تاند- تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان د پنجشنبې په ورځ / مې ۱۲/ د کاسا زر برېښنا پروژه په ګډه پرانسته.
دوی دا پروژه، چې د څلور هیوادونو برېښنا له یو بل سره نښلوي او د منځنۍ اسیا برېښنا جنوبي اسیا ته رسوي، د سیمه ییزو اړیکو لپاره مثبته او رغنده وبلله.
ټاکل شوې ده چې د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې د قرغیزستان او تاجکستان اضافي برېښنا په دوبي کې افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شي.
پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالره ولګېږي. د دې پیسو نیمايي نړیوال بانک ورکوي.
د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د پاکستان صدراعظم نوازشریف، د تاجکستان ولسمشر علي رحمان او د قرغیزستان ولسمشر د تاجکستان په تورسن زاده ښار کې د برېښنا د یوې ستنې په نصوبولو دا پروژه پرانسته.
تاجک ولسمشر ښاغلي رحمان وویل چې دا پروژه به د منځنۍ او جنوبي اسیا همکاریو ته عملي بڼه ورکړي.
د ښاغلي رحمان په وینا د دې پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغیزستان څخه افغانستان او پاکستان ته د کال ۵ ملیارد کیلواټه برېښنا ولېږدول شي.
د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو پر څلور لارې یا تقاطع د افغانستان بدلول د افغانستان د ولسمشر یو اساسي هدف دی. ولسمشر غني باور لري چې د دې کار په صورت کې به د سیمې هیوادونه وهڅوي چې د ګټو وټو په خاطر د یو بل په هیواد کې د امنیت او سولې ملاتړ وکړي.