تاند- د لغمان دینی عالمانو له حکومته وغوښتل چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره په هر صورت چې کېدای شي د سولې باب پرانیستی پرېږدي.
د لغمان یو شمېر دیني عالمانو نن /سې شنبه/ د ولایت له والي سره په یوه غونډه کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د هیواد روان وضعیت ته په پام د سولې دروازې پرانیستې وساتي او په دې برخه کې له ټولو ممکنو لارو چارو څخه په استفادې وسله وال مخالفان سولې ته وهڅوي.
دوی وویل چې د علماوو سراسري شورا په هیواد کې روانه جګړه پردۍ او ناروا بولي، ټولې تروریستي کړنې، د بې ګناه خلکو وژل، د ماینونو اېښودل او د ټولګټو پروژو تخریب په کلکه غندي.
د لغمان دیني عالمانو په عین حال کې د دولت پر وسله والو مخالفانو ږغ وکړ چې د نورو په اشاره له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي.
دیني عالمانو وویل، هماغه راز چې له حکومته د سولې په اړه غوښتنه کوي له وسله والو طالبانو هم غواړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د هیواد په ودانولو کې برخه واخلي.
د افغانستان د سولې بهیر، چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزو غونډو له کبله ورته هیلې غوړېدلې وې، وروسته له دې له ناکامۍ سره مخامخ شو چې وسله والو طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل او د سولې په پروسه کې یې ګډون رد کړ.
د طالبانو دا اعلان او ورسره جوخت حملو ته شدت ورکول د دې سبب شو چې د افغانستان حکومت هغو هڅو ته شا واړوي چې د څلور اړخیز ګروپ په چوکاټ کې پیل شوې وې او هیله وه چې په بل پړاو کې طالبان هم ورسره یوځای شي.