په انسانی ټولنو کې  د سولې سوکالی، هوساینې او پرمختیا لپاره د نظم او قانون شته والی او دهغه مراعاتول او د ضرورت په وخت کې د هغه د عملی کولو ځواک او قوت ته اړتیا او ضرورت دی

د قانون او قاعدې د اجبار او تحمیل وسیله هغه وخت اغیزمنه او په پوره ځواک او قوت عمل کولای شي چه دا قوانین او مقررات د خلکو له خوا او د خلکو د ارزښتونو سره سم وي د هغوی له خوا منل شوي او مشروعیت ولري او د تخلف په صورت کې داسی یوه اراده او ځواک وجود ولري چه د هغه د تحمیل او عملي کولو توان ولري

دیوې ښې اجراﺋیه او اجباریه قوی یعنې د دولت، مشروع حاکمیت د منځ ته راوړلو او ایجاد لپاره مختلف وسایل وجود لري

د بشري ټولنو په تاریخ کې د دولت د حاکمیت د منځ ته راوړلو لپاره د ولس د ارادې ، نظرونو ‌، اندونو ، مصلحتونو او داسې نورو وسایلو څخه کار اخیستل شوی دی

په ټولو حاکمیتونو کې چه په مختلفو بنسټو ایښودل شوي خپل مثبت او منفي جوانب او اړخونه موندلای شو

زما په نظر بهترین، مشروع او مؤثر حاکمیت هغه حاکمیت دی چه دولس له خوا منځ ته راغلی وي او تل دملي ارزښتونو ساتنه  کوي

او د ولس د آرمانونو سره سم مخ ته ځي

 په ۲۱ پيړئ کې بهترینه، مشروع، ممکنه او عملی لار همدا د ټاکنو له لارې سیاسی زعامت او سیاسی استازو د ټاکلو لار هغه هم د مؤقت او ټاکلي او معین وخت لپاره عادلانه مشروع او ممکنه لار ده

خو متأسفانه چه دا ځل د دې لارې هم چندان درناوی ونه شو او یو تقریبًا نامشروع او ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډ حکومت په خلکو وتپل شو

لکه څرنګه چې نړۍ مخ په وړو کیدو ده دانړۍ د یوه واړه کلي او ښار ګوټی باندې تبدیله شوې په دی وړه نړۍ کې د یوې سیمی حوادث  په بلی سیمی مستقیم او غیر مستقیم تأثیرات لرلي او لري يې

نو موږ هم د افغانستان د مسایلو د حل لپاره په. داخلی او بهرنیو کنفرانسونو جرګو، مجلسونو او د بحثونو په تشکیل قناعت لرو او هغه تأییدوو او دا مجلسونه او کنفرانسونه د سیاسی بحثونو ، حل لارو او قواعدو  په توګه منلی شو ي او بس

په دې توافقاتو او تفاهماتو کې لکه دملي وحدت دحکومت په څېر زمونږ زعامت او رهبری ټاکل ولس نشي منلی

د افغانستان زعامت او رهبري او د افغانستان د مسایلو د حل لارې چارې باید د خلکو په اتـکاء او د خلکو په انتخاب ، غوښتنو او سیاسي او خپل منځي سلا مشورو وي او ترڅنګ یې سیاسي مشروعیت ولري

بله هیڅ لار مثبته او د منلو وړ نه ده

دوخت عملي تجربو هم ښودلې چې بې دولس دخوښې حکومتونه زر زوال مومي ولسونه دي چې حکومتونه جوړوي او ولسونه دي چې حکومتونه ړنګوي نو دې حکومت ته د مشروعیت په ورکولو باید ولس او دولت دواړه  اقدام وکړي او دولت هم دولس ارادې ته مثبت ځواب ووايي او په دې هکله آخری تصمیم  باید د ولس وي

دا تصمیم په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د شرایطو په نظر کې نیولو سره باید عملي شي

 دټولنی هغه ځواکونه چه سم سیاسي شعور ولري او د خپل ولس ستونزو ته خپلی ستونزې ووایي

نه دا چه دولس په استازيتوب یوازې دخپلو ګټو لپاره ځان د مقصد تر څلي ورسوي

دا سیاسی ځواکونه باید د ولس د ارادې غوښتننو او ارمانونو مدافعان وي

دوی باید پر قومي ، ژبني ، ګوندي ، او حزبي اصولو بناء مطرح او مخکې نشي

د یوې ستراتیژی په توګه د افغانستان په مهمو مسایلو کې باید جرګې تعیینوونکی او دمشکلاتو حل کونکی رول ولري

په جرګو او خبرو باندې هم هغه وخت زیاد تأکید کیږی چه د غلطو او غیر شفافو انتخاباتو په وسیله د قانون نه خلاف حکومتونه په یوه هېواد تحمیلیږی

چې په موږ تحمیل شوی دی

ښه او مشروع حکومت هغه دی چې دخلکو په رایه منځ ته راغلی پاکې رتیې او ناولې رایې سره بېلی انتخابات شفاف او خلک یې پر شفافیت پوره ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن او اعتماد ولري او په نتیجه کې یو داسې حکومت او حکومتداري رامنځ ته کړي چې خلکو ته پکې کار پیدا، او خلک په  آبادی او سوکالی مصروف شي

دولتي سیستم داسې فعال شی چه د خلکو اراده او ملي ګټې اصلی معیار وي

نه د قوم ،  ژبې ، سمت ، او حزبونو ګټې

نو په داسې حال کې به د قوم ، ژبې حزب ، او منطقی په نامه مطرح غوښتنې  ورځ په ورځ کمرنګې شي

دخلکونمایندګان او دقانون په چوکات کې د ملت مسؤولین باید د قانون نظارت وکړي

خلکو ته د ښه کار او رسالت د ادا کولو سپارښتنې باید د ټولنی مخکښو  عناصرو ، علماوو، روحانیونو، او روشنفکرانو ته وشي

واک ، ون‌‌‌‌‌‌ډه ، او رهبري باید همدوی ته ورکړل شي

سوله دچا سره او په کومو معیارونو 

زه په دې باور یم چې یوه ټولنه کې تر هغه پورې کلکه او پایداره  سوله نشي راتلای  چه په سیاسي ستیج کې د ټولنی موجوده سیاسی ځواکونه برخه ونه لري

یواځې پوځی بری او دپوځ قوت نشي کولای چې ددې هېواد ستونزې حل کړي ټيکاو او امنیت راولي سوله راولي ښه حکومتولي رامنځ ته کړي  او د پوځی سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې د  علماوو، روحانیونو، او روشنفکرانو نه ګټه وانه خیستل شي د افغانستان مشکل نه حلیـږي

دا دې هم هېره نه وي چې د افغانستان مسلح مخالفې او سیاسي مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې په یوه او دوه ګروپونو او سازمانونو نه خلاصه کیږي

د افغانستان د اوسني دولت مخالفو مسلح يوې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته سیاسي قدرت ورکول او په سیاسي قدرت کې سهم ورکول د  افغانستان د مناقشاتو او د حل لار نه ده

ددی کار لپاره باید داسی زمینې برابرې شي چه د دې خبرو اترو او په دې باره کې د تصمیم لپاره د مخالفو مسلح جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلو حق او انتخاب اصلی معیار شي نه دیوې ‌‌‌‌‌‌ډلې

که یوه ‌‌‌‌‌‌مخالفه ‌‌‌‌‌‌‌ډله له پامه وغورځول شي او بله مفت امتیاز واخلي نو په دې صورت کې بیا د مذاکرې ، مفاهمې، او مصالحې معنا په حتمی ډول د ټول ملت د نظر تأیید نه دی

بلکه توافق په هغه قواعدو دی چه څنګه بله ‌‌‌‌‌‌ډله خپله لار په آزاده توګه غوره کړي چې د دې توافق په نتیجه که به دا ‌‌‌‌‌‌ډله یا د جنګ لار غوره کوي یا به دوی هم دولت نه ځانګړي امتیازونه اخلي چې په نتیحه کې به یې دولت دامتیاز په ورکولو له پښو غورځولی او بیابه ددوی ترمنځ دتېر په څېر د خپل منځي وژنو او اخُ ‌‌‌‌‌‌ډب بازار ګرمیږي

دا بیا حتمي ده! او تاریخ هم تجربه کړې

د اوسنی سیاسی بحران نه د وتلو په منظور يو مشخص او لنډ وړاندیز، پیشنهاد او د حل لار:

لکه څنګه چې دتیرو جمهوري ریاست د ټولټاکنو د مخه او د ټاکنو په بهیر کې د قانون نه تخلفات وشول

او په پای کې یې بیخي قانون تر پښو لاندې شوو

خو هر څه چه وو انتخابات وشول او په نتیجه کې یې دملي وحدت حکومت په خلکو تحمیل او په کار یې پیل وکړ خو دغه نیمګړی او دوه سری حکومت بیا هم ونه توانېد چه په دوه کالو

کی خپله کابینه تکمیل او او دخلکو سره کړو وعدو ١٠ سلنه دهم عملي كړای شي

نوره نو په ټاکنوکې د قوانیونو څخه د سرغړونو بی کفایته اداره، تقلبات او عدم شفافیت او په نتیجه کې یې دوه سرې او دوه کاله په خپل منځي ناندریو کې ښکېله او ولس هېره اداره  نوره ولس ته هم دزغملو نه ده

د دې ادارې او دې معضلې د حل یوه تاکتیکی او مؤقته چاره ده د لویې جرګې را بلل د اجرائيه ریاست منحل کول او دیاد ریاست دنه منحل کېدو په صورت کې واک یوې موقتې ادارې ته و سپاري

دیوه باثباته افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *