کله چې خاموش غږ زما توري ښکل کړي، زه هغه درک کوم او له همدې لارې ځان پيدا کوم
“ټاګور”
د نړۍ ټولې سترې ژبې د بدلون په حال کې دي، کومې ژبې چې د بدلون او تحول سره مقاومت کوي، ځانساتې (محافظه کاره) وي، د زوال خواته ځي او هېڅکله به هم ددې چانس ونه مومي چې په خپلو ادبياتو او افکارو کې سترې لاسته راوړنې او بېلګې ولري، په نړۍ کې ټول انساني خوځښتونه په سترو ارمانونو او فکرونو پورې اړه لري.
رابندرانات ټاګور ته (د هند د معنوي ميراث غږ) نوم ورکړل شوى، نوموړي د ادبياتو او هنرونو په بېلابېلو ژانرونو کې تلپاتې اثار رامنځته کړي، خو په څه يې چې زيات حساب کېږي؛ د ټاګور اوچته او فلسفي شاعري ده چې له هستي نه په کې ژور درک لري.
د نوموړي په شاعرۍ کې هستي او وجود تر ټولو زياته د تعجب او حيرت نه ډګه موضوع ده. دى وايي: ((د ژوند تر ټولو ژور او بنسټيز شوق او تمنا، د وجود لرلو تمنا ده.)). د تاګور پر شاعرۍ به له خبرو وړاندې د بنګالي ژبې او ادب د مخينه په اړه هم څه معلومات وړاندې کړو.
بنګالي ژبه او ادبيات په هند کې لرغونى تاريخ لري، ډېرو زړو اثارو يې اوس هم خپل نوم او شهرت نه دى بايللى چې د ارواښاد استاد بېنوا د وينا له مخې د بنګالي تهذيب او ادب تاريخ پيل له ١٢٠٢زېږديز نه وروسته پيل شوى دى.
له دې کال وروسته د بنګالي تهذيب او ادب په وده او پياوړتيا کې تر ډېره مسلمانانو ونډه درلوده چې په دې برخه کې د افغان شاهانو او اديبانو ونډه هم د هېرېدلو نه ده.
تر اتلسمې مېلادي پېړۍ پورې د بنګالي ژبې ادبيات د ليکنو او ژباړو له لارې مخ پر وده روان وو، خو له دې نېټې وروسته يې مخ پر ځوړ حرکت پيل کړ چې ستر لامل يې د انګرايزو يرغل او د بنګالي ژبې پر ځاى انګريزي ته ارزښت ورکول وو.
د ١٩مې پېړۍ په نيمايي کې د ټاګور کورنۍ بېرته بنګالي ژبې او ادب ته نوې ساه ورکړه، د انګريزي اغېز يې کم کړ چې د ټاګور له کورنۍ پرته نورو بنګالي شاعرانو لکه ايشورګپنا، رنګ لال، دينابندها، او اوبنکم چندرا هم بنګالي ژبې او ادب ته ډېر کار وکړ.
له ټاګور نه وړاندې د ټاګور د کورنۍ ځينو مشرانو لکه جوتندروموهن ټاګور، بديا سندرا ناټګ، سرندروموهن ټاګور او مکتاولي هم د بنګالي ژبې او ادب د پياوړتيا په موخه مټې را بډوهلې وې، د خپلې ملي ژبې لپاره يې هر اړخيز علمي اثار ليکلي او ژباړلي دي.
خو په شلمه پېړۍ کې ټاګور د خپلو شعرونو او نورو ټولنيزو اثارو د رامنځته کولو له لارې په بنګالي ژبه او ادب کې نوې ساه پوه کړه. ټاګور نه يواځې چې د بنګالي ژبې معاصر ادب روښانه کړ، بلکې ددې ژبې د کلاسيک ادب پټې ښکلاوې يې هم په خپلو څېړنو کې را برسېره کړې.
کله چې د ټاګور د شاعرۍ او سبک په اړه خبرې کوو، نو د هغه د ژوند نورو اړخونو په څېر په دې موضوع پوهېدل اړين دي چې ټاګور يو نړۍ ليدلى انسان دى، د شرقي او غربي ادب او موسيقي سره پوره اشنايي لري، ځکه خو يې په شعر او سبک کې هم دغه متضادې ښکلاوې او اغېزې ژورې رېښې لري.
نوموړي د ماشومتوب له مهاله، ياني مخکې له دې چې د يوه مخکښ شاعر په بڼه راڅرګند شي، د بنګالي ژبې کلاسيک ادب لوستى، د شرقي کلتور او تاريخ مطالعه يې کړې اودا يوه داسې دوره وه چې ځان ېې په کې ورک کړى، خو وروسته له خپل ځانګړي سبک سره را څرګند شوى دى چې عمومي ځانګړتيا يې د غربي او شرقي ښکلا او ادب ترمنځ يوه درېيمه لاره يا درېيمګړى ترکيب دى.
دى په خپلو ډېرو ساده ليکنو او نثرونو کې هم شاعر پاتې شوى، ډرامې او تمثيلي ډيالوګ کې يې هم شاعرانه ژبه او خواږه لري، هنر يې د طبيعت انځورګري او ورسره ژوره مينه ده. له شاعرۍ سره په نورو نږدې هنرونو لکه موسيقي، نقاشي او کمپوز جوړونه کې يې هم لوى لاس درلود.
په پيل کې چې کله نوموړي په کلکته کې په بنګالي ژبه شاعري کوله، نو د بنګالي ژبې د کلاسيک سبک پير و و، د خپلې ژبې معاصر ادب او شاعري يې چندان په زړه جوړه نه وه.
د استاد بېنوا په وينا چې نوموړي په ځوانۍ کې د بنګال د “وېشنوا” ادبي مکتب د شاعرانو ګڼ اثار لوستي وو چې دى يې په پوره ډول ځانته جذب کړى و.
په بنګالي ژبه د ټاګور لومړي شعرونه د ويشنوا ادبي مکتب د شاعرانو چندي داس او ودهياپتي د سبک او اوسلوب پراخه پيروي کوي. وروسته يې خپل دا شعرونه د(بهنوسنګ) په مستعار نامه خپاره کړه چې د خپل عصر ټولو ځوانو شاعرانو يې په (واه- واه او ډېر ښه ) بدرګه کړل.
د نا اشنا شاعر بهنوسنګ دا شعرونه د بنګال په مجلو او خپرونو کې پرلپسې خپرېدل، په ادبي ناستو او محفلونو کې پرې کره کتنې او ستاينې روانې وې.
دوى ويل چې د بهنوسنګ شعرونه د بنګالي زاړه ادب ډېر ممتازې او عالي بېلګې دي، خو په ورته وخت چې ټاګور کوم شعرونه په خپل نامه خپرول، نو دهغوى د غندنې سره مخ وو، ګڼ عيبونه به يې په کې لټول او حتى خنداګانې به يې ورپورې کولې.
ټاګور د خپل بهوسنګ مستعار نامه شعرونه راټول کړل او په ١٨٨٤ کال کې يې د(بهنوسنګ اتهاکور پاوايلي) په نامه شعري ټولګه کې خپاره کړل.
ددې شعرونو محبويت تر دې کچې وو چې د بنګال يوه اديب او عالم (کنتاچترجي) په جرمني کې د خپلې دوکتورا زده کړو پرمهال د خپل تيزس موضوع د زاړه بنګالي ادب او اروپايي غنايي شاعرۍ د پرتلنې په اړه غوره کړه چې ددې لپاره يې همغه د بهنوسنګ شعرونه غوره کړي وو.
نوموړي په خپله دې څېړنه کې د بهنوسنګ شعرونه د بنګال د لرغوني ليريک ادب د غوره بېلګو په توګه وړاندې کړي وو، خو ډاکټر صاحب له دې ناخبره و چې دا شعرونه د ده د يوه داسې همعصره شاعر لخوا ليکل شوي چې په خپل اصلي نامه لاهم د بنګال ادبي محفلونو کې رټل کېږي.
په انګريزې ادب کې د ټاګور پراخه مطالعې هم پر نوموړي اغېزې پرېښې، په ځانګړي ډول د شيلي او ګيټس د سبک اغېزې يې په شعرونو کې څرګندېږي.
ټاګور د نړيوال شعر پراخه مطالعه درلوده، د نړۍ هر هېواد ته د سفر پرمهال يې خامخا د هغه هېواد د ادبي اثارو مطالعې ته وخت ځانګړى کولو چې په توګه به يې په شعر د نړيوالې شاعرۍ يو څه اغېز هم پرېوتى وي.
د بېلګې په توګه کله چې جاپان ته په سفر ولاړ او بېرته را ستون شو، نو په ١٩٢٦ کال کې يې د (ځلانده شپې) په نوم شعري ټولګه خپره کړه چې شعرونه يې جاپاني هايکو(جاپاني لنډکى شعر) ته ورته وو. دا چې پخوا يې په دې فورم کې شاعري نه وه کړې، دا څرګندوي چې نوموړى هلته د جاپاني هايکو تر اغېز لاندې راغلى و.
ددې ټولګې د شعرونو د ژباړې څو بېلګې به په لاندې ډول وړاندې کړو:
پسرلى لکه ماشوم
په ناز نخرو ګلونه ښکلوي
پاکوي يې او له ياده يې باسي
* * *
خاطره هغه راهبه ده چې
چې همدا اوس قربانېږي
او خپل زړه د مړه شوي زاړه معبد ته ډالۍ کوي
* * *
د ارام په غره کې څپې غزونې کوي
څو د خپل لوړ والي ننداره وکړي
د حرکت په تل کې ارام کوي
څو په خپل ژوروالي کې فکر وکړي
* * *
يواځې د تېرې شپه مچه
د سپېدو په پټو سترګو
په سهارني ستوري کې ځلېږي
* * *
هغه مصيبت چې خپله حافظه يې ورکه کړې وي
تياره او ولاړ ساعت ته ورته ده
چې د الوتونکي کومه نغمه په کې نه شته
يواځې د کرکټ شور ماشور په کې اورېدل کېږي
په يوه روايت کې داهم راغلي چې ټاګور له فارسي ژبې سره ژوره مينه درلوده، کله چې د هماليا غرونو ته د رياضت لپاره تللى و، نو د سعدي او مولانا دېوانونه يې هم د مطالعې لپاره ورسره وړي وو، خو له دې ټولو يې د شرقي او غربي ښکلا نه يو نوى ترکيب رامنځته کړى دى. ايران ته د سفر پرمهال مهال يې د حافظ مزار ته هم د عقيدت او درناوي اوښکې تويې کړې وې.
ټاګور په دې نظر دى چې هر انسان په خپل زړه کې شعر لري، د دوى لپاره اړينه ده چې تر يوه حده خپل عواطف او احساسات بيان کړي، ددې کار لپاره يوې سيالې او انعطاف مننونکې وسيلې ته اړه ده، څو وکولى شي چې په هر نسل او دوره کې نوى والى ومومي او د خپل ځان يې کړي.
ټاګور په بيا بيا ويلي چې زموږ لپاره ددې نړۍ تر ټولو سره موخه دا نه ده چې يوازې ژوند په کې وکړو، بلکې داده چې هغه وپېژنو، ګټه تر ې واخلو، نه دا چې له ځانه پردى مخلوق جوړ کړو او په ذهن کې پرې د واکمنۍ خيال ولرو.
د ټاګور د شعرونو تر ټولو ستره موضوع مينه ده، خو ډېره ستره او متعالي مينه، دى وايي: عشق د لويى راز دى چې مرګ او ژوند ته تړاو ورکوي، عشق زما د درد جام له خوښيو ډکوي. عشق د هستۍ په ټولو تضادونو او تناقضاتو کې سره محوه کېږي، عشق؛ حرکت او سکون دواړه په ځان کې نغښتي، زموږ زړونه چې هره شېبه بدلېدونکي دي، په عشق کې ارام، ډاډ او سکون ته رسېږي.
عشق يو ناپايه راز دى، ځکه خو هېڅ داسې څه نه لرو چې عشق پرې بيان او وستايو، ټاګور عشق د حقيقت سره په ډېر نږدې تړاو کې ليدلو او هغه يې تشي احساسي او رومانټيکه چاره نه بلله: (عشق يوه تشه احساسي چاره نه ده، حقيقت دى. عشق سرور او تازه والى دى چې د ټول خلق شوي عالم په رګونو کې بهېږي.)
موږ تل د ژوند له رنځونو او کړاوونو شکايت کوو، خو ټاګور په خپلو شعرونو کې راته وايي:((هغه تر ټولو ستر درس چې انسان يې له خپل ژوند نه زده کوي، دا نه دى چې په دې نړۍ کې درد او ځور شته، بلکې په دې پورې اړه لري چې خير په کې ولټوي ، دا ځاى د هغه لپاره دى، څو په خوښۍ او خوشحالۍ يې بڼه واړوي، د انسان ازادي په دې کې نه ده چې له ستونزو او ناخوالو ګوښه وي، بلکې په دې کې ده چې د خپلې خوښۍ او سرور په عناصرو واړوي.))
د ګيتانجلي شهکار اثر په ګډون د ټاګور ډېر شعرونه د خداى د مينې يو ډول مننې او مناجات دي چې د نړۍ د هر هېواد او هر دين پيرو په کې خپل ځان او خداى موندلى شي.
نوموړى د خداى ج پر وړاندې د تسليمۍ په اړه وايي: د خداى پاک د ورځنۍ ستاينې او عبادت اصلي موخه داده چې هره ورځ تر بلې ورځې ډېر د هغه پر وړاندې تسليم شو، د وصال ټول خنډونه لرې کړو، په اخلاص، خدمت، عشق او نيکۍ په اړه د زړه اړيکه او بوختيا پراخه کړو. دا بايد زموږ د ژوند کلي موخه وي. زموږ په ټولو افکارو او اعمالو کې بايد نامتناهي ته نظر ولرو.))
ټاګور په خپلو مذهبي شعرونو او نثرونو کې د رېښتيني خداى د ستاينې او لټون احساس ورکوي، د خپلې عقيدې او مذهب پر نيمګړتياوو سترګې نه پټوي، نيوکې پرې کوي، خو نورو اديانو او مذاهبو ته هم په درناوي قايل دى. دى د اور پرستو په اړه وايي:
زردشت د خپلې فلسفې له لارې بشر د ظاهري مراسمو له درانه بار نه ازاد کړ او د خپل قانون ستنه يې د اخلاقي روزنو پر بڼسټ ودروله.
د ټاګور شعرونه کله کله ډېر ژور فلسفي او عرفاني مفاهيم لېږدوي، خو شاعر هڅه کړې چې د خپل شعر په هره برخه کې شاعر پاتې شي، ډېرې پېچلې مسئلې هم په شعر واړوي او خپل مخاطب ته د ملګرۍ، ځان پېژندنې او يووالي بلنه ورکړي.
دى د مينې مبلغ دى، کله چې د بشريت په اړه خبرې کوي، بيا نو ورته د خپل هېواد او نورو هېوادونو وګړي توپير نه لري، انساني دردونه، هيلې او غوښتنې رانغاړي. دى وايي: عشق يوه تلپاتې معما ده، ځکه چې هېڅ شى يې نه شي توزيع کولى.
ټاګور له انسان غواړي چې د د حقيقت لټون کړي او له دې لارې رېښتيني عشق ته ځان ورسوي: د لوښې د منځ اوبه رڼې دي، خو د سمندراوبه پيکه وي، کوچني حقيقتونه رڼې کلمې لري، خو ستر حقايق په ستره چوپتيا کې ډوب وي.
دغه ستر شاعر چې کله د ټاټوبي او هېوادنۍ خاورې سره د مينې خبره کوي، نو ټاټوبى او هېواد يې ټوله نړۍ وي، پر خپله نړۍ مو د واکمنۍ پر ځاى، د نړۍ سره مينې او نړۍ پالنې ته رابولي او وايي: موږ هغه وخت په دې نړۍ کې ژوند کوو چې مينه ورسره ولرو.
دى له طبيعت سره د خپل هميشني تړاو او مينې نه وروسته هر هنرمند ته د طبيعت مين وايي، ځکه همدا لامل دى چې هم د طبيعت غلام او هم بادار دى.
ټاګور په خپلو شعرونو کې موږ ته دا احساس راکوي چې له خپل خداى نه مه بې پروا کېږى، په هغه تلپاتې تکيه ولرئ، ځکه چې هغه مو هېڅکله هم يوازې نه پرېږدي او ستاسې په څنګ کې دى.
د وجود نغمه په نوم شعر کې وايي: زه خداى د خپل وجود په نغمه او غږ کې لمس کوم. ګټ مټ د هغه غونډۍ په څېر چې ابشارونه(ځړوبي) يې لرې سيند لمس کوي.
ټاګور د وخت په اړه وايي چې پروانې (پتنګان) شېبې شمېرې، نه مياشتې، ځکه خو پوره وخت لري.
د نوموړي د شاعرۍ بله ستره ځانګړنه ، ډيالوګ، له تمثيلي او داستاني هنر نه ګته اخيستنه ده، دى د يوه ممثل په توګه خپله شاعري تمثيلوي چې ددې لپاره يې عيني او ذهني کرکټرونه انځور کړي دي، دا کرکټرونه تل د يوه ستر هدف او لويې ښکلا خواته روان دي او ګڼ پيغامونه لېږدوي.
د نوموړي ځينې سياسي شعرونو او داستانونو د انګريزايو پر وړاندې ملي مبارزه کې د مبارزينو حوصلې دومره اوچتې کړې چې وروسته يې د ملي شعارونو او جنډو بڼه غوره کړه.
همدا سبب دى چې د هندوستان او بنګله ديش هېوادونو اوسني ملي سرودونه د ټاګور د حماسي او ملي شعرونو پر بنسټ جوړ شوي او د ختيځ په ښکلو او جذابو ملي سرودونو کې راځي.
ټاګور په خپله شاعرۍ کې نادر او نازک ترکيبونه او خيالونه لري، شعر يې د طبيعت او فطرت له چينې اوبه څښلې دي، دده د شعرونو لومړۍ ژبه خپله بنګالي ده، سره ددې چې دا نيوکې پرې کېدې چې نوموړى بنګالي سمه نه ليکي( دا نيوکې له نوبل ګټلو وړاندې زمانه کې وې)، خو بيايې هم په خپله مورنۍ ژبه شاعري کړې ده.
د ده په شعرونو کې تر ټولو مشهور او نامتو اثر هماغه (ګيتانجلي) اثر دى چې وروسته يې انګريزې ژبې ته هم خپله ژباړلى دى، له دې پرته يې خپل نور شعرونه هم انګريزې ژبې ته اړولي چې له پراخ هرکلي سره مخ شوي او هر چا له لوستلو وروسته خپلې ژبې ته ور ژباړلي دي.
————————–