د الله ج په دې پراخه نړۍ کې چې انسانان او نور مخلوقات يې پيدا کړي دي، د دې ټولو لپاره يې خوښي او خپګان هم ورکړی دی.

مرګ يوه داسې کلمه ده چې، طبعاً سړی ترې اغېزمن کېږي، خو دا خبره هم بايد ومنو چې مرګ حق دی او هيڅ خلاصون ترې نسته.

ځينې انسانان په طبعي ډول مري، پر هغه باندې هم خلک ژاړي او خپګان پرې کوي، خو داسې انسانان هم سته چې په ډېر بې رحمانه ډول وژل کېږي چې د دغه ډول انسانانو د مرګ کيسه بيا د تاريخ يوه برخه سي او د يو افسانې په شکل د هر چا پر خولو اوړي را اوړي، ځينې زړونه سوري کړي او له يو شمېر سترګو پرې اوښکې توی سي.

سردار محمد همدرد
سردار محمد همدرد

هسې خو هم زموږ په هېواد کې هره ورځ وګړي په ډېر بې رحمانه او په ډله ييز ډول وژل کېږي، دلته انسانانو خپلې انساني کرامت او ارزښت له لاسه ورکړی، پر انساني کرامت ګرځي او تر پښو يې لاندې کوي.

موږ په خپل وطن کې ډېری د ظلم او وحشت داسې کيسې لرو چې په ليکلو ارزي او تاريخ پرې خپلې پاڼې ډکولی سي.

اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته:

په کومه ورځ چې تنکی اباسين د ظالمانو په منګولو کې ولوېدی او بيا چې په بې رحمانه ډول ووژل سو، تاسو باور وکړئ چې سړی روحاً په دې موضوع باندې د نا ارامۍ احساس کوئ او په دې موضوع زيات ځورېدلم.

دا چې ظالمانو لومړی د اباسين ګوته پرې کوله او بيا به يې ډول ډول تهديداوه، دغه تنکي ګلاب به په نازکه ژبه د خلاصون خبره کوله.

ما هغه ويډيو چې له اباسين ثبت سوې وه، سر تر پايه وکتله، رښتيا چې د سترګو څخه مې بې تابه اوښکې توی سوې چې زما په واک کې نه وې.

هغه نازولی اباسين چې د ۹ خويندو ورور و، تاسو فکر وکړئ چې د هغه خويندې، د هغه مور او پلار به څومره په دې غم درديدلي وي او لا به درديږي، ژاړي به او هيڅکله به يې د اباسين ګلالۍ څېره له سترګو لېرې نه سي.

زه په دې باور يم چې تاريخ به تنکی اباسين هېر نه کړي او دا افسانه به کلونه کلونه د خلکو پر خولو وي او درد به يې پر ډېرو زړونو پاتې وي.

څه ووايو، د الله ج نظام دی، عجبه ظالم او جابر خلک د انسان په جامه کې سته، سړی ورته حيرانيږي چې دا به هم انسانان وو، دوی به هم کورنۍ او بچيان لرل؟ او دوی به هم د غوښې زړونه لرل؟

د دوی په زړه به دا هم نه تېرېدل چې زما د بچي سره که دا ډول کړنه وسي نو زما به څه حال وي؟

الله ج عادل ذات دی، په دې باور لرو چې ظالم به د خپل عمل سزا ويني، اوس خبره دا ده چې، کهد دې معصوم شهيد حق ادا کوو، بايد هغه ظالمان چې نيول سوي دي، بې له قيده او شرطه اعدام سي او په عام محضر کې داسې سزا ورکول سي چې د ټولو خلکو زړونه پرې يخ سي، ځکه اباسين د دې وطن بچی وو، د هغه پر وژنه هرې مور ژړلي دي، هر پلار پرې اوښکې توی کړي دي او هرې خور او ورور پرې وير کړی دی، نو د دوی ټولو او د دې هېواد د هر بچي او هر اوسيدونکي دا ارمان دی چې د اباسين وژونکو ته تر ټولو سخته سزا او په عام محضر کې ورکول سي.

که زموږ حکومت دا کار ونه کړي او د هغه وژونکي تر داره ونه رسوي نو دا مانا لري چې دوی هم د ظالمانو ننګه کوي او د دوی اسلاميت تر سوال لاندې راځي.

په اخر کې د شهيد کورنۍ، په ځانګړي ډول مور او پلار ته يې تسليت وړاندې کووم او له خدای ج څخه په خپله خاوره کې د اجتماعي عدالت غوښتونکی يم.

۱۳۹۴ل / ۲ / ۱۴

One thought on “د اباسين وژنه او زما اوښکې / سردار محمد همدرد”
  1. ګرانه همدرد صا حب زمونږ سلامونه او نیکی هیلی هم ومنی

    محترمه وروره د اباسین شهادت ټول هغه انسانان وژړول چی انسانی ضمیر ولری خو لعنت او خجالت دی وی په دولتی چارواکو ددی دولتی چارواکو نه د خیر او عدالت طمع کول ناشونی کار ده ځکه چی همدا دولتی چارواکی او ما فیایی کړی په اختطاف کی سره شریک دی زه د خپلی دی خبری لپاره ثبوت لرم هغه دا چی ولی د یوه دولتی چارواکی اولاد ورور یا پلار نه اختطاف کیږی او که په غلطی کی دا وشی نو په طول دیو هفته کی یی پیدا کوی لکه مثال یی د قا ضی قضات پلار چی په یو هفته کی یی پلار هم پیدا شو او اختطاف چیان هم ونیول شول مګر د مظلوم شهید اباسین د ګوتو غو څیدو ویدو ګانی یی هم فامیل ته راغلی مګر اباسین مظلوم په دری میاشتو کی پيدا نشو د قاضی قضات پلار په یوه هفته کی سره د اختطاف چیانو پیدا کیږی مګر اباسین مظلوم په دری میاشتو کی نه پیدا کیده ولی ؟؟؟؟؟ د ولی جواب معلوم دی چی دولتی مافیا پکی لاس لری نو ملت ته پکار دی چی ددی نجسو دولتی چارواکو بر ضد د هر هغه چا ملاتړ وکړی چی ددوی د ختمیدو لپاره یی مټی را نغښی وی یا الله ج ددی دولتی چارواکو اولادونه پلرونه ورورنه او دکورنی نور اعضا چی ټول په حرامو تغذیه شوی د اباسین مظلوم شهید له درد او د کورنی له حاله خبر کړی امین امین امین یا ربا لعا لمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *