تاند- د رومانیا ولسمشر کلاوس پوهانس نن /سې شنبه/ ناببره افغانستان ته راغی او په کندهار کې یې له رومانیايي پوځیانو سره وکتل.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یوهانس د کندهار په هوايي ډګر کې له خپلو پوځیانو سره وکتل.
رومانیايي پوځیان د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې برخه لري. دا پوځیان په جګړه کې برخه نه اخلي.
رومانیا د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې ټولټال ۵۸۶ پوځیان لري چې ۲۹ یې په کندهار کې دي.
په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د رومانیا ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.
د ناټو د غړیو هیوادونو مشران او جګپوړي چارواکي هر څه موده پس په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لیدو ته راځي.
تېره اوونۍ د چک جمهوریت صدراعظم کابل ته راغی او د ولسمشر غني په شمول له بېلابېلو افغان چارواکو سره هم وکتل.