تاند – د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کمرون وایي چې د لندن په غونډه کې د نړۍ تر ټولو فاسد هېوادونه؛ افغانستان او نایجیریا هم ګډون کوي.
ښاغلي کمرون، چې د لندن په بکېنګهم ماڼۍ کې د ملکې او لوی اسقف په مخکې خبرې کولې، وویل چې د فساد پر ضد دغې غونډې ته چې په دې اونۍ کې په لندن کې کیږي د دوو ډېرو فاسدو هېوادونو افغانستان او نایجیریا ولسمشران اشرف غني او محمدو بوهاري هم راځي.
د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې، چې د ډیویډ کمرون د خبرو ویډیو یې خپره کړې ده، لیکلي دي چې کمرون خبر نه و چې کمره ورته لګېدلې ده او د ده خبرې ثبتېږي. خو ورځپاڼه زیاتوي چې کله د کمرون له ویاند نه سپیناوی وغوښتل شو هغه هم د کمرون خبرې تکرار کړې.
ډیلی میل ورځپاڼه لیکي چې د ډیویډ کمرون د خبرو په مقابل کې د برتانیا ملکه چوپ پاتې شوه خو لوی اسقف ورته وویل چې، «دغه ولسمشر خو کوشش کوي چې په خپل هېواد کې فساد له منځه یوسي»، خو دا څرګنده نه ده چې هدف یې د کوم هېواد جمهور رییس و.
ګڼ شمېر کارپوهان په دې باور دي چې، په ۲۰۰۱ کال کې چې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیا او د هغوی متحدینو په افغانستان باندې یرغل وکړ، د هغو جګړه مارو ګروپونو ګڼو قوماندانانو ته یې چې طالبانو پسې اخیستي ول بې حسابه مالي او سیاسي امکانات په لاس ورکړل چې دغه کار په لوی لاس په افغانستان کې د فساد د رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړه او لا تر اوسه پورې هم افغانان د دغه فساد له ګواښ او نوم بدۍ سره مخامخ دي.