همداسې ده موږ نوي وير په شد مد غندو مګر سبارانه هير وي، په دا تېر يوه يونيم کال کې د څو داسې پېښو شاهېدان ياست چې انسانيت او اسلاميت يې نشي زغملی، د فرخندې وير، په کونړ کې د يوې کورنۍ د آتو غړو چې پنځه يې ماشومان وو شهيدان کول، د وردګو پېښه، د کابل دا وروستۍ چاودنه او نور … ما آن هغه وخت هم ويل چې دغه ټولې پيښې به ژر هېرې شي. د دغه ژر هېرېدو دليل نشم موندی خو لکه موږ افغان چې موقتې حافظې لرو ځکه خو لس کاله مخکې چې څه را باندې تېرشوي نن مو داسې هېر دي لکه هېڅ چې تېر شوي نه وي خو نورو قومونو چې د طالبانو او مخکنيو رژيمونو په دوران کې وهل ټکول وخوړل داسې يوموټی دي چې تصور يې نشي کېدای.

اوس ټول ولس له دولت غواړي چې د اباسين قاتلين دې عدام شي، دا غوښتنه ولس ولې وکړي، آيا قانون به هر وخت د ولس په غوښتنه پلی کيږي؟ يا قانون مشورو ته اړ دی ؟ ځواب نه دی . نو ولې خلک بې باوره دي او چيغي وهي چې هر مجرم د خپله قانوني او حقوقي سزا وويني؟ دا ځکه چې قانون نه پلی کيږي، عدالت نه تطبيق کيږي، په عدام محکوم کس نه عداميږي… دغې پېښو خلک په دولت بې باوره کړي او اوس هم فکر کوي چې که يې ورپريږدو نو د اباسين قاتلين به هم خوشي شي.

که هر مجر سزا ليدلې وای، نن د ډېرو پېښو مخه نيول کيدای شوه، زموږ په ټولنه کې چې لاهم فکر او عقل کامل بلوغ ته ندي رسيدلي، احساسات او عواطف کمزوري دي. نو عدلت او سوله نا ممکن دي او که غواړو چې ستونزې کمې شي نو ډار بايد وي، ډار د بې احساسه او جابرو کسانو د اصلاح يوازينۍ لار ده.

تاند اباسين د نهو خويندو يوازينی ورور هم دی، په پښتنو کې که نهه وروڼه خور ونلري پروان نشته مګر نهه خويندې چې بې وروره وي دا بله لویه غميزه ده، دا داسې اور دی چې سړېدل يې کلونه کلونه وخت غواړي.

ويل کيږي چې د اباسين قاتلين نيول شوي. چې په فسبوک کې خلکو هی هوی جوړ کړ په يوه ورځ کې تښتونکي قاتلين ونيول شول يانې کشفي او امنيتي اورګانونو خپله دنده اجرا کړه، اوس يوه پوښتنه دا هم ده چې ولې دا پنځه مياشتن پوليسو خپله دنده او مسئوليت نه تر سره کاوه چې اباسين ژوندی ژغورل شوی وای، چېرته داسې خو به نه وي چې پدې او دې ورته پېښو کې دوی هم لاس لري؟ قاتلين په يوه ورځ کې نيول کېدای شي او تښتوونکي په پنځه مياشتو کې نه نيول کيږي دا ولې؟

نن سبا د هر افغان ژوند په ګواښ کې دی په تېره د پښتانه افغان غير پښتانه افغانان ښونځي وايي، کانکور ورکوي او موږ چاړې لاسو کې نيولې او بيا وايو دا دنورو مداخلې دي، ددې کار پايله به لس پنځلس کاله پس خامخا ووينو او هغه متل به راته د کاڼي کرښه ښکاره شي چې وايي . عقل اوغان(افغان) پس ميايه .

په کار ده د خپل بام واورې په نورو وا نه چو نن که زموږ ښونځي تړلي او د نورو پرانيستي نو زموږ کمزوري او د نورو ځواک ښيي. تر اوسه ناوخته نده اوس هم سر وخت دی، راځئ چې يو موټی شو، يو تن شو، وطن او راتلونکی نسل وژغورو.

۱۳۹۵-۲-۱۱

One thought on “عقل اوغان پس ميايه! / محب الله آرمل”
  1. هوحکام چه فاسد وی فساد زیاتیږی ،همدا مفسدین ځان مستحق د حکومت بولی او وایی موږ مصلحین یو!!!
    الله عزیز ذو انتقام ذات ، ظالمان ښه پیژنی هغه دی دټولو مظلومانو انتقام واخلی
    ربنا لا تجعلنا فتنة للقوم الظالمین ونجنا برحمتک من القوم الکا فرین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *