خسرو حسیني

۱ـ له شخصي ضمايرو زه، موږ او تاسې څخه بايد په مناسب ځاي کې ګټه واخستل شي. د مثال په توګه له زه کلمې بايد ډېره کمه ګټه واخستل شي. په کوم ځاي کې چې له تېروتنو سره مخ شوي ياست اشاره ورته کوئ، دا چې تاسې يو وخت ډېر زيرک وئ، يا هم د ځان د ستاينې په برخه کې ډېر استعمال شي.

موږ او زموږ ښه لغاتونه دي او د اړيکو او نېږدې والي لامل ګرځي. کله چې تاسې د ويلو لپاره ښه خبرونه لرئ، نو د موږ نه، بلکې زموږ مال او ستاسې مال کلمو ګټه واخلئ.

۲ـ د احساساتو وېش: خپل ځان د اورېدونکو ترمنځ احساس او پرېږدئ او د هغوي د نظرونو د مهمو ټکو ځان خبر کړئ.

۳ـ رښتينې وينا: مثلاً: ( دا کيسه چې زه کوم يوه رېښتينې کيسه ده.) د رېښتينې کلمه مثبته رواني اغېز لري.

۴ـ وخت او نظم ته پاملرنه: اورېدونکي دا خوښوي چې خبرې مو په خپل وخت شروع کړئ او په خپل ټاکلي وخت يې پاي ته ورسوئ. او دې ته ډېر خوښ وي  چې د خبرو او پوښتنو کولو وخت ورته ځانګړي شي.

۵ـ تلفظ(لهجه): د لغاتونو او کلماتو سم تلفظ او ادا کول د اورېدونکو سره د هغې د پوهېدنې چانس ډېروي. البته خبرو کې د وينا پر مهال داصطلاحاتو د تېروتنې ډېره سمونه مه کوئ. او خپلې لهجې په کې ډېرې مه کاروئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *