تاند – ۸۹ افغان ښځینه پولیسو په ترکیې کې د دوشنبې له ورځې ( مې ۲) څخه روزنه پیل کړه. دا روزنیز پروګرام د دوو میاشتو په مخه دی.

د دې پروګرام په پيل کې د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر سیباهاتین اوزترک وویل: « له ۲۰۱۱ کال راپه دې خوا چې افغانستان او ترکیې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی ۲۶۲۷ ښځې او نارینه افغان پولیسو په ترکیه کې روزنې ترلاسه کړې دي».

د روزنې دا پروګرام د ترکیې په تخصصي عالي لیسه کې د اناتولیا ولایت په سیواس کې ترسره کیږي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وایي، ترکیي پولیس افسران، افغان پولیسو ته په ټولو برخو کې روزنه ورکوي. اوزترک وویل، که څه هم له جغرافیایي پلوه افغانستان او ترکیه سره لرې پراته دي، خو د دواړو هیوادو تر منځ تاریخي، کتلور او سیاسي نژدې روابط شته او د دواړو هیوادو تر منځ اړیکي په ټولو برخو کې پراخې شوې دي.

افغان پولیس به هم په تعلیمي درسونو کې برخه واخلي او هم به عملي زده کړې ترلاسه کړي.

افغانستان پولیسو ته په تیره بیا ښځینه پولیسو ته ډیره اړتیا لري. د تلاشیو په وخت، د ورځې او د شپې، د خلکو د کورونو د پلټڼې پر مهال او حتی په جګړو کې چې کله افغان ځواکونه کلیو ته ورځي د ښځینه پولیسو کمبود په کلتوري لحاظ دوی له مشکلاتو سره مخامخ کړې دي.

د افغان حکومت مخالفه وسله والو هم دې ټکي ته پام کړی دی او طالبانو په بیلابیلو سیمو کې له ښځینه جامو استفاده کړې ده چې په جنوب او شمال کې څو ځله طالبان د ښځو په جامو کې هم ګیر شوې دي.

One thought on “په لسګونو افغان پولیسې ترکیې ته رسیدلي”
  1. دغشتلي او تاريخي هيواد لوني او زامن به مشترك تاتوبي به شريكه ساتي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *