تاند- د پرچم ډلې پخوانی غړی نظام الدین تهذیب، چې د کندوز اوسېدونکی و او پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په موده کې د سترې محکمې رييس و، په لندن کې ومړ.

نظام الدین تهذیب په ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا وروسته د خلق د دیموکراتیک ګوند په حکومت کې د قومونو او سرحدونو وزیر وټاکل شو، خو د خلق او پرچم ترمنځ د اختلاف له رامنځته کېدو وروسته زندان ته واستول شو. افغانستان ته د شوروي پوځیانو له راتګ سره سم د سترې محکمې ريیس وټاکل شو.

تهذیب د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي لوستی و او ښايي همدا علت و چې د سترې محکمې رياست ورسپارل شوی و.

تهذیب د ثور تر کودتا وړاندې معلمي کړې او دغه راز یې له اریانا دایرة المعارف سره همکاري کړې ده.

که څه هم ښاغلی تهذیب په خټه دوتاڼی پښتون و، خو د اکثرو نورو پرچمیانو په شان یې فارسي ته ترجیح ورکوله او اکثره لیکنې یې هم په فارسی کړي دي.

تهذیب ۸۳ کاله عمر وکړ او د معلوماتو له مخې په وروستي عمر کې ناروغ و او تر پایه په ببرک کارمل میین و.

4 thoughts on “نظام الدین تهذیب په لندن کې مړ شو”
  1. نو چی داسی پر کارمل میین وو کاشکلی د کارمل قبر معلوم وای له هغه سره به یواځی په قبر کی خښ کړل شوی وای.

  2. د امپر یا لیزم په لمن کې یې ساه ور کړه، چې د خپل اقتدار په وخت کې یې ډیر سپیڅلي انسا نان د امبر یا لیزم د نو کرا نو په نا مه تر خا ورو لا ندې کړل ، د دو زخو نو په تر ټولو ټیټې او له عذابه ډکې کندې کې یې د ځای وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *