انور افغان

د یوې حقیقي پېښې پر اساس چې تېره شپه (ثور ۱۱) د لیکوال په خپل کلي کې شوې ده.

نیمه شپه وه په ډېر زحمت له خپلې بسترې څخه راکښېناست، هغه بلې کوټې ته ولاړ، عزیز الله وه عزیز الله پورته ناوخته ده هله ځه چي ځو، د ورځې بیا نور کلیوال هم اوبه لګوي، د لښتي واره مو بیا ختمېږي، زر شه زویه، عزیز الله هم له خواږه او درانه خوبه په سختۍ را پورته شو، په ځای کې یې شخي وایسته بیا یې ارږمی وکړ، لاسونو ته یې په ځمکه زور ورکړ لومړی یې سر بیا یې شا له ځمکې را پورته کړه سترګي یې وموښلې بیا ولاړ شو او فصل ته د تلو لپاره یې ځان تیار کړ، دا وخت پخه شپه وه څه کمې درې بجې وې، د مخ او لاسو له پرېوللو وروسته بابا خپله بوډۍ مېرمن ځوانه انږور او دوه واړه ماشومان په نیمه شپه کې په کور یوازې پرېښودل او دوۍ دواړه د فصل په لور روان شول، نجیب الله د بابا کشر او وروستی زوی دی، هغه په کابل کې په یوه نانوایي کې تولګر دی، کابو یونیم کال کېږي چي کوژده یې ورته کړې، زموږ په سیمه کې هم ډېر ناوړه رواجونه دي، هر پلار د خپلې لور پر سر په لکونو کلدارې اخلي، د ولور د ترلاسه کولو وروسته بیا خپلې لور ته سهي کور هم نه ورکوي، د نجیب ولور هم ډېر دی، دی هم شاوخوا یو نیم کال کېږي چي د خپل واده د ولور د پوره کولو لپاره کله پاکستان کله هم کابل ته مسافرۍ کوي، ډېر ولور یې پرې کړی خو لیږ هغه یې پاته دی، بابا او عزیز الله هم په توره تیاره او خاموشه فضا کې د فصل په لوري روان ول، په تیارې خاموشۍ کې عزیز الله بابا ته د نجیب د واده خبره یاده کړه، بابا ورته وویل، ته ودرې زویه خو یو څه ولور یې پاته دی تر روژې به مټې ولور پوره کړو، بیا به نجیب جان درې څلور میاشتي نوره خواري هم کوي چي د واده د خوړې پیسې هم وګټي، هغه وخت به بیا له خیره ګورو چي واده څه وخت کیدای شي؟ عزیز الله وویل: بابا جانه د واده د خوړې پیسې به له خپلوانو راقرض کړو، هسي به خپل لاس زر راخلاصوه، بابا د عزیز الله د خبرو تسلسل مات کړ، ویې ویل: نه نه زویه نه غواړم د قرض په پیسو واده راخوندي کړم، پرېږده یې هسي مو هم وضعیت ښه نه دی که قرض را واخلو په اوږو مو بار درنېږي، نجیب جان هسي هم مسافر دی پرېږده یو څو میاشتي نوره مسافري هم وکړې له واده وروسته بیا مسافري سخته وي.

دوۍ همداسي په لاره روان ول، د کلې پای او د فصل سر ته ورسېدل، دا څو میاشتي کېږي چي له ولسوالۍ ښکته خوا کلیو ته سړک پوخ شوی و ورسره په کليو او فصلونو کې کوچني پُلچکان هم رغول شوي و، زموږ د فصل په سر کې یو پلن لښتی د سړک په منځ باندې له لوېدیځه ختیځ لور ته غځېدلی، د دغه پُلچک یو بل بغل ته یې د سیمټي دیوالونو خولې په ۶ اینچه سیمونو بندې کړې وې، بابا او عزیز الله همداسي په خبرو خبرو پُلچک ته را نژدې کېدل، شپه پخه وه، شاوخوا ارامه ارامي وه، کله کله به د چینګښو کوړتاری شو، د خپل پټي خوا ته یې فاصله ورو ورو په کمېدو وه، دوۍ همداسي په ارامه او خاموشه فضا کې روان ول، یو دم یوې درنې چاودنې د تورې شپې خاموشي ماته کړه، سور اور شاوخوا نیږدې باغچې روښانه کړې، د سړک ډامبر شوې ټوټې شاوخوا ۱۰۰ متره لري ایسارې شوې.

یو ساعت وروسته، د سهار په ۴ بجو د کلي خلک په ګړندیو ګامونو د فصل خوا ته لاړل، فصل ته چي خلک ورسېدل هلته یې د بابا جسد د غنمو په پټو کې بې حاله وموند، په عزیز الله پسې خلک ها خوا دې خوا ګرځېدل له څو دقیقو وروسته یې هغه هم د سرور خان په باغ کې د سړک تر ډامبر شویو ټوټو لاندې پیدا کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *