ليکوال: خسرو امير(حسيني)
په اصل کې دا نشو ويلي چې د وينا يا خبرو د تيارولو او ترتيب لارې چارې څه دي؟ مګر ځېنې برخې په لاندې ډول دي:
- حقايق وواياست
- دليل ورته وړاندې کړئ
- هيله ترې وکړئ چې په هغې عمل وکړي.
يوه بله ډله وګړي دا چارې ډېرې ګټور ې بولي:
- هغه څه چې ستاسې په نظر تېروتنه وي بيان کړئ.
- د اصلاح او سمون لاره چاره ورته وړانديز کړئ
- له نورو مرسته وغواړئ.
ډاکټر کانول وايي: د وينا چمتو کولو لپاره لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ.
- يو ستونزه چې بايد لرې شي.
- د هغې د له منځه وړلو لپاره بايد وخوځېږئ
- په دې دلايلو بايد تاسې مرسته وکړئ.
هغه تجربې چې ما په بېلا بېلو ځايونو او مختلفو خلکو د وينا ترلاسه کړي، تاسو ته وړاندې کوم:
- د علاقه مندانو پاملرنه راوړوئ
- د خلکو باور ترلاسه کړئ
- حقايق بيان کړئ
- خلک د خپلو وړانديزونو د ګټې خبر کړئ
- د هغې انګېزې په لټه کې شئ چې خلک عمل ته واداره کوي.
- د ستونزو د لمنځه تللو د لارو چارو د وړاندې کولو کې غفلت مه کوئ.
- د مخاطبينو د اړتيا په اساس خبرې وکړئ.