بدلون

د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۴ مه / پرلپسي ۷۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۸/ ۱۳۹۵

هغه فرد، بشري ټولنه یا هم ملت، چې پر خپل مټ یې تکیه نه وي، د خپل ژوند لپاره ملي و مستقله اجنډا و نه لري بلکې تل یې اتکاء پر پردیو پلانو و پروګرامو وي نو کله هم د باثباته، سولییز، متمدن او انساني ژوندانه خاوند کېدای نه شي.

هغه ملت چې خپل فکري خلاقیت، عقلاني فعالیت او ذهني نورانیت و نه لري نو د سیاسي، اجتماعي ژوندانه شېرازه به یې تل پردۍ وي، د هرې اړتیا وړ او کارېدونکې پدیدې شکل و ماهیت به یې دواړه پردي وي او نتیجه به دا وي چې خپل ملي تشخص، انساني استقلال، فکري آزادي او بشري شرف به یې کاملاً مسخه وي.

موږ کولای شو د پورتنۍ تیورۍ د تصدیق لپاره په خپل روان ژوند او ټولنیز تاریخ کې عملي بېلګې ستاسو مخې ته کښېږدو چې یوه یې د ثور ۷- مه او بله یې هم ۸- مه ده.

راځئ چې په دغو دوو ورځو کې لږ څه ژور غور وکړو، ماهیت یې تحلیل کړو او زموږ په روان ژوندانه کې یې په شدت سره محسوس تاثېرات وګورو.

دا دوې ورځې ظاهراً یوه له بلې سره په یوه بشپړ تناقض کې واقع ده، جمعي شعور یې د دوو سرسختو متخاصمو سیاسي بهیرو د بریالیتوب ورځې بولي، داسې چې ظاهراً یو د بل په مقابل کې را ولاړ شوي ول، هر یوه پر بل باندې د غلام جریان تور لګاوه او هر یوه دغه بل د افغانستان او ور پکښې د پرتو ارزښتو غلیم ګاڼه، هر یوه پر بل د ملي خاین ټاپه وهله، مګر اوس چې دغه دواړه سیاسي خوځښتونه له خپل دم و قدمه لوېدلي، تقریباً د تاریخ برخه کېدونکي دي او موږ یې د نوي نسل په صفت نندارې ته را وزو، باید په باب مو یې قضاوت څنګه وي؟

د سلیم عقل پر بنسټ واقعیتونه حکم کوي چې زموږ تحلیل، تجزیه او نتیجه باید پر علمي منطق او عیني فاکټو استواره وي؛ که د عامه ذهنیت غوندې پر وچو احساساتو و خرافاتو ولاړ ه وي نو بیا هیڅکله له فکري ګمراهۍ څخه د عاقلانه روښنایۍ واټ ته را وتلای نه شو.

واقعیت دا دی چې د دغو دوو ورځو شکل بېل، متضاد او متخاصم خو ماهیت یې کټمټ یو دی ځکه چې موږ عملاً درک کړه، زده مو کړه، تجربه مو کړه او په بالمشاهده توګه ټول د رڼو سترګو جمعي شاهدان یو چې د دغو دواړو ورځو پنځوونکو (کیڼو کمونیستانو او ښیو اخوانیانو) د افغانستان پر وجود د تباهیو او بې ناموسیو، د خونرېزیو او ترهګریو، د بې شرمیو او  بشردوښمنیو هغه سرچپه غوبلونه جوړ کړل چې هر یوه یې په خپل وار د بل په مقابل کې د جبر و جنايت ریکارډونه ټینګ او مات کړل؛ پر دې زهرجنو حقایقو پورته شینکی آسمان او لاندې خړه ځمکه په چېغو- چېغو شاهدې وايي.

د غوایي د ۷ – مې او ۸ – مې په چپه و راسته ښکرنو، چې د افغان انسان وجود څنګه څېرې ویرې شو، نو له څلوېښت کلنو پرهارو یې تر ننه هم د کوټلو وینو لښتي بهیږي او دا فاجعه نه یوازې ختمه نه ده چې لا یې مزمن اړخونه پيدا کړي او نن چپ و راست ایډیولوژۍ په نوو بڼو خو پخواني ماهیت په لا قساوت سره دوام کوي.

بدمرغې به وي که زموږ ځوان نسل ته سوال پيدا نه شي چې ولې داسې وشول؟

دا ځکه داسې وشول چې د دغو دواړو جریاناتو ماهیت پردی وو، دواړه له پردي او خارجي دېګه تغذیه کېدل؛ هیڅ یوه یې افغاني رنګ نه درلود، نه یوازې یې افغاني رنګ نه درلود بلکې افغاني رنګ و روغن یې په ښکاره توګه په ور دیکته شوي ذهني خباثت لړلی او نن ګورو چې د دوی د پردي پالونکو ایډیولوژیو کثافات په سراسر وطن آن سیمه کې داسې خپاره دي چې د افغانستان ملي کالبوت يې له فزیکي اړخه خوړين کړی او اخلاقي- معنوي روح یې په فساد، بداخلاقۍ، بې تربیه ګۍ او بې حیایۍ مسموم کړی دی.

زموږ نوی سیاسي نسل بايد د تاریخ له دې ترخه طنز څخه دا ضروري زدکړه هم وکړي چې د افغانستان څلوېښت کلنه تراژيدې څنګه په یوه بله فاجعه زېږوونکې کومېډې واووښته، داسې چې د پرون ناکام شوي چپیان، هغوی چې اخوانیانو به د کفر و الحاد ټاپې پر لګولې او دوی هم په رشتیا سره دین و مذهب په علني توګه د ټولنې تاریاک ګاڼه، خدای ته په ښکنځلو یې ویاړل او د نړيوال انټرناسیونالېزم په شعار یې د دنیا غوږونه کاڼه کړي ول، نن د اسلامیت و افغانیت مدعیان شول، نن چې پر کعبه د یو وار طواف حکم شوی وي، دوی سل ځله پر راګرځي، نژدې دی چې په ږیرو و پګړیو کې د استاد سیاف ریکارډ هم مات کړي او بالمقابل مجاهدین، چې کمونیستانو، افراطیون، اشرار، تخریبکاران، مرتجعین، مستبدین او بنسټپال بلل، چې ول هم، نن ډیموکراټان، ږیرخریلي او سیکولران شول، څو ورځې مخکې محترم حفیظ منصور، چې د مجاهدینو، په اصطلاح مفکر لیکوال دی، په طلوع ټلویزیون کې په خورا صراحت و وضاحت سره د سیکولرزم پر ضرورت ټینګار وکړ او د دین و سیاست بېلتون یې یوه عیني اړتیا وبلله، دی څو ګامه مخ ته ولاړ او یو لاس په لستوڼي مثال یې ورکړ چې دا اصلاً د ولس حتمي غوښتنه ده ځکه چې دوی په تېرو انتخاباتو کې شیخ الحدیث او د دین برجسته عالم پروفیسور استاد عبدالرب رسول سياف ته رایه ور نکړه بلکې یو روشنفکر، غرب روزلى او ډیموکراټ اشرف غني یې د خپل ولسمشر په توګه انتخاب کړ.

د دې کومپک- تراژیک وضعیت یو څرګند پیام دا دی چې دوی هر یو پوه شو چې ولس را باندې پوه شو، هغه شعار چې موږ هر یوه ور کاوه، افغان دوښمنه ثابت شو، اصلیت یې ښکاره شو، نتیجه یې مطلقه تباهې را وخته نو لکه د والیبال، سرویسونه یې تبدیل او هر یو د سياسي جال بلې غاړې ته واووښت، یو د بل ځای يې ونیاوه خو بیا هم د دواړو ماهیت یو دی ځکه یوه جریان هم په ځان کې داسې ریفورم را نه وستای شوای چې فکري- ستراتېژیکه شېرازه یې له افغاني زمینې څخه را اقباس شوې وي.

کمونیست فکر وکړ چې د الحاد پر لور مې ترپلل، خبره مې ولړله، راشه بيرته د اسلامیت و افغانیت په اوبو د تعمید غسل وکړه، ګوندې له دې ویالي مې را پورې موښلې خيرې پرېوله شي؛ اخواني وګڼله چې د جنګسالارۍ، فساد او شر په چټلیو پوښ شوې، راشه د روشنفکرۍ او ډیموکراسۍ په اکټ ږیره کثافت دانۍ ته وغورځوه او پګړۍ هم تر پښو لاندې کړه، ګوندې وي چې د بشري جنایاتو، غلاوو، غصب و پردیپالنې پور مې له غاړې واوړي.

بل عیني مثال:

چپیان چې ګورې، په لندن، واشنګټن، بي بي سي، غرب او اروپا کې مېشت شول او د هغوی د اجنډاوو د تبلیغ ډول یې غاړې ته واچاوه، مجاهدین، اخوانیان او طالبان د چین و روسیې قبلې ته پر سجود شول، هغه بله ورځ په خوشحال فکري بهیر کې مخکني ولسمشر حامد کرزي د اخوانیانو په نمایندګي وويل چې شوروی زموږ ظاهري دوښمن وو نه باطني.

د روسيې او طالبانو یارانه نوره د رسوایۍ تر برید هم اوښتې ده، د کریم خرم اخوانۍ مافیا افغان ولس ته د قبلې سمېدو مسلسل وعظونه کوي، یعنې له واشنګټنه باید خپله قبله بېجينګ ته واړوي، تاسو دا بېلګې د دوی په کابل نیوز ټلویزیون او ویسا ورځپاڼه کې په ټول وضاحت و بلاغت سره مشاهده و لوستلای شئ.

دا دی د هغه ملت د فکري ماشین حال چې په پردیو تېلو چليږي خو زموږ د ځوان سیاسي نسل نور په ټوله لوبه سر خلاص دی، که څومره هم د ثور ۷ – مه او ۸- مه سپکه يا درنه و بلل شي خو افغان ملت ته د دواړو ماهیت یو او هغه هم د خودکش، بېګانه پرست په مصداق پرديپالنه او ځانوژنه ده؛ ودان افغانستان ګوند د یوه نوي سیاسي افغاني ادرس په توګه له دغو ناکامو و بدنامو سیاسي بهیرو څخه د دقیق درس اخیستو په نتیجه کې د افغانستان د حتمي او سرتاسري ژغورنې په هوډ رامنځته شوى او راتلونکې زموږ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *