تاند- اسیايي پراختیايی بانک له افغانستان سره د ترانسپورت، انرژۍ او د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخو کې د نژدې ۹۰۰ ملیون ډالره مرستې اعلان وکړ.

د اسیايي پراختیايي بانک ريیس توماس پنیلا دا مرسته پرون /دوشنبه/ د جرمني په فرانکفورت کې د افغانستان د مالیې له وزیر اکلیل حکیمي سره په کتنه کې اعلان کړه او ویې ویل چې دا بانک به د افغانستان د ودې او انکشاف لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ویل شوي چې د اسیايی پراختیايی بانک دا مرسته، چې دقیق شمېر یې ۸۷۸ ملیون ډالره دی، له هغې مرستې جلا ده چې دا بانک یې د افغانستان د بنسټي پروژو د وجهي صندوق له لارې کوي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د اسیايي پراختیايی بانک له چارواکو سره په کتنه کې وویل، د انرژۍ، ترانسپورت او د اوبو د زېرمو په برخو کې د لویو پروژو اجرا به افغانستان په ځان بسیا کېدو ته ورلنډ کړي.

د اسیايي پراختیايي بانک غونډه پرون په فرانکفورت ښار کې د شاوخوا ۳۰۰۰ وزیرانو، جګپوړو چارواکو، د بانکونو رييسانو، پانګوونکو او د مدني ټولنو د غړیو په ګډون جوړه شوه.

اسیايی پراختیايي بانک د افغانستان یو مهم مرستندوی بانک دی.

2 thoughts on “اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره نژدې ۹۰۰ ملیون ډالره مرسته وکړه”
  1. دا مرسته خوښه کار وشو خو زمونږ فاسد چارواکی ددی د درست مصرف جوګه ندی او دا مرسته به ایله د وزیرانو وکیلانو او رئیسانو جیب ته لاړه شی افسوس زمونږ د مظلوم ملت په حال

  2. Asalamu alaikum!

    Da kom komak che la Afghanistan sara jahan kawi der de afsos jay da. jahan la afghanano sara der ghat aw na bashonkai aw na heridonkai kheyanat kawi. Da komakona hagha wakht khwand kawi che hokomat de pak aw pa watan mayan wi. Nan hokomat la hagho munafeqano na jor da che asli de afghanano qatelan aw de watan mili sarmaya ye chour kra aw Afghanistan ye tol la wahshat aw barbaryat sara makh pr makh kr. De hamid karazi la hokomat na niwale tr ghani poreh, sumra komakuna la hokomat sara wanaswol???.da komakona ka munazam tr sara sawiwai no Afghanistan ba os abad wai, kho cha da kar trsara kr aw aw asli faida ye chata dera wa aw da???

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *