تاند- ناپه افغانستان کې امریکايي پوځیان وايي چې په پکتیا ولایت کې یې نن درې پوځیان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت له شمېرتنو سره سم د دغو درو پوځیانو له وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تلفات ۲۱۲۴ تنو ته ورسېدل. د پینتاګون په وینا په دغه شمېر کې ۱۷۵۹ په جګړه یا د وسله والو مخالفانو په بمي بریدونو کې وژل شوي دي.

سږ کال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ټولټال ۱۰۳ سرتېري وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۷۸ امریکایان دي. د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د نړیوالو ځواکونو تلفات د دې لپاره لږ دي  چې سږ کال زیات عملیات او ګزمې افغان ځواکونه کوي.

په پکتیا کې د درو پوځیانو د وژل کېدو خبر لومړی ناټو خپور کړ خو ناټو په خپله خبرپاڼه کې د وژل شویو پوځیانو د ملیت په اړه څه نه و ویلي.

د امریکا پوځ ویلي چې د دوی دا درې سرتېري د پاکستان پولې ته ډېر نژدې له وسله والو یاغیانو سره په جګړه کې ووژل شول. د دوی په وینا دا په روان اګست کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ته لومړني تلفات دي چې وراوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *