تاند- افغان امنیتي سرچینې وايي چې نن /پنجشنبه/ په هرات ولایت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وویل چې په لسګونو وسله وال طالبان په هرات کې د ظفر۴ تصفیوي عملیاتو په لړ کې ووژل شول.
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې پرامنیتي پوستو یې بریدونه وکړل.
د هرات چارواکو د وژل شویو طالبانو شمېر ۳۵ تنه وباله او ویې ویل چې۴۰ نور ژوبل شوي دي.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وویل چې وسله والو سختدریځو غوښتل چې د ښار چهارقلعه او سنګیستان سیمې ونیسي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا هرات ښار ته نژدې د دې ډلې لومړنۍ لویه حمله ده.
وسله وال طالبان په هرات کې یوازې په شینډنډ ولسوالي کې زیات فعال دي.