تاند- وسله والو طالبانو د مشرانو جرګې د یوې غړې زوی هغه مهال یرغمل کړ او اخښی وواژه چې د غزني ولایت په مُقر ولسوالۍ کې یې د هغوی د سپرلۍ پر موټر برید وکړ.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وویل، په مشرانو جرګه کې د غزني د سناتورې بخت بي بي پر زوی او اخښي پرون د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار په لویه لار کې برید وشو.

د احمدي په وینا دوی غوښتل چې مقر ولسوالۍ ته لاړ شي چې وسله والو طالبانو پرې یرید وکړ.

د بخت بي بي اخښي د غزني ښار د پولیسو په څلورمه حوزه کې کار کاوه.

پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او له وسله والو طالبانو سره یې نښته وکړه چې په نتیجه کې یې شپږ وسله وال طالبان او دوه تنه ملکیان، چې په یوه بل موټر کې سپاره ول او له کندهاره غزني ته روان ول، ووژل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ هم په غزني کې په ورته پېښه کې د ملي شورا پر یوې وکیلې برید شو چې په پایله کې یې د هغې خاوند ټپي او زوی ووژل شو.

One thought on “په غزني کې د مشرانو جرګې د یوې غړې زوی برمته او اخښی ووژل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *