د افغانستان برښنا شرکت

تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي، د وارداتي برېښنا بیه به په سلو کې ۲۵ زیاته کړي.

د افغانستان برښنا شرکت ویندوی وحیدالله توحیدي نن /یکشنبه/ وویل، د برېښنا د بیې د لوړولو پرېکړه د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو په خاطر شوې ده.

ده وویل چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان برښنا شرکت د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت د لوړېدو له کبله له ۱۷ ملیونه تر ۱۸ ملیون ډالره پوري زیان کړی دی.

افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه برېښنا په ډالرو اخلي.

توحیدي همداراز وویل، حکومت د برېښنا له مصرفوونکو څخه د برېښنا د عرضه کولو په وړاندې افغانۍ اخلي خو په ډالرو یې رانیسي.

پر دې سربېره د توحیدي په وینا د افغانستان برښنا شرکت په تېر ژمي کې دوه نیم ملیون ډالره په بغلان ولایت کې د جګړې په نتیجه کې د برېښنا د ستنې د نړېدو او د برېښنا د پرچاو کېدو له کبله تاوان وکړ.

د افغانستان برښنا شرکت ویندوی وویل چې په سلو کې پنځوس اضافي پیسې به یوازې د هغې برېښنا په وړاندې واخیستل شي چې له بهره واردېږي نه هغه چې په هیواد کې دننه تولیدېږي.

ویل کېږي چې حاضردمه په افغانستان کې د ټولې کارول کېدونکې برېښنا په سلو کې ۷۰ له ګاونډیو هیوادونو واردېږي.

2 thoughts on “د وارداتي برېښنا بیه ۲۵٪ زیاته شوه”
  1. ع غ پکانو دا مو لا بله سپکه خلکو ته مو د کار زمینه ډیره شه مساعده کړی ده، د خلکو امنیت مو ښه تامین کړ اوس دا یوه بریښنا هم ورته ګرانه کړه زه داسی فکر کوم چی له خپل ژوند څخه په تنګ راغلی یاست د خلکو زور د خدای زور نور نو وولس ستاسو او د ټلوالی له نا خوالی په مرګ راضی دی یو ځل مو تلیفون ورته ګران کړ او هلته بیا طالب خاین ارتباطی ستنی په ډیرو ولایتو کښی قطع کړی هغوی خاینین هم ټکس غواړی الله مو تباه کړه چی ددی مظلوم اوولس غم هیچا ه ونکړ

  2. ریاست برشنا و دولت مفسد وحدت مولی در برابر زورمندان و معاونین خود سر تعظیم فرو اورده نمیتواند که بدهی های بل صرفیه برق را از نزدشان حصول نماید بناء مردم غریب و بیچاره که توان پرداخت بل برق فعلی را ندارد با ازدیاد 25 % امکان دارد که از روشنایی هم خود را محروم نماید یک متل است که زورش به خر نمی رسد در پالان اش میزند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *