تاند- یوه ۷ میاشتنۍ ماشومه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د نړېدلې ودانۍ تر کنډوالو لاندې ۴ ورځې وروسته ژوندۍ وموندل شوه.

شپږ منزله ودانۍ د سخت باران له کبله ونړېده او لږترلږه ۲۲ تنه پکې مړه شول.

ګومان کېږي چې لا به هم په لسګونو کسان د ودانۍ تر کنډوالو لاندې وي خو هیله نشته چې بل څوک دې ژوندی پاتې وي.

2د ودانۍ خاوند سامویل کارانجا به نن /سې شنبه/ محکمې ته حاضر شي.

کارانجا پرون ونیول شو. چارواکي وايي چې نوموړي اجازه نه لرله چې د ودانۍ ۱۱۹ خونې په کرایه ورکړي.

د کینیا د رسنیو د راپور له مخې، تراوسه پوري د ودانۍ له کنډوالو ۱۳۵ تنه ژوندي راایستل شوي دي.

د کینیا د سره صلیب کمېټه وايي چې ماشومه یې د سهار په ۴ بجې په یوه سطل کې په داسي حال کې وموندله چې په کمپله کې پېچل شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *