ښکلا د حقيقت موسکا ده، کله چې زموږ په وجود کې غزونې وکړي، په يوه بشپړه هنداره بدلېږو
“ټاګور”
د رابندرانات ټاګور نږدې ټولې ليکنې د هېواد پالنې له ارزښتونو ډکې دي، هغه د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ سره يو ځای شو چې خپل هېواد د بهرنيو له تسلط ازادي کړي، په خلکو کې د وطنپالنې او انسان پالنې احساس پياوړي کړي او ددې احساس ورکړي چې ټول بايد يو بل ته له زيان رسولو پرته په سوکالۍ کې ژوند وکړي.

ټاګور سره ددې چې د خپلې سُنتي ټولنې فکر او فلسفه يې په ژوره توګه لوستې وه، ورسره هم مهاله يې د غربي فلسفي پاڼې هم اړولې وې، لوديځ کلتور يې د يوه اروپايي يا لوديځوال غوندى لوستى و چې بالاخره د زړو هندي دودونو او زده کړو او د معاصرې لوديځې بشري نړۍ د افکارو، ارمانونو او عقايدو د زده کړې او پرتلنې لپاره يې د ١٩٠١ کال په ډسمبر کې د شانټي نېکټن( د سولې کور يا امن ځاى) بنسټ کېښود.
ټاګور د هندي فلسفي براهماسماج( براهمايي) يو لوى او ځواکمن مبلغ او ددې غورځنګ له سموونکو وو، هغه د نړۍ په تنوع او رنګارنګۍ کې وحدت موندلى و، نوموړي ويل چې د انسانانو ترمنځ بايد د روحاني يو والي اړيکې دومره سره نږدې وي چې د عشق او خوند بڼه خپله کړي
ټاګور يو داسې نابغه او زړور انسان دى چې د ژوند په هره برخه لکه سياست، ټولنه، هنر او مذهب په اړه يې خپل بېلابېل نظريات له وېرې او سانسور پرته وړاندې کړي دي او نورو ته يې د روزنې زمينه په کې مساعده کړې ده. هغه وايي چې ((زده کړه يا روزنه يوه کښتۍ ده چې د ژوند ډېر ګران بيه توکي لېږدوي.)) دا مانا چې د ټاګور له نظره د فکر کلي روزنه ده.
تاګور، له يوه شاعر، ليکوال، عالم، هنرمند، موسيقي پوه، مفکر او نقاش ور ها خوا د هندي فلسفې يو ستر مبلغ او د نړۍ د نوموتو فيلسوفانو له ډلې شمېرل کېږي چې خپل فلسفي افکار يې په خپلو بېلابېلو اثارو کې بيان کړي او ګڼ مينه وال يې موندلي دي، خو هر څه يې په پټو سترګو نه دي منلي، حتى په خپلو سنتي دودونو او فلسفې يې هم نيوکې کړې دي.
د هغه باور دا و چې انسان بايد “نهايی حقيقت” وپيژني، دغه حقيقت انسان له بنده ازادوي، له نړيوال مرييتوب نه يې خوندي کوي، له اسارت نه يې ژغوري، د هغه په اند او تجربه، نړۍ له وهم او ترهې ډکه ده، هغه فکر کولو چې نړۍ د حقيقت، دوکې او ګومان دواړو ځای دی .
فغان ليکوال او کره کتونکى اکبر ګرګر وايي چې د ټاګور په نظرانسان دنيا ته د زيات شمېر ځواکمنۍ او ژمنو سره راځي هغه چې دانسان په فزيکي اړتيا وو کې زياتيږي، دغه ښېګڼې د بشري شخصيت بې حده ظرفيتونه او هستونې لري، په دې ډول پريوتو کې د انسان د راتلونکي زيږنده ده .
د اضافي ښيګڼو ظرفيت په خپله د انسان په مذهب او روحانيت او معنوي او اخلاقي فعاليتونو کې متمرکز او راټوليږي، هغه د يو ايډياليست يا ارمان پالي په توګه د حقايقو، ارزښتونو او فضيلتونو وفاداره ملاتړى دی .
د ټاګور د ويناوو له مخې، د هنر له لارې انسان کولي شي د ژوند تماميت تجربه کړي، ښکلي هنر هېڅ نه دی، بلکې د روح او د نظم او دسپلين دروني پوهېدنه او روښنايي ده .
ټاګور وايي: طبعيت او انسان دواړه د يو ستر ځواک له خوا هست شوي دي، د طبيعت او انسان تر منځ يوه ټينګه اړيکه موجوده ده، په دې اساس انسان بايد داسې طبيعي عمل وکړي چې د لوى او عالي ځواک حضور او شتون په خپل تن او وجود کې احساس کړي .
ټاګور باور دردلو چې طبيعت يو ستر استاد او لارښود دی، له انسان سره دښمن نه دی، طبيعت د مور په څېر يو ډول سخاوت، ترحم او مهرباني لري، په دې اساس هغه زده کړې يعنې ښوونې روزنې چې له طبعيت څخه خپله لاره بدلوي، تنکيو ماشومانو ته ناويلي زيان رسوي “انسان بايد خپلې اړيکي له طبعيت سره د هغه ديو ملگري په توګه جوړې کړي چې نور ترې پند واخلي.”
شانټي نېکټن د کلکتې ښار د بولپور ولسوالۍ يوه کليواله او لرې پرته سيمه وه چې ځمکه يې د ټاګور پلار ډېره پخوا ددې لپاره پېرلې وه چې د خپلو پيروانو او هم مذهبو سره په کې مذهبي مراسم او رياضت اجرا کړي، خلکو ته د سولې، تفکر او دروني ارام احساس ورپه برخه کړي.
د شانټي نېکټن نوم او موقعيت د ټاګور د ماشومتوب په خاطرو او يادونو کې نغښتى و، يو ځل په ١٢ کلنۍ کې له خپل پلار سره هلته تللى و، د لومړي ځل لپاره يې يو داسې ښوونځى او روزنتون ليده چې ده ته يې د ارامۍ او خوښۍ احساس ورپه برخه کړ.
له همغه مهاله يې دا ارمان په ذهن کې و چې دا ځاى په يوه داښې ښوونځي بدل شي چې د کلکتې د نورو ښوونځيو په څېر ستړى او له شور ماشوره ډګ نه کوي، د يوه ماشوم د ماشومتوب او تخيلي نړۍ دا ښکلى ارمان هم يو پوره شو.
د ټاګور په خبره: هغه څه چې نن يې موږ په خپل هېواد کې ښوونځى بولو، په حقيقت کې يوه داسې کارخانه ده چې ښوونکي يې هم يوه برخه ده، دا کارخانې د ربوټ جوړونې له کارخانو نه يوه زره غوره والى هم نه لري.
ده تل د ماشومانو پر ازادۍ او ازاد خيالۍ ټينګار کړى، د هغوى پر وړاندې ځانګړى حساسيت څرګندوي، خو ښوونکو ته خبردارى ورکوي چې هر ډول هغه بهرني خنډونه د له مخې لري کړي چې له طبيعت سره د ماشومانو په نږدې اړيکو کې بندښت پيدا کوي، ځکه چې په روزنه او پالنه کې لومړى ګام دا دى چې د ماشوم روح د طبيعت او ښکلاوو سره هم غاړى شي.
ټاګور په خپلو ګڼو ليکنو کې د هند د ښوونځيو پر سنتي زده کړو نظام او نصاب نيوکې کړې دي چې ګني د انسان د خلاقيت ځواک په کې وژل کېږي او د ماشومانو لپاره په زندانونو بدل شوي دي.
د ټاګور په روزنيزه نظريه کې د ماشومان پرخلاقيت او غوړېدو بيا بيا ټينګار کېږي، څو د ژوند په بېلابېلو برخو کې نړۍ ته مثبت ليدلورى ولري. دده په اند د فرد ازادي، خلاقيت او غوړېدنه ددې سبب ګرځي چې په نهايت کې د بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ د ډيالوګ يا خبرو اترو د ارمان تړاو رامنځته کوي.
کله چې ټاګور په ١٩٢١ کال کې له شانټي نېکټن وروسته ويشو بهارتي پوهنتون رامنځته کړ، نو په دې تحصيلي مرکز کې يې د زده کړې لپاره يو لړ اصول وضع کړل. ددې اصولو مرکزى ټکى دا و چې يواځې د انسان په نامه به زده کېږي او د پوهنتون په دروازه يې دا جمله وليکه:((دلته به نړۍ يواځې تر يوه چتر لاندې ژوند وکړي.)). پوهنتون هڅه کوي چې د نړيوالې ورورۍ د روحيې له لارې د حقيقت لټون له کومې نژاد پالنې او تاوتريخوالي پرته تر سره شي.
د ټاګور په باور، که چېرته ماشوم ته ددې فرصت ورکړو چې له طبيعت سره تړاو رامنځته کړي، نو په حقيقت کې به د ژوند د ښکلا او طراوت مانا درک کړي، ټاګور هنري کار د نړۍ ترمنځ د نږدې کېدو او جوړښت غوره وسيله بولي، خو په هنر کې د هنر زده کړې ته هم ځانګړې پاملرنه اړينه بولي، ځکه دى په دې باور دى چې له هنر سره د ماشوم شخصيت په متعادل اوهمغږي ډول روزل کېږي.
له شانټي نېکټن او ويشو بهاراتي پوهنتون پرته، ټاګور په ١٩٢٢ کال کې د شري نېکټن په نامه يو مرکز رامنځته کړ چې موخه يې د کليوالي سيمو د پراختيا او غوړېدو لپاره کار کول وو چې اقتصادپوهانو، ډاکټرانو او د کرنې انجنيرانو په کې د کليوالي اقتصاد د پراختيا لپاره خدمتونه کول.
ټاګور ته د نړۍ د يوه روڼ اندي فيلسوف په سترګه کتل کېږي چې د پوهې او تفکر په هر ډګر کې يې ګام اوچت کړى، خو په لومړي قدم کې انسان او د هغه ژوند ته اهميت ورکوي. نوموړي يو څو اړخيزه شخصيت دى چې تر ټولو پياوړى اړخ يې شاعري او د يوه شاعر په توګه پاتې کېدل دي.
خو دا په دې مانا نه ده چې د هغه داستان، ډرامه او فلم ليکنه دې له ياده ويستل شي، د ژوند په ټولو فرهنګي او ټولنيزو برخو کې نه يواځې چې خپل نظرونه ورکړي، بلکې په دې برخه کې يې خپل روزونکى دريځ هم څرګند کړى دى.
په بنګال کې لا هم هغه سندرې ګڼ مينه وال لري چې ده د خپلو شعرونو لپاره کمپوز يا ترتيب کړې وې، په همدې ډول په سياست او ټولنپوهنه کې د هغه نظريات نړيوال پيغام لري، خو په خپل وطن کې يې هم د پلي کېدو شونتياوې روښانه کړې دي.
د ټاګور فلسفه يوه پراخه او جامع فلسفه ده، دده په اړه ډېر ژور مطالعات هم نه شي کولى چې د هغه د فکر جامعيت په پوره ډول بيان کړي. دده فلسفي پيغام څرګند او روښانه دى، فلسفه يې د ژوند پر بنسټ ولاړه هندي فلسفه ده چې په ټولو منظومو او منثورو اثارو کې يې څرکونه وهي.
هغه عقيده درلوده چې عشق د خداى پېژندنې يا نامتناهي وجود د پېژندنې يواځنۍ لار ده، که چېرته خداى عشق وي، نو له خداى سره د اتصال لاره له عشق پرته بل څه نه دي او ټينګار کوي چې (هر وخت چې انسان په خپل روح کې د ژوند خوځښت يا لړزه او د نړۍ کل روح حس کړي، نو ازادۍ ته رسېدلى دى.)
دا يواځې عشق دى چې عبوديت او ازادي په کې متناقص نه دي، ځکه چې عشق نهايت ازادي ده او نهايت اسارت دى. ددې محدوديت راز د همغه نامتناهي پر غاړه دى او په هغه(عشق) کې متناهي او نا متناهي يو دي، په دې اساس عشق د ټاګور پر وړاندې يوه تجربه ده، عاشق ته د عشق له مقولې سره تړاو ورکوي.