رحمت الله خان امرخېل

توماس ايډيسن (thomas addison) د نړی تر ټولو ستر موجد دی. ده له ۱۰۰۰ څخه زيات شيان اختراح کړي دي. کله چې ده د روښنايي ګروپ جوړلو، نوی دی لس زره ځله ناکام شو. يو صحاف چې د ده همسايه و، په ملنډو يې ورته وويل: ايډيسنه! ته لس زره ځله ناکام شوی يې. دا ګروپ نه جوړوېږي هڅې پرې خپل ماغزه مه اوبه کوه.

 ايډيسن چې د مثبت فکر خاوند و، نو په ځواب کې يې ورته وويل: زه لس زره ځله نه يم ناکام شوی، بلکې اوس ماته هغه لس زره لارې مالومې دي چې له هغو لارو څخه ګروپ نه جوړېږي.

د نړۍ سترې برياوې له ډېرو ناکاميو ورورسته لاس ته راغلې دي. د مغل د سلطنت مشر بابر چې واک ته رسېده، نو ۷ ځله ناکام شوی و. د امريکې کاميابترين ولسمشر ، چې زياتره خلک يې له نامه سره اشنا دي، ابراهام لنکن په سياست کې اته ځله ناکام شوی دی، مګر خپل کوښښونه يې پرې نه ښودل، خپلو هڅو ته يې دوام ورکړ، چې بلاخره  د لويې امريکې ولسمشر شو. د نامتو ريسټورانټ (KFC) خاوند کرنل سينډر چې کله تقاوت شو، نو له ده سره د چرګ د پخولو يو ډېر ښه ترکيب و. ده له بېلابېلو ريسټورانټونو سره خبرې وکړې، تر څو دغه ترکيب په دوی باندې وپلوري کړي، مګر ټولو د ده ترکيب وانه خيست، نو کرنل سينډر خپله حوصله ونه بايلله. په یوه زوړ موټر کې يې د امريکې تقريباً په ټولو رياستونو باندې وګرځېد چې دغه ترکيب پرې خرڅ کړي. دی غريب سړی و او شپه به يې هم همدغه زاړه موټر کې تېروله. کرنل سينډر ۱۰۰۸ ځله ناکام شو، چې دغه ترکيب خرڅ کړي. په ده باندې به خلکو ملنډې وهلې، چې زه بابا ستا دغه ترکيب په امريکا کې نه چلېږي. کرنل سينډر خپله مشهوره خبره دلته وکړه. “هرې ناکامۍ ماته دا موقع برابره کړې ده، چې زه بيا له سره پیل وکړم او کوم نوی شی امتحان کړم او له تکراري لارو څخه لاس واخلم ‘’. کرنل سينډر تر هغې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ، څو چې په ۱۰۰۹ ځل دغه ترکيب د يوه ريسټورانټ خوښ شو. په دې ډول د (KFC) لومړی ريسټورانټ پرانستل شو او اوس مهال د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د (KFC) څانګې شتون لري. همدارنګه کله چې (TCS) په خصوصي سيکټور کې د پوسټ کار پیل کړ، نو په لومړۍ ورځ باندې دوی ټولټال ۲۵ پوسټونه يا (Deliveries) وکړې، مګر اوس هره ورځ دوه نيم لکه توکي (Deliveries) کوي.

د نړۍ ستر ساينس پوه آین سټاین په ۱۶ کلنۍ کې هوډ وکړ، چې د زيورچ پوهنتون په پولي تخنيک کې داخله واخلي، مګر  هغه ناکامه شو او د ده دوکتورا يې مسترد کړه. همدارنګه د پاکستان د اتومي بم جوړونکی عبدالقدير د دولسم ټولګي د رياضي په مضمون کې ناکامه شوی و. سپوږمۍ ته د ختلو په موخه ۱۶ زره تجربې شوي يعني ۱۶ زره ځله ناکامه شوي دي. هره  ناکامي به څېړل کېده او بيا به دوه پوښتنې پوښتل کېدلې.

لومړی پوښتنه: ستونزه يا خبرابي په څه کې وه.

دويمه پوښتنه:  بل ځل لپاره دا ستونزه څه ډول له منځه يوسو.

ناکامي د بريا لومړی شرط دی. کاميابي خو خپله له ناکاميو څخه پيدا کېږي. د مشهورو خلکو برياوې له ناکاميو څخه ډکې دي. یعنې که موږ د يوه مشهور شخص کامیابۍ او لاسته راوړنې وڅېړو، نو هغه  له ډېرو ناکاميو وروسته بريالی شوی دی. د امريکې ۵۰۰ غوره بریاليو اشخاصو نپولين هل ته وويل: چې موږ ته ډېرې برياوې له ناکاميو څخه څو قدمه وروسته په لاس راغلې دي. په دوی کې هېڅ داسې يو څوک نه و، چې هغه دې ناکام شوی نه وی. موږ عموماً د خلکو برياليتوبونه ګورو، مګر ناکاميانې يې نه ګورو. هيڅوک د لنډمهالو ناکاميو څخه پرته نه دی کامياب شوی. کاميابي په اصل کې ناکامي په کاميابۍ بدلولو ته ويل کېږي. د هرې يوې کاميابۍ شاته بې شمېره ناکاميانې وي. کاميابي تل له ناکامۍ وروسته راځي.

په نړۍ کې هر کامياب کس ناکامېږي. بلکې له ناکامو خلکو څخه هم زيات ناکامېږي.

يوې څېړنې دا ثابته کړې ده، هغه خلک چې په ۳۵ کلنۍ کې ميلونران شوي دي، هغوی له کاميابۍ مخکې تقريباً په ۱۷ کاروبارونو کې ناکام شوي دي، مګر دوی خپل کوښښونو ته دوام ورکړی، کاروبارونه يې بدل رابدل کړي دي، څو چې ۱۸ ځل په يوه کاروبار کې کامياب شوي دي. د متوسطې درجې برياوې عموماً ۳.۸ ناکاميو وروسته لاس ته راځي.

د يوې څېړنې په اساس د امريکې ۹۰ سلنه شرکتونه په دوه درې کلونو کې ناکامېږي. په دوی که هغه شرکتونه کاميابېږي، چې خپل کوښښونه جاري وساتي. په نړۍ کې به شايد هېڅ يو کس يا شرکت په لومړي کوښښ کې نه وي کامياب شوی. تقريباً دا به ناممکنه خبره وي، چې په لومړي کوښښ کې دې کاميابي ترلاسه کړي. نو د کاميابی د ترلاسه کولو په وخت کې دا خبره په یاد وساتئ، چې په لومړي کوښښ کې کاميابي ته رسېدل ستونزمن کار دی او کاميابي ته له ناکامۍ وروسته رسېدلی شو. او بله دا چې تاسو به هېڅ وخت نه مايوسه کېږئ. په نړۍ کې هيڅوک سل په سلو کې کامياب نه وي او نه يو څوک تل کامياب وي. په نړۍ کې يواځې هغه خلک لوې برياوې ترلاسه کوي، څوک چې د بايلود يا د ناکامۍ حوصله او جرئت ولري. په نړۍ کې چې څومره لويې پنزونې شوې دي، هغه له بې شمېره ناکاميو وروسته لاس ته راغلې دي. د هرې پنزونې کيسه له ناکاميو ډکې وي. بس دا خبره په یاد کې ساتئ، چې تاسې پرته له ناکاميو د کاميابۍ سفر نه شئ کولای. خو هره ناکامي لنډمهاله وي. څو چې په خپله ناکامۍ پوه نشئ. تر هغې به تاسې ناکامېږئ، خو که تاسې په خپلې ناکامۍ پوه شوی او خپلو کوښښونو ته مو دوام ورکړ، نو کاميابي به ستاسې په قدمونو کې وي.

په اوبو کې له غورځېدو سره تاسې نه ډوبېږئ، بلکې په اوبو کې د لاس نه اچولو له امله تاسې ډوبېږئ. څوک چې هېڅ لوېدلي نه دي، هغه هېڅ ګرځېدلې نه دي. څوک چې منډه وهي، نو هماغه تيندکونه خوري. په لوېدلو کې هېڅ شرم نشته، مګر د لوېدلو په وخت کې ستاسې مخ بايد د هدف پر لور وي. د لوېدلو وروسته د مړو په څېر بې حسه او بې هوشه سملاستل شرم او بې عزتي ده. پاڅېږئ، جامې مو وڅنډئ او راتلونکې جګړې ته چمتووالی ونيسئ. د اتلانو په څېر د خپل هدف پر لوري بيا مزل پيل کړئ او په آس سپرو جنګياليو په څېر، کله چې له آسونو څخه غورځېږي، نو راپاڅېږي او بېرته ودرېږي، ځکه هغوی پوهېږي چې د غورځېدلو وروسته سملاستل بې ننګي او مرګ دی. بايلل جرم نه دی، بلکې پرته له جنګېدلو بايلل جرم دی.

د مثبت فکر خاوند هېڅ وخت نه ناکامېږي، هغه له خپلو ناکاميو څخه زده کړه کوي. البته ځيني وختونه هغه ګټونکی نه وي، مګر دا احساس ورسره وي، چې شايد دا ځل يې بل څوک وګټي، خو بل ځل به انشاالله زه ګټونکی یم. هغه له ناکامېدو سره خپله حوصله نه بايلي. زياتره وخت هغه کسان ناکامېږي، چې د کاميابۍ لپاره خطر په ځان نه مني. دا ډول خلک به په ژوند کې هېڅ هم ترلاسه نه شي کړای.

هېڅ وخت سل په سلو کې کاميابي نه وي، خو ناکامي هم هېڅ وخت خپلواکه نه وي. تر هغه وخته پورې ناکامي لنډمهاله وي.  څو چې په خپلې ناکامۍ باندې پوره پوه نه شئ، د ناکامي مطلب دا نه دی، چې تاسې دې تل ناکامېږئ، بلکې مطلب يې دا دی چې تاسې اوس کامياب شوي نه ياست. یعنې په يوه خاص وخت کې تاسې برياليتوب ته نه یئ رسېدلي، نو ناکامي په اصل کې برياليتوب ته د رسېدلو لپاره يو تمځای دی. د ناکامۍ مطلب دا نه دی چې تاسې دې خپله تمه وشکوئ او خپل کوښښونه پرېږدئ. بلکې مطلب يې دا دی چې نور هم زیار وباسئ. د ناکامۍ مطلب دا نه دی چې تاسې نور نه شئ کاميابېدلای، بلکې مطلب يې دا دی چې برياليتوب ته يو څه وخت پاتې دی. د ناکامي مطلب دا دی چې له خدای (ج) سره ستاسې لپاره يوه نوې طرحه او پروګرام دی. ناکامي د سړک خاتمه نه ده، بلکې يو موړ يا ګولایي ده. که تاسې په يوې څانګې کې ناکامېږئ، نو په يوې بلې څانګې کې کوښښ وکړئ. نه کاميابېدل نا ممکن دی. تاسې يواځې هغه وخت ناکامېږئ، کله چې تاسې له خپلو هڅو او کوښښونو څخه لاس واخلئ او يا هغه وخت چې تاسې له خپلې ناکامۍ څخه يو څه زده نه کړئ.

ناکامي په اصل کې يوه تېروتنه ده. يعني يو فرد نه ناکامېږي، بلکې تېروتنه کوي. په نړۍ کې له هر انسان څخه تېروتنه کېږي.  البته بې عقل خلک دغه تېروتنې تکراروي. د تېروتنې د تکرارولو پر ځای له تېروتنې څخه يوه څه زده کړئ. عقلمند خلک له خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوي او ځيرک خلک د نورو خلکو له تېروتنو څخه زده کړه کوي.  تېروتنې موږ ته راښايي چې د دې کار د ترسره کولو لپاره نورې لارې هم شته، بلکې بهترې لارې. تېروتنه تاسې عقلمندوي، ځواکمنوي او توانا کوي. تېروتنه ستاسې په پوهه کې زياتوالی راولي او تاسې ځواکمن، پياوړي او هيله مندوي او همدا راز تاسې د کاميابۍ لپاره چمتو کوي.

څوک چې تېروتنه نه کوي، هغه پرمختګ نه کوي. بهتره او بریالي خلک ډېرې تېروتنې کوې. هغوی ډېر کاورنه کوي او ډېرې برياوې ترلاسه کوي. څوک چې تېروتنه نه کوي هغه هېڅ نوی کار يا ابتکار نه شي کولای. نو په همدې اساس د متوسطې درجې انسانانو په کتار کې پاتې کېږي. تاسې تر هغه وخته نشئ پوهېدلی چې تاسې څه څه کارونه کولای شئ. تر هغې چې تاسې کوښښ او هلې ځلې ونه کړئ او ناکام نه شئ.

ايډيسن د خام ربړ (Latex) د جوړولو پر مهال ۱۷ زره ځله په بوټو باندې تجربه وکړه، یانې ده ۱۷ زره تېروتنې وکړې. څه چې ونه کړې، نو هېڅ شی به هم ترلاسه نه کړې. د مثبت فکر خاوندانو ته ناکامي زحمت نه، بلکې رحمت وي. خو په پای کې دا په ياد وساتئ، چې ناکامي تل لنډمهاله وي، که تاسې له کوښښونو څخه لاس وانخلئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *