قدرت په خاورینه کره کې د هر چا لپاره خپله برخه بېله کړې چاته یې خوږې اوبه چاته یې تېل څوک یې په سرو سپینوزرو او نورو ګڼو نعمتونو غني کړي.

پر افغانانو هم له هر پلوه د خدای خوره وره لورینه شوې، غرونه یې له قیمتي معدنونو دښتې یې له تيلو ګازو او درې یې له روانو اوبو ډکې دي.

خو د پټو خزانو دغه اوده څښتن بیانسلونه نسلونه  د فقر او غربت په  تور غار کې د بې وسۍ سترګې رڼوي.

د افغانستان د کانونو په تړاو د بهرنیو سروې ګانو پایلې ښيي چې د جنګ ځپلې افغانستان تر ځمکې لاندې خزانې ممکن د دې هیواد د راتلونکې نسل بخت بدل کړي.

ښايي د روان ناورین یو لامل به همداوې چې دافغانستان د خلکو دښمنان به زمونږ ښه ورځ نه شي لیدای.

 حسد،حرص او عدم قناعت د انسان فطرت دی خو د داسې انسانانو پر ضد له خپلې برخې ساتنه بیا د هر وګړي انساني، اسلامي او ملي مسولیت دی.

تازه اروپايي ټولنې د افغانستان د کانونو په اړه ویلي چې په دې هېواد کې له سلو یواځې اته سلنه کانونه په قانوني اونور دوه نوي سلنه یې په غیر قانوني توګه کیندل کېږي .

د اروپایي ټولنې استازي فرانز میشل میلبین د کانونو دغه غیر قانوني کیندنې د افغانستان راتلونکې لپاره یو جدي ګواښ بللی او ویلي یې دي دغه چاره به د وسله والو ډلو او زورواکو په پیاوړتیا او د  افغانستان په بې ثباتۍ کې مرسته  وکړي.

اوس د دغې ملي شتمنۍ له چور او تالان ساتنه  د افغان حکومت، د هر دورسیاسیونو او په تېره د هغوی لوی مسولیت ګڼل کېږي چې ځان د هېواد په هره لویه او وړه مسله کې د مشورې اخیستلو حقدار بولي .

هو له ملي شتمنیو ساتنه  دافغانستان د راتلونکې نسل له نیکمرغیو او ښیرازیو ساتنه ده او برعکس یې د ملي شتمنیو غلا  په حقیقت کې له راتلونکې نسل د باوقاره  ژوندا خیستل دي.

ببرک دروېش

۱۳۹۵ د ثور  ۱۴ مه

One thought on “کانونه زموږ وروستۍ هیله/ ببرک دروېش”
  1. هی هی په کوم درد یی وژاړو دکانونو خو مه وایه چه مونږ پری ډیر څوریږو دهیواد مثال دهغه کورنئ په څیر دی چه له پلاره ورته بلا شی سرمایه پاتی وي او ورونه پری په خپلو کی په تقسیم جوړ نه راځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *