څیړاند د سینې د یو ډول سرطان د جنټیک فکټور په موندلو کې بریالي شوي دي.
د ناروې د څیړاندو د رسمي ویب پا ڼې د راپور له مخې د انګلستان د کمبریج پوهنتون یوې څیړندوېې ډلې هغه جن موندلی چې د سینې د تریپل نګټیف سرطان سبب کیږي. دغه ډول سرطان د میرمنو لوي قاتل بلل شوی دی.
دغه څیړنې د سینې د سسرطان په مخنیوي او معالجه کې مرسته کولی شي.
په انسانانو کې کابو شل زره جنونه شتون لري چې په دې ټولګه کې ۹۳ جنونه په ګوته شوي دي چې که بدلون پکې راشي د سینې د سرطان سبب کیداي شي. دغې څیړندويي ډلې ددغو جنونو لیسټ نورو پوهنتونو او څیړنیزو مرکزونو ته لیږلی چې د سینې د سرطان د معالجې او مخنیوي په برخه کې ترې استفاده وکړي.
ښايي ډیری قدرمنې میرمنې ووايي چې دغه څیړنې د افغان میرمنو کوم درد دوا کولی شي ، له بده مرغه د جنونو د معاینې امکانات په افغانستان کې نه شته خو له دې سره سره دغه څیړنې د سرطان په مخننیوي کې هم مرسته کولی شي. زموږ په هیواد کې له بده مرغه د خلکو د کم پوهاوي له امله ډیری میرمنې وروسته په دې پوهیږي چې په سرطان اخته شوي نو ځکه د مرګ ګراف هم په افغان میرمنو کې ډیر لوړ دی . نن سبا په لودیځ کې د سینې د سرطان معالجه اسانه ده او ناروغان له معالجې وروسته نارمل ژوند کولی شي.
خو که دغه مقاله په دقت سره ولولئ ممکن تر سره مرسته وکړي چې له دې وژونکې ناروغۍ په وخت ځان خبر او یا ېې مخه ونیسي.
تي یاسینې په ټول کې د شیدو له غدو (Lobules ) د تیو څوکو ته د شیدو له لیږدونکو کانالونو (Ducts ) او ډیرو غوړو څخه جوړې شوي دي د سینې سرطان د نورو سرطانونو په شان په خپله د سینې د حجرو بې حده ودې یا خبیث حالت ته ویل کیږي چې حجرې په نامنظم او ډیریدونکي توګه تکثر کوي .
د سینې جوړښت ته په پام سره د سینې سرطان په ټول کې په دوه ډوله ویشل شوی دی یو د لوبول سرطان دی چې Carcinoma Lobular بلل کیږي او بل ډول ېې چې د شیدو له لیږدونکو کانالونو سرچینه اخلي Ductal Carcinoma بلل کیږي .
په دغو دو ډولونوکې د شیدو د لیږدونکو کانالونو سرطان عام وي دغه راز پر دغو دو ډولونو سربیره یو بل ډول سرطان هم شته چې د سینې التهابي سرطان بلل کیږي او تر دو لومړنیو ډولونو لږ لیدل کیږي.
د سینې دسرطان تر ټولو مهمې نښې په دې ډول دي :
پړسوب او په سینې کې د یوې نا مشخصې او غیرحساسې دانې شتون ، د سینې په څوکه کې بدلونونه په تیره بیا د تیو د څوکې وچیدل ، او اګزما یا یو ډول ټپ چې نه رغیږي ، د سینې دڅوکې ننوتل ، او د تي د سر کوږوالی په ټول کې د سینې پوستکی داخل لور ته کاږل کیږي او پوستکی لکه د مالټې پوستکي په شان کیږي اوله بلې روغې سینې سره توپیر پیدا کوي ، د سینې له څوکې له وینې سره د ترشحاتو راوتل دغه راز په تخرګ کې د لمفاوي غدو پړسوب هغه عمده نښې دي چې د سینې په سرطان کې ممکنه ده ولیدل شي .
په امریکا کې په دې اړه یوه څیړنه ښيي چې په هرو اتو میرمنو کې یوه په خپل عمر کې ممکنه ده د سینې په سرطان اخته شي خو که دغه سرطان ژر تشخیص شي علاج ېې شونی دی او په اروپا کې ډیری میرمنې شته چې په وخت تشخیص شوي دي او نتیجه ېې هم ترلاسه کړې ده .
په دې ډول ویلی شو ځینې عوامل یافکټورونه شته چې که په میرمنو کې هغه موجود وي باید دغه میرمنې تر نورو زیات خپل تي ته متوجه وي چې په سرطان اخته نه شي البته باید ټولې میرمنې دې مسلې ته پام وکړي
په پاي کې به هغه لارې چارې هم په ګوته کړو چې څنګه میرمنې کولاي شي له دې خطره ځان وژغوري .
هغه خطر رامنځته کوونکي عوامل یا فکټورونه چې باید میرمنې ورته توجه وکړي په دې ډول دي :
که د چا مور ، خور او بله نیژدې خپله په دې سرطان اخته وي دغه میرمن باید ډیره توجه وکړي ځکه چې د نورو سرطانونو په شان د سینې په سرطان کې هم ارثي فکټور مهم دی پنځه یا لس سلنه ارثي عامل پکې رول درلودلی شي ځینې نیمګړي جنونه شته چې په ځینې کسانو کې دسرطان سبب کیداي شي نن سبا دا امکان شته چې دغه ناقص جنونه له دې مخکې وپیژندل شي چې سرطان ر امنځته کړي په هرحال که په نیژدې خپلوانو کې څوک د تي په سرطان اخته دي نو باید نورې میرمنې هم ورته متوجه وي .
هغه نجونې چې له معموله مخکې میاشتنۍ مریضي پیلوي ،هغه میندې چې له دیرش کلنۍ وروسته لومړنی ماشوم زیږوي ، هغه میندې چې ماشوم نه لري ، هغه کسان چې د رحم او تخمدانونو سرطان لري او یا مخکې د سینې په سرطان اخته شوي وي تر نورو کسانو باید ډیر احتیاط وکړي څیړنو ثابته کړې ده چې د هورمونو مصرف هم د سرطان له پيدا کیدا سره مستقیماً ارتباط لري هغه میندې چې د حاملګۍ ضد درمل خوري باید کله ناکله ځان معاینه او چک کړي ،چاغي هم د یو فکټور په توګه یاد شوی دی ، پخوا به ویل کیدي هغه مینې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د سینې په سرطان کمې اخته کیږي .
البته دا په دې معنې نه ده هغه میرمنې دغه ریسک فکټورنه لري تر نورو ژر په سرطان اخته کیږي او که څوک دغه فکټورونه ونه لري هغه د سینې په سرطان نه اخته کیږي خو ددې لپاره چې له دې ستونزې د تل لپاره خوندي پاتي شئ باید هره میرمن په میاشت کې یو ځل خپلې سینې د دغو نښو دشتون له پلوه معاینه کړي :
که ېې سینې له طبیعي حده غټې یا وړې شوي دي
که ېې دتیو له څوکو ترشحات راتلل .
په سینې یا تخرګ کې ېې کومه غده لمس کړه .
که د سینې پوستکی کوم بدلون لري او یا ېې څوکه دننه لوري ته ننوتلي وي .
که دغه نښې لرئ حتماً باید ډاکټر ته ورشئ او نور معاینات وکړئ ځکه د سینې په سرطان کې چې څومره ژر تشخیص وشي هومره ېې علاج شونی وي .
لکه چې مخکې مې وویل دې ته په پام سره چې د سینې سرطان د میندو د مړینې یو مهم علت دی نو د سینې معاینه هم یوه مهمه او اساسي خبره ده چې باید ورته توجه وشي معمولاًدغه ناروغان د ښځو ډاکټرې ته لیږل کیږي خو باید هر ډاکټر د ناروغ د معاینې په وخت په دې اړه خپله دنده ترسره کړي زموږ په ټولنه کې ښايي یوه میرمن حاضره نه شي چې یو نارینه ډاکټر دهغې تی معاینه کړي خو د دې کار لپاره هر ډاکټر دا کولاي شي چې ناروغانو ته د سینې د معاینه چل وروښيي او ورته ووايي چې څنګه او څو ځله باید دغه معاینه تر سره کړي په دې هکله د نرسانو او دایڼو دنده هم ده چې میندو ته دغه یادونه وکړي او د سینې دسرطان له خطرو ېې خبرې کړي
د سینې په سرطان کې معمولاً د تشخیص لپاره دوه ډوله معاینې ترسره کیږي یو د ماموګرافي په وسیله د سینې معاینه ده چې کله کومه نښه ولیدل شوه ممکنه ده ډاکټر ېې سپارښتنه وکړي دویم د ایم آر آي ټسټ دی دغه معاینه هغه وخت کیږي چې د سرطان شک وشي .
دغه معاینې د ډاکټرانو له لوري ترسره کیږي خو مهمه معاینه هغه ده چې باید هره میرمن ېې په میاشت کې یوځل په خپله په خپل ځان ترسره کړي او که ېې کوم شی په خپلې سینې کې ولید چې غیر معمولي دی باید ډاکټر ته ورشي د سینې د سرطان ۶۵ په سلو کې په خپله د میرمنو له لوري موندل شوي او یا تشخیص شوي دي دغه معاینه ډیره اسانه ده :
په میاشت کې یو ځل کله چې میرمن په حمام کې وي دغه معیانه کولاي شي که سینې له معموله غټې شوي وي ، په پوستکي ېې سور والی او یا التهاب ولیدل شي ، خصوصا که تیو په څوکه کې زخم موجود وي چې پوستکی اچوي او یا له تیو ترشحات بهر ته وځي نو د سرطان شک کیږي ، مهمه خبره دا ده چې کله په سینې کې کومه وړه غده یا ټوټه ولیدل شوه غوره ده یو ځل ډاکټر ته ورشئ .
کله چې د سرطان شک وشي او ټول معاینات وشي خو بیا هم دغه شک لیرې نه شي نو په یوې وړې ستنې یوه نمونه له سینې اخیستل کیږي او له میکروسکوپیکې معایناتو وروسته قطعي تشخیص وضع کیږي .
د سینې دسرطان د ژر تشخیص او له دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره درې رودې وړاندې شوي دي :
لومړی د ځان معیانه کول چې په خپله د میرمنو په وسیله ترسره کیږي .
دروغتیايي کارکوونکو له لوري د سینې معاینه .
له سینو عکس اخیستل چې ماموګرافي ېې بولي او د بیوپسې اخیستل .
د میرمنو په وسیله د ځان د معاینه کولو ترټولو غوره وخت د میاشتني عادت د خونریزۍ له بندیدا دوه یا درې ورځې وروسته دی ټولې میرمنې باید له شل کلنۍ وروسته دغه معاینه وکړي دغه معاینه باید له میاشتني عادته مخکې او د میاشتي عادت په وخت ونه شي ځکه چې په دې وخت کې سینې پړسیدلي او دردناکه وي .
البته هغه میرمن چې وچې شوي وي یا ماشوم ته شیدې ورکوي اویا امیندواره وي هر وخت دغه معاینه کولاي شي خو که د پلان له مخې په یوه ټاکلي وخت وشي ښه به وي .
په دې معاینه کې تر ټولو مهمه مسله د یوې غدې شتون دی چې دردناکه هم نه وي که دغسې یو غده مو لمس کړه حتماً ډاکټر ته ورشئ البته د ځان معاینه کول دوه برخې لري یو د هندارې په وړاندې خپلو تیو ته کتل او د سینو لمس کول .
کله چې په هنداره کې تیو ته ګورئ هر ډول فزیکي بدلون ته باید توجه وشي مثلا که سینې ننوتي او یا ېې څوکې سرې شوي وي ، باید ورته توجه وشي ټول هغه بدلونونه چې په سینو کې رامنځته کیږي مهم وي او باید ورته توجه وشي .
د سینې لمس کول د معاینه ترټولو مهمه برخه ده که په سینې کې کومه غده یا کلک شی لمس شو باید نور معاینات ترسره شي لمس کول باید په دې ډول وي چې په دواړو لاسونو او ګوتو تي د ټټر په هډوکو ټینګ او لمس شي او د سینې پوستکی پرې وښویول شي په دې وخت کې پردې سربیره چې د یوې غدې له شتونه ځان خبروئ وګورئ چې د سینې له څوکو ترشحات بهر ته راوزی که نه دغه ټولې مسلې مهمې دي .
دمعالجې په هکله ېې ډیرې خبرې نه کوو ځکه چې دا به ډاکټرانو ته وسپارو چې څنګه ورسره معامله کوي خو دابه ووایو چې په معالجې کې ېې جراحي عملیات ، کیموتراپي ،راډیو تراپي او هورمونو تراپي هغه رودې دي چې په معالجه کې باید عملی شي او نن سبا په دې ډول نتیجه مثبته وي خو په دې شرط چې ژر تشخیص وشي او چې څومره ژر معالجه پیل شي هومره به ېې نتیجه ښه شي .
په پاي کې دغه یادونه هم کوو چې دسرطان علاج په حامله میرمنو کې هم ترسره کیږي خو دغه چاره د ناروغۍ په سختوالي پورې اړه پیدا کوي خو کیمو تراپي او راډیو تراپي هغه وخت ترسره کیږي چې ماشوم پیدا شي .
———-
د سرطان په اړه نورې لیکنې
اسلام عليکم داکتر صاحب محترم پدې هيله چې جوړ او روغ به يې
حسيب ناصرې دجلال اباد ښار نه تاسو سره دا پوښتنه شريکوم که جواب يې کړۍ دير لطف به مو وی
څنګه کولای شو چې سګرټ پريږدو ?
سلامونه
كه د كوم ښځينه ښه داكتري ادرس ما ته راكړي چي بغلان كندز يا هم مزار شريف ولايت كي وي
منندوي به مو يم
ډير سخت ضرورت لرم كه مرسته راسره وكري