تاند- د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې نن /چهارشنبه/ شاوخوا ۶۰ زده کوونکې په مرموز ډول مسمومې شوې.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل:«د رستاق ولسوالي د میرملايي د لېسې شاوخوا ۶۰ نجونې چې له ۷ تر ۱۲ ټولګیو زده کوونکې دي، نن لس بجې په مرموز ډول مسمومې شوې او د درملنې لپاره روغتون ته یووړل شوې.»

چارواکي وايي چې د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.

دا په دوو اوونیو کې د تخار په رستاق ولسوالي کې دوهمه ورته پېښه ده.

تېر ځل (د اپریل ۱۹) ۶۲ رده کوونکې مسمومې شوې وې او ګڼې زده کوونکې د څو ساعتونو لپاره بې هوشه وې.

لس ورځې وړاندې (اپریا ۲۳) په فراه ولایت کې هم شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکې مسمومې شوې وې.

د فراه ولایتي چارواکو او شاهدانو وویل چې مسموم شوې نجونې د ټیټو ټولګیو نجونې زده کوونکې دي.

د دوی په وینا کله چې نجونې سهار ټولګیو ته ننوتې، پر مېزونو یې سپین رنګه پوډر پراته و چې د دوی د مسمومېدو سبب شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *