د جاوېد چودهري د کالم ژباړه. سرچينه ايکسپرېس ورځپاڼه.

شريف الدين د اورنګي کلي د مومن اباد اوسېدونکی و، خلکو ته د خوراک پخولو (اشپزی) دنده يې درلوده. درې اولادونه يې درلودل. د زوی نوم يې علي، يوه لور يې اقصی او بله يې نمره نومېدې. د اولادونو عمرونه يې درې، پينځه او اته کاله و. د اپرېل په ۱۹ مه شريف الدين په خپل کار ځای کې و. ګاونډي يې د کور له بامه د دوی حويلۍ ته ټوپ کړ، له خولې يې چيغه ووته، په حويلۍ کې د شريف صېب د زوی جسد پروت و، ګاونډي يې نارې پېل کړې، خلک کور ته ور ننوتل، ګوري چې د شريف صېب د زوی جسد په حويلۍ کې او د دوه لورګانو جسدونه يې د کوټې دننه پراته دي. د کوچنۍ لور جسد يې په کټ پروت و، په غاړه کې يې ټيکرۍ بند و او له خولې وينې روانې وې.

    پوليسو ته خبر ورکړل شو، پوليس راغلل، جسدونه يې يوړل او پلټنه يې پېل کړه. پوليسو په لس ساعتونو کې مجرم ونيوه. مجرم د شريف صېب ملازم، حسنين و. حسنين ۱۹ کلن و. دا د اپرېل په ۱۹ مه د شريف صېب کور ته ننوتی و او درې واړه اولادونه يې ورته وژلي وو. د څېړنو په پايله کې مالومه شوه چې شريف صېب به د دوکان پېسې په کور کې کېښودې، حسنين له دې راز نه خبر و. په هغه ورځ حسنين کور ته ننوتلی و، څلور لکه روپۍ يې له المارۍ غلا کولې، ماشومانو په کور کې لوبې کولې، ماشومانو هغه د غلا کولو پر مهال ليدلی و. د شريف مشرې لور ورته ويلي و چې (پلار ته به مې ووايم)، حسنين وېرېدلی و او درې واړه ماشومان يې د ستوني په خپه کولو سره وژلي و. کله چې يې انجونې وژلې؛ نو کوچني علي په حويلۍ کې منډه کړې وه؛ خو قاتل نيولی او په حويلۍ کې يې ځوړند کړی و.

    دا يوه وېره وونکې پېښه وه. کله چې تلويزيوني چينلونو دا خبر خپروه؛ نو ټول هېواد وېرېدلی و، خلک تر اوسه د شاک په حالت کې دي. پوليسو، قاتل نيولی دی، دوسيه به ژر محکمې ته وړاندې شي، قاتل ته به د اعدام سزا واورول شي، خو ايا په دې سره به انصاف عملي شي؟. ستاسو له ډلې به د زياترو ځواب (هو) وي، تاسو به حسنين ته قاتل واياست، تاسو به دا فکر هم کوئ، کله چې محکمه حسنين ته د اعدام سزا واوروي، هغه اعدام شي؛ نو په دې سره به د شريف الدين د درې واړو اولادونو روح ارام شي، په هغه ورځ به زموږ نظام د انصاف پرېکړه کړې وي! خو زه دا نه منم!.

    زه فکر کوم چې زموږ نظام تر اوسه اصلي قاتل نه دی نيولی، د کوچنيانو اصلي قاتل به شايد هېڅکله ونه نيول شي، هغه به ټول ژوند په ښکاره او ازاد ډول ګرځي، ولې؟؟ ځکه د کوچنيانو قاتل حسنين نه و، د هغوی قاتل د هغوی پلار و، هغه چې د پيسو د ګټلو چل يې زده کړی وو؛ خو د دغو پيسو د ساتنې او استعمال چل يې نه و زده. ما تر اوسه هېڅ داسې څوک نه دی ليدلی، چې د غربت له امله دې مړ شوی وي؛ خو هره ورځ ګورم چې خلک د پيسو له لاسه مري. دا کوچنيان هم د څلور لکو روپيو له لاسه مړه شول او ملامتي يې د خپل پلار په غاړه ده. هغه پلار چې د کوچنيو معصومو ماشومانو د وژلو سامان (لامل) يې په کور کې ساتلی و.

    د اشپزی دنده په خدماتو کې راځي. په هېواد کې په خدماتو باندې اته سلنه ټيکس لګول شوی دی، په څلورو لکو روپيو باندې ۳۲ زره روپۍ ټيکس راځي، که دغه ټيکس يې ورکړای وای؛ نو پيسې به يې سپينې شوې وای او شريف الدين کولای شول چې دغه پيسې په بانک کې کېږدي او په دې ډول، ملازم به د دغو پيسو غلا کولو ته نه مجبورېده، کوچنيان به هم له دې پيسو نه خبرېدل، زه فکر کوم چې د ماشومانو اصلي قاتلين دغه ۳۲ زره روپۍ  او شريف الدين دي. شريف د ۳۲ زره روپيو د ګټلو لپاره خپل درې ماشومان له لاسه ورکړل، زه دغه شخص مجرم ګڼم، کله چې حکومت دغه اصلي مجرم ونيسي او هغه ته سزا ورکړي؛ نو زه به په دې هېواد کې د عدل نظام کامياب او بشپړ وبولم.

په هېواد کې مو هره ورځ غلا، لارې شکول او د وژنو په لسګونو پېښې رامنځته کيږي، موږ تل حکومت، پوليس او مجرمان پړه ګڼو؛ خو کله مو په خپل ګرېوان کې سر ټيت نه کړ، کله مو د ځان سره حساب ونه کړ؟؟؟. دا سمه ده چې په غلا کولو غل پړ دی. پوليس، ټولنه او حکومت هم مسئول دي؛ خو مدعي له دې  ټولو ډېر مسئول دی. له هغه (مدعي) نه چا هم پوښتنه ونه کړه، چې تا ته چا ويلي وو، چې خپلې پيسې د بانک پر ځای په کور کې کېږده، ته يې د صندوق (لاکر) پر ځای په المارۍ کې وساته، ته د کريډيټ کارډ پر ځای کيش (نغدې پيسې) اخله.

    ته د چيک پر ځای نغدې پيسې اخله او ورکوه، موږ کله هم له هغه نه پوښتنه ونه کړه چې تا ته چا ويلي وو، چې ته دغه غېر ضروري ګاڼې (سره زر) واخله او بيا يې خپلو ښځو ته ورکړه چې په غاړه يې کړي او بهر وګرځي. ته د لکونو روپيو موټر واخله؛ خو د ساتنې لپاره ورته د شل زره روپيو ډريور او ساتونکی مه نيسه او تا ته چا ويلي چې ته د زرګونو روپيو موبايل واخله او هغه د جېب پر ځای په لاس کې ګرځوه….

    که موږ تجاران يو او د خپلې ګټې نه خپل معاش وباسو، پر هغې ټيکس ورکړو، پيسې په خپل بانکي اکونټ کې وساتو، ای ټي ايم (ATM) او کريډيټ کارډونه جوړ کړو او خپلو کورنيو ته هم کارډونه جوړ کړو، په دې سره به موږ او زموږ کورنۍ دواړه خوندي شي. په دې ډول د تجارت په امدن هم بايد ټيکس ورکړو، دغه ټيکس زموږ د ټول ژوند د ګټې ساتنه کولای شي او موږ به په کور کې د پيسو د ساتلو له ستونزې هم بې غمه يو، زموږ کورنۍ به د حسنين په څېر له ملازمينو نه خوندي وي…موږ ولې خپل ځان له ګواښ سره مخامخ کړو..کله مو په دې اړه فکر کړی دی؟.

    دوه کاله وړاندې مو څو ملګرو (پرېس فري کلب) جوړ کړی و، موږ پرېکړه کړې وه، چې په جېب کې به بټوه نه ګرځوو، يوازې د ای تي ايم او کرېډيټ کارډونه به راسره وي. نن ورځ په بازار کې د موبايل داسې کور پلورل کيږي چې ورسره کوچنی پاکټ وي، موږ به په هغه کې پاکټ کې خپل دواړه کارډونه ږدو او تل به د کارډونو په وسيله پيسې لېږو.

   د کمې اړتيا لپاره په خپلو جېبونو يو، دوه زره روپۍ ګرځوو. د لوړو مصارفو پيسې د چيکونو په وسيله ادا کوو. زموږ دفترونه (کار ځايونه) زموږ له معاش نه ټيکس اخلي او معاش مو نېغ اکونټ ته رالېږي. موږ پرېکړه کړې وه چې له دوه اکونټونو(حسابونو) نه به زيات اکونټونه نه جوړوو، يو کرنټ (جاري) اکونټ (حساب) او بل سېونګ اکونټ. د کال په پای کې ټيکس ورکړو او بس… موږ اوس د ګاڼو، جائيدادو او موټرو لرې کول هم شروع کړي دي، زموږ د ډلې (پرېس فري کلب) له ملګرو سره ګاڼې نشته، موږ خپل کوچني جائيدادونه پلورو او هغه په لويو (شريک) جائيدادونو باندې بدلوو. موږ په دې هم پوهېږو، که چېرې موږ سره ډېر موټر وي؛ نو موږ به زياتې ستونزې ولرو، زياتې ترافيکې پېښې به رامنځته کيږي، مصارف به مو لوړيږي او اوس مو د موټرو کمول هم پېل کړي دي. په نړۍ کې دغه ډول د پيسو راټولوونکې کمپنۍ شته، چې له دوکانونو نه پيسې راټولوي او په بانکونو کې يې جمع کوي. زه داسې څو کسان پېژنم چې دا کار يې کړی دی. دغه کسان په يوه بانک کې اکونټ جوړوي، خپلې ټولې پيسې را اخلي او د بانک په ځانګړي موټر کې يې هغه بانک ته انتقالوي. دغه خلک په کور او دفتر کې پيسې نه ساتي. موږ ملګري يو بل تحريک هم پېلوو، د هغه نوم به (صفر وراثت) وي، موږ پوهېږو هغه شخص چې زياته سرمايه له ځانه وروسته پرېږدي، هغه ظالم دی، کله چې دغه خلک له دې نړۍ لاړ شي؛ نو اولادونه به يې د يوه بل د وينو تږي شي، دوی به يوازې په محکمو کې (د قاضي مخکې) د يوه بل سره مخامخ کيږي او بس. د (صفر وراثت) د تحريک د ملګرو اولادونه به ټول ژوند له يوه بل سره مخامخ کيږي، دوی به له پلار وروسته هم له يوه بل سره اړيکې لري…دوی به د ورونو او خوېندو په څېر ژوند کوي، له يوه بل سره به مخ کيږي، دوی به د حکومت د تورو په واسطه له يوه بله غاړې نه پرېکوي…

زه شريف الدين مجرم ګڼم، هغه شريف الدين چې د څو زره روپيو ټيکس له ورکړې يې ځان ساته او خپل درې کوچني ماشومان يې ترې قربان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *