وچ کلک و، د غمونو سلسلې يې په مخ له ورايه ښکارېدې. په موټر کې مې ور پام شو، په سيټ يې خپل سر تکيه کړی و. په ور ها خوا څوکۍ کې يوه ځوانۍ نجلۍ ورته مخامخ ناسته او د ګلونو په ننداره بوخته وه،  په ګلانو يې سترګې خښې وې.

کله چې هغه سپين ږيری له موټر کښته کېده، نو د ګلونو هغه ګيډۍ يې  نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وويل:

((پوهيږم چې داګلان دې خوښ شو، زه مې مېرمنې ته وايم،  هغې ته مې ورکړل چې مې نه پېژنده،  هغه به هم خوشحاله شي.))

نجلۍ ګلان واخيستل. کله چې هغه سپين ږيری سړی له موټر کښته شو، نجلۍ ګوري هماغه سړی  د هغه ښار د کوچنۍ هديرې په لورې مزلونه لنډوي.

۲۰۱۴ جون ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *