د ناروغانو عیادت کول ثوابي کار دی، ډیری وختونه د مریض طبعیت د خپلو نږدې دوستانو او عزیزانو په لیدو ښه کیږي. د دوستانو او عزیزانو لیدل او له هغوی سره خبرې د روغتون، ناروغۍ او دواوو فشار پر ناروغ کموي، د بهترۍ احساس کوي بیا له ډاکټرانو او نرسانو سره ښه رویه کوي.
کله چې ناروغ له ډاکټر او نرس سره همکاري وکړي، هغوی چې خپل کار په ښه ډول اجرا کړي او مریض د هغوی له لارښوونو سره سمه خوراک وکړي، دا ټول شیان یو ځای کیږي او له ناروغ سره مرسته کوي چې ژر له مریضۍ ځان خلاص کړي.
په افغانستان کې د ناروغیو زیاتوالی، ټکرونه، چاودنې او نورې پيښې ډيرې زیاتې دي، ځکه خو هر کس که په میاشت کې یو ځل روغتون ته نه وي تللی نو په څو میاشتو کې خو به ضرور یو ځل تللی وي او ځینې نور بیا ممکن په یوې میاشتې کې په ځلونو تر روغتونه تللي او راغلي وي.
روغتون ته تګ او د ناروغ پوښتنه کول هم له ځانه یو لړ اصول لري، که یې په پام کې ونیسو هم به مو له ځان سره مرسته کړې وي چې ناروغ نه شو، هم به مو له ناروغ سره مرسته کړې وي چې په عذاب نه شي ورسره به مو د روغتون د کارکوونکو خلق هم نه وي ورتنګ کړی.
هغه اصول دا دي:
– روغتونونو د مریض د لیدو له پاره خاص وخت ټاکلی وي، موږ باید اول همدا وخت ځان ته معلوم کړو او بیا لاړ شو.
– کله چې زکام، اسهال، سینه وبغل، نری رنځ یا هم ټوخی ولرو ښه خبره ده چې د مریض عیادت ته ورنشو ځکه همدا ناروغۍ ممکن ناروغ کس ته انتقال او د هغه وضعیت نور هم خراب کړي.
– روغتون ته د مریض عیادت ته ورتلل له دوو اړخونو د پام وړ دي؛ یو چې موږ ناروغه نه شو او بل چې ناروغ کس ته نورې ناروغۍ انتقال نه کړو، نو روغتون ته تر ننوتو مخته او له راوتو وروسته لاسونه په صابون او پاکو اوبو مینځل ضروري دي.
– ماشومان له ځانه سره بونځو او که یې بیایو نو د یوه مشر کس تر څار باید لاندې وي او تر لاس نیولي یې روغتون ته دننه او بیرته یې راوباسي ځکه که هلته طبي وسایلو ته لاس وروړي نو ممکن د ناروغۍ سبب یې شي.
– ځینې کسان ناروغانو ته تحفې ور وړي او ناروغان په دې تحفو خوشالیږي نو که میوه یوسئ، یا هم کتاب له ځانه سره مریض ته یوسئ دا ښې تحفې دي، ځینې کسان له ځان سره د ګلونو ګیډۍ وړي دا هم د مریض پر روان ښه تاثیر کوي، د نورو شیانو د وړلو هڅه مه کوئ.
– په روغتون کې دننه سګرټ مه څکوئ، د مریض په کوټه کې خو دا کار بیخي مه کوئ.
– ښه خبره ده چې په روغتون کې ناروغان په تکلیف نه شي، د تلیفون غږ مو چوپ کړئ.
– د شفاخانې له کار کوونکو سره خوله یا لاس اچول او شور جوړول منعه څه چې جرم دی. که چیرې تاسو ګورئ چې بې انصافي درسره کیږي او یا یو څوک بډي اخلي او تاسو دننه شفاخانې یا د مریض وارډ ته نه پریږدي نو په مناسب وخت کې په سړه سینه د شفاخانې له ادارې سره خبرې وکړئ او خپل شکایت ورته وړاندې کړئ. که چیرې تاسو ځایي ډاکټرانو او نرسانو ته دا شکایت وکړئ ممکن ځای ونه نیسي.
– کله چې د مریض کوټې یا وارډ ته ورځئ نو د هغه پر کټ مه کښینئ.
– په وارډ کې پرتو طبي وسایلو او د ناروغ زخمونو ته لاس مه وروړئ.
– د ناروغانو تشناب ته مه ورځئ.
– شفاخانې ته په ننوتو ارامي اختیار کړئ، په لوړ غږ خبرې مه کوئ او په یو ځل کم خلک د مریض عیادت ته ورشئ.
دا هغه ضروري ټکي دي چې که موږ یې په پام کې ونیسو نو د ناروغیدو چانس به مو په روغتون کې کم وي، ناروغ به مو ژر جوړ او بل به په روغتونونو کې دا روان خراب وضعیت لږ ښه شي.