د ۲۰۱۶ میلادی کال د KADEX په راتلونکی نندارتون په پام کې لرو چې له بهرنیو شرکتونو سره د پروژو په څيړلو تمرکز وکړو.
د دغه نندارتون پرمهال به پوځي محصولات لکه تسلیحات، پوځي او هوايي تخنیک د داخلي او خارجي تولید کوونکو له خوا نندارې ته وړاندې شي.
د سږکال په نندارتون کې به د غرفو شمېر اووه برابره زیات شي، په ددغه نندارتون کې به همدارنګه هوايي تخنیک، فضایي تکنالوژي، د ځمکنیو او بحري ځواکونو د تسلیحاتو تخنیک، د هوایی دفاع تجهیزات او سیستم، لوژستیکی تجهیزات ،معلوماتی تکنالوژی، مخابراتی تجهیزات او په جګړو کې کارونکی روباتونه نندارې ته وړاندې شي.
د یادولو ده چې د KADEX نړیوال نندارتون په مرکزي آسیا کې د دفاعي صنعت په برخه کې یولوی پلتفرم دی، چې د سیمې هېوادونو د پوځي صنعت په برخه کې وروستۍ لاسته راوړې نندارې ته وړاندې کوي. د جمهوري قزاقستان د دفاع وزارت تراوسه درې ځله په (2010، 2012 و 2014 ) کلونوکې د KADEX نندارتون جوړ کړی دی. سږ کال د ګډون کوونکو د غوښتنو له مخې به په دغه نندارتون کې تسلیحاتی شیان نندارې ته وړاندې شي. ترسره شوې تحلیلونه ښه يي چې د KADEX نندارتون په اقتصادی برخه کې موثریت درلوده.
دیادولوده چې د ۲۰۱۰ میلادی کال د نندارتون په پای کې لس اوږد مهاله تړونونه چې ارزش یی یونیم میلیارد ډالر ښودل شوی لاسلیک شول،
په ۲۰۱۴ میلادی کې هم د دوه عشاریه شپږمیلویونه امریکایی ډالرو په ارزښت۳۱ اوږد مهاله تړونه لاسلیک شول.
په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکو کمپنیو شمیر هم ۳۰۰ ته لوړ شوی، چې ۹۲ یې کورني شرکتونه وو. سږکال د پوځي ، تخنیکی او تسلیحاتی تجهیزاتو نندارتون(KADEX) د جون میاشتی له دویمې څخه تر پنځمې نیټې پورې د قزاقستان په آستانه کې جوړیږي.