تاند – د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په بندر کې د ترینګلتیا له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ نن څلورمه ده چې په ټپه ولاړ دی او راپورونه وايي چې دواړو خواوو دې سیمې ته ځواکونه او درنې وسلې لېږلي دي.

افغانستان وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونه غواړي د افغانستان په خاوره کې جوړې کړې پوستې ته پُل تېر کړي خو دوی یې مخه نیسي خو پاکستان بیا وايي چې افغانستان اجازه نه ورکوي چې پر پوله ازغن سیمونه وغځوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن لیکلي چې دواړو هیوادونو تورخم پولې ته ټانکونه او زغرګاډي استولي دي.

ډان ورځپاڼې ته د پاکستاني لوري د خیبر ایجنسۍ سیاسي استازي (په سیمه کې د اسلام اباد تر ټولو جګپوړی چارواکی) ویلي چې د خبرو له ناکامېدو وروسته په پوله کې پاکستان ګڼ شمېر پوځیان او وسلې ځای پر ځای کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم د تورخم بندېدا تایید کړه، ویې ویل چې د تورخم د پرانستلو پر سر د افغان او پاکستاني خواوو ترمنځ خبرې ناکامې شوي دي.

زخېلوال له افغانانو غوښتي چې د تورخم د پرانستلو لپاره د افغانستان پر حکومت فشار رانه وړي ځکه چې د دوی فشار به سبب شي چې د افغانستان حکومت د پاکستان ناجایزې غوښتنې ومني.

تراوسه پوري د تورخم پر لانجې دواړو خواوو څلور ځلې خبرې کړي خو ټولې ناکامې شوي دي. ټاکل شوې ده چې نن بیا د دواړو خواوو پلاوي خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *