تاند- د ملي امنیت ځواکونو په پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې ۳ غړي نیولي او وايي چې په دې توګه یې د یوې ډله ییزې حملې مخه نیولې ده.

د ملي امینت ریاست دا خبره نن /چهارشنبه/ په داسي حال کې وکړه چې په کابل کې د امریکا سفارت نن په دغه ښار کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ او له هغو یې وغوښتل چې د ځان ساتنې ته پام زیات کړي.

د امریکا سفارت ویلي چې په کابل کې د تروریستی حملو امکان ویني.

تر دې وړاندې د کابل د لسمې حوزې قوماندان هم د احتمالي انتحاري حملې او د بهرنیو مېلمنو د برمته کېدو خبرداری ورکړی و.

د  افغانستان د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې ۳ غړي یې په ښار کې د یوې تروریستي حملې د پلان په تړاو نیولي دي.

د دغه ریاست په ادعا نیول شویو کسانو د ښار په مزدحمو سیمو کې د حملو د پلانولو او همږغولو هڅه کوله.

دا ریاست وايي چې له نیولو شویو کسانو سره چاودېدونکي مواد، تمانچې او ۱۱ موبایل ټېلفونونه هم موندل شوي دي.

د کابل په وروستۍ ډله ییزه تروریستي حمله کې تر ۶۰ زیات ملکیان او پوځیان ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *