صفي الله سلطاني

پیل به د کریس ویډنر په دې خبره وکړم چې وایي: لرلید په حقیقت کې هغه اندازه ګیرۍ ده چې په انسان کې د دنیوي چارو د سرته رسولو او اهدافو د لاسته راوړلو خلاقیت رامنځ ته کوي.

د خوبونو ترلاسه کول (په حقیقت بدلول) ډیر ساده او آسانه کار نه دی، خو هغه کسان چې غټ شیان تر لاسه کوي معمولا د همداسې غټو پروسو طی کولو ته تیار وي، د دې پروسو ځینې برخې په لاندي ډول لیسټ کړای شوي دي. نو هغه کسان چې له دې سترو لاسته راوړنو سره مبارزه کوي لاندې لارې چارې دې وګوري، پر خپل ځان دې عملي کول شروع کړي څو یو له هغو کسانو شئ چې د خوبونو د لاسته راوړولو پر سرک مزل کوي.

لومړئ مرحله: ځان ته خوب وټاکئ. هر څه لومړی په زړه او ذهن کې جوړیږي. هره لویه لاسته راوړنه لومړی د یوه شخص په ذهن کې جوړه شوي ده، هغه د دې جرأت کړی چې په خوب یې بدله کړي او په دې یې باور کړی چې تر لاسه کول یې ورته ممکن دي. ځان ته د دې وخت ورکړئ چې د لویو شیانو په اړه فکر وکړي. هغه منفي فکرونه چې ستاسو د مأیوسئ سبب کیږي بند کړئ. که تاسو غواړئ چې خوب لیدونکی شئ نو د خپل ځان، کورنۍ او نورو لپاره داسي خوبونه ووینئ چې امکان ولري. که تاسو داسې خوبونه ټاکلي وو چې هغه تاسو زړه توری کوي نو بدل یې کړئ، ځکه ژوند ډیر لنډ ده، د هغو شیانو په فکر یې مه تیروئ چې یې لاسته راوړل یې درته ناممکن وي.

دوهمه مرحله: باور پرې وکړئ. هو؛ ستاسو خوب به غټ وي، هغه به په ظاهره ستاسو تر وړتیاوو ډیر غټ ښکارې، مګر دا باید داسې وي چې تاسو یې په ترلاسه کولو باور ولرئ. تاسو باید په دې قادر وئ چې که یو څه کارونه تر سره شي، یا نور خلک یو څه کومک وکړي، که تاسو سخت او کافي کار وکړئ نو ترلاسه کولای یې شئ. ښه مثال: یو سړی چې هیڅ پوهنتون یې نه دی ویلي کولای شي د یوې داسي کمپنی خوب ځان ته وټاکي چې د کال لس میلیونه افغانۍ ځیني ترلاسه کولای شي، که څه هم دا غټ کار ده خو د باوړ کولو وړ دی. بد مثال: یوه د ۹۰ کالو ښځه وایې چې زه به په دریو ساعتونو کې د جرکنې په غره له یوه سره تر بله منډه وهم، که څه دا هم یو غټ خوب ده خو په حقیقت کې دا ناممکن ده. لومړنی کس باید ټول فکر په خپل دې تجارت وڅرخوي خو په دوهم مثال کې دا ۹۰ کلنه ښځه باید لومړی په دې فکر وکړي چې څنګه له خپله ځایه وخوځیږي.

دریمه مرحله: لوی لاسته راوړونکي یو ډول عادت لري، دوئ هر څه ویني، ځان داسې احساسوي چې خپل د میلیونونو کاروبار ته روان دي، که څه هم دوئ په یوه زړه اوسپنیزه څوکۍ په خپل ګراج کې ناست وي، یا یو څوک ځان داسې احساسوي چې یوې لویې غونډي ته په ډیرو ښو احساساتو ښې خبري کوي، یا څوک داسې احساسوي چې دیوې ستري سیالۍ ګټونکی ده. دا ډول احساسات ذهنا سړی دې ته اماده کوي چې د خپل خوب د حقیقت لپاره کار وکړي.

څلورمه مرحله: خپل خوب ووایئ: یو دلیل چې د اکثرو خلکو خوبونه نه ریښتیا کیږي دا ده چې همدا کسان خپل خوبونه ټول له ځان سره ساتي، هغه یو ډیر خاموشه خوب وي چې دی یې تل په خپل ذهن کې ساتي، هغه څوک چې غواړي کوم خوب په حقیقت بدل کړي باید ټولو خلکو ته یې ووایي. یو دلیل یې دا ده چې موږ ټول په تکراري ډول وایو چې هغه څه شروع کوو چې ډیر باور پرې لرو، خو که خبرې پرې وکړو نو هغه به یو څه ممکن شي. دوهم دلیل یې دا دی چې هغه به د حساب وړ شي، یعني که چاته یې ووایو نو موږ به دې ته وادار کړي چې هغه یو هسي خوب و نه شمارو، بلکي له نورو سره په شریکولو یې ځان تر لاسه کولو ته ژمن وښیو.

پنځمه مرحله: پلان یې کړئ. هر خوب باید د پلان چوکاټ ته شامل شي. یو زړه وینا به مو په یاد وي چې وایې (هغه ترلاسه کیږي کوم چې پلان کیږي) بالکل پرځای وینا ده. ستاسو خوب به په یوه ځل یا په ناڅاپي توګه نه تر لاسه کیږي، بلکې د ترلاسه کولو لپاره یې باید یوه په حقیقت ولاړه کړنلاره جوړه کړئ. په ټولو برخو یې فکر وکړئ، لوی پلان په وړو-وړو برخو وویشئ (کاري برخو). وروسته د وخت یو چوکاټ ورته جوړ کړئ چې د دې پلان هره کړنه به په کوم وخت کې ترسره کړئ.

شپږمه مرحله: کار پرې وکړئ. ژوند به دومره ښکلی نه وای که مو سختئ نه وای ګاللي، له بده مرغه بریالي کسان معلمولا ډیر ستړي او سخت کارکوونکي خلک وي، پاتي کسان تل آرام وي او ټول وخت په یوه ډول د تکراري شیانو په کتلو تیروي، بریالي کسان تل د خپلو هدفونو په لاسته راوړلو کار کوي او خپل خوبونه ریښتیا کوي. که په هدف باندي هره ورځ کار وکړئ، شک نه شته چې تاسې به هغه ډیر ژر ریښتیا کړئ او ترلاسه به یې کړئ. د جنګ او سولې کتاب هم یو یو ټکی لیکل شوی.

اوومه مرحله: خوند ترې واخلئ. کله چې مو خپل خوبونه ریښتیا کړل او هدفونه مو ترلاسه کړل، پام مو وئ چې خوند ترې واخلئ. په حقیقت کې له هغه سفره خوند واخلئ چې د دې هدفونو د لاسته راوړلو لپاره مو طی کړی. ځان ته د دې بریاوو سره ډالۍ وټاکۍ، له نورو سره هم مرسته وکړئ چې د خپلو هدفونو له لاسته راوړلو خوند واخلي. خوښ او سخي اوسئ. خلکو ته وښایئ چې خوب مو څنګه تر لاسه کړ، وروسته یې بیا له لومړئ مرحلې شروع کړئ خو دا ځل تر دې لیږ غټ خوب ځان ته وټاکئ.

په درنښت

One thought on “څنګه خپل خوبونه په حقیقت بدل کړو؟/ صفي الله سلطاني”
  1. سلطانی صاحب ډیره ډیره مننه کوو ماشاالله ډیره په زړه پوری مقاله مو لیکی ده په ګوتو مو برکت سه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *