تاند- افغان امنیتي ځواکونو په جلال اباد کې د هغه دفتر کارکوونکي نیولي چې تېره اوونۍ یوه استرالیايي مرستندویه ورڅخه وتښتول شوه.
د استرالیا د ایس بي ایس کام د راپور له مخې، افغان پولیسو د زردوزي په دفتر کې د مېرمن کیري جېن ویلسن د تښتولو په شک د دغه دفتر ۸ کارکوونکي نیولي دي.
مېرمن ویلسن د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د وسله والو کسانو له لوري له خپل دفتره نامعلوم لور ته بېول شوه. د زردوزي موسسې ريیسه ډي انجیلو وايي، ویلسن د دوو سړو له لوري ونیول شوه، هغوی ادعا کوله چې د ملي امنیت د ریاست کارکوونکي دي. یو کس دباندې ولاړ و.
سي بي ایس د ننګرهار د یوه ولایتي ویندوی نور احمد حبیبي له قوله وايي، د مېرمن ویلسن د تښتولو له وخته په ساحه کې امنیتي تدابیر سخت کړي، پولیسو څو ځایونه تلاشي کړي او له ګڼو خلکو سره یې خبرې کړي څو د پېښې په اړه معلومات ټول کړي او د تښتونکو څرک ولګوي.
د ننګرهار والي امنیتي خواکونو ته امر کړی چې په دې پېښه کې لاس لرونکي ژر تر ژره ونیسي.
د حبیبي په وینا تراوسه پوري په دې تړاو ۸ تنه مشکوک کسان نیول شوي او له هغو څخه تحقیقات روان دي.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې نیول شوي کسان د دفتر مامورین دي او که ساتونکي.
ګومان کېږي چې مېرمن ویلسن به د دې لپاره تښتول شوې وي چې پر سر یې پیسې ترلاسه کړي خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې تېره اوونۍ وویل چې تښتونکو ته به باج ورنه کړي. (تفصیل)